تاند:( شنبه ، د قوس شلمه) په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د جګړې او نا امنۍ د تلفاتو د صفر کيدو ادعاوې کوي، خو د نن ورځې رسنیز شوي خبرونه ښیي، چې په افغانستان کې مختلفو پېښو ۱۱ تنه وژلي او ۵ نور يې ټپيان کړي دي.
له کندوز څخه يو راپور څرګندوي، چې د طالبانو يوه رينجر موټر ددې ولايت د مرکز د يوه ښوونځي د ۱۱ ټولګي پر زده کوونکي ختلی او وژلی یې دی.
په کابل کې بيا د کورنيو چارو وزارت یو مخکينی افسر عبدالغفار هوتک په يوه نښته کې، چې طالبانو شخصي بدي ګڼلې، وژل شوی.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستي ويلي، چې د هوتک زامنو هم د مقابل لوري ۲ کسان وژلي.
له کندهار څخه راپورونه وايي، چې هلته طالبانو د ښار په دویمه حوزه کې د ملکیانو پر یوه موټر له دې کبله ډزې کړي، چې د پلټنې لپاره نه دی ودریدلی.
په دې پېښه کې ۲ ملکیان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي.
په فراه کې بيا ناڅرګندو کسانو د بالا بلوک ولسوالۍ د بازار پر یوه دوکان لاسي بم غورځولی، چې ۲ تنه پکې وژل شوي او يو بل ټپي دی.
د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې نا څرګندو کسانو بيا پر یوه صراف ډزې کړي، چې هغه پکې ټپي شوی دی.
د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په شيرګړ سیمه کې بیا ناپېژنده وسله والو د یو کور حجره کې پر ناستو خلکو ډزې کړي او درې تنه یې وژلي دي.
په وژل شویو کسانو کې دوه تنه د مومندو قومي سپین ږیري او یو یې په مومندرې ولسوالۍ کې د پخواني حکومت د محلي پولیسو قومندان و.
چارواکو په عمومي ډول د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.