جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+شخصي ژوند یعنې څه؟ / فرهاد زهیر 

شخصي ژوند یعنې څه؟ / فرهاد زهیر 

د یو کس خصوصي اړیکې، ذوقونه او فعالیتونه چې د مسلکي یا رسمي  ژوند او عامه ژوند څخه جلا وي، دې ته شخصي ژوند ویل کیږي. 

شخصي ژوند د هر انسان د بل انسان سره توپیر لري. د چا به فوټبال لوبه خوښیږي، او د بل چا به د کرکټ لوبه خوښیږي. د چا سور رنګ خوښیږي د چا شین رنګ. د چا سبزي خوښيږي او د چا غوښه… د هر انسان همداسې بیلابیلو شخصیتونو ذوقونه وي. هیڅ څوک حق نه لري، چې یو کس ته ووايي:  زما په څیر دې یو ذوق ولري ځکه د خدای ډیره لویه دونیا ده. که تاسو باغ ته لاړ شئ، یو ډول ګلونه نه شی پیدا کولای، یو ډول میوې نه شې پیدا کولای لکه: لویه مڼه، وړه مڼه، سره مڼه، ژیړه مڼه. همداسې غرونو کې مختلف ډول کاڼي وي لکه: واړه کاڼي، غټې کاڼي، درمیانه کاڼي همداسې نور. مطلب هر انسان ځان ته یو ډول سوچ، فکر، عقیده، ارزښتونه او مختلف ذوقونه لري. د بل کس په شخصي ژوند کې مداخله ډیر تاوانونه لري.  

بدبختانه افغانستان کې څوک د شخصي ژوند هیڅ خیال نه ساتي. هر ځای کې یو کس کوښښ کوي د بل شخصي ژوند کې مداخله وکړي. که یو کس یو ډول ویښته خوښیږي، بل په کې مداخله کوي، چې دا واړه کړه یا یو کس یو جوړ جامې خوښیږي، بل ورته وايي، دا رنګ زما نه خوښیږي.  اوس که یو کس تنخوا ډیره اخلي یا کمه اخلي، نو بل کس ته څه اړتیا ده چې پوښتنه وکړي، تنخوا یې څو ده؟ دا پوښتنه هیڅ ځای کې څوک د چا څخه نه کوي، خو افغانستان کې دا پوښتنه ډیره عادي ده. یا که څوک ډیرې پيسې پيدا کوي یا کمې، بل چا سره دا ښه نه ښايي، د دې په اړه پوښتنې وکړي یا نورو په مینځ کې  تبصره پرې وکړي. 

که یو کس واده نه کوي یا یې اولادونه نه وي، بل سره ښه نه ښايي چې ولې واده نه کوې یا ولې دې بچي نشته. بهر هیوادنو کې لومړی داسې پوښتنې څوک نه کوي او که  يې وکړي، پدې پوښتنه انسان سخت غوسه کیږي او مستقیماً بل انسان خفه کوي، چې ته څوک یې داسې پوښتنې کوئ؟ 

همداسې اوس د نړۍ هر ځای کې مذهب د یو انسان او د خدای تر مینځ یوه شخصي رابطه ګني، دریم ګړي ته اجازت نه ورکوي چې پوه شي دا کس په کومه عقیده دی. که بهر هیواد کې د چا مذهب په اړه هم پوښتنه وکړه، نو ډیر خلک دا هم شخصي ژوند پورې تړي، او نه غواړي څوک پرې پوه شي. ډیر نړیوال ما هم لیدلي، پدې غوسه کیږي په کوم مذهب يې؟ مطلب که هر مذهب یم، دا زما او د خدای پورې تړل شوی یوه اړیکه ده، او نه غواړم نور خلک پرې پوه شی. 

د ازادۍ رادیو کې  د کابل اوسېدونکی نجیب په نوم یو کس سره مرکه وه، هغه وویل،  دومره څه ګټي چې د غریبي شپې ورځې ورباندې تیرې کړي خو خپل خپلوان ورته وایي چې ته باید په لوړه سویه ژوند وکړې حال دا چې هغه خپله پوهیږي خو بې وزلي یې لاس پښې تړي. 

د بل کس  په شخصي ژوند کې مداخله کول په حقیقت کې د نورو په ژوند او معنوي حقوقو باندې تیری دی. د یوې کورنۍ یا یوې ټولنې یا یوې ادارې او یو کس شخصي ژوند هغه وخت کامیابیدی شي، چې د نورو مادي او معنوي حقونو ته درناوی وشي. 

اخر کې غواړم دا لیکنه د پښتو په یو متل ته د پای ټکی کیږدم لکه: چرته چې نه کار هلته څه کار. که یو کس غواړي د چا نه شخصي پوښتنه یا د یوچا څخه غوښتنه لري، نو باید په ډیر درناوی ورنه پوښتنه وکړي لکه: که خفه کیږې نه، غواړم یوه شخصي پوښتنه یا غوښتنه وکړم؟ دا نزاقتاً ښه کار نه دی او څوک حق نلري، چې د چا شخصي کارونو کې بې ځایه مداخله وکړي. په دې هیله نوي ځوانان مو تل شخصي مداخلې څخه ځانونه وساتي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب