جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ذبيح الله مجاهد او شکريه بارکزۍ ناندريز بحث، مهم ټکي يې...

د ذبيح الله مجاهد او شکريه بارکزۍ ناندريز بحث، مهم ټکي يې دلته ولولئ

تاند:( شنبه ، د قوس شلمه)‏‏‏ ‏د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په لومړي ځل د یوه رسنیز بحث پرمهال، په داسې حال کې چې احساساتي شوی و، د پاکستان سیاسي نظام غیر شرعي وباله.

هغه د پخوانۍ ولسي جرګې له غړې او مطرح سیاستوالې شکریه بارکزۍ سره د ازادۍ راډیو په یوه پروګرام کې په ویډیویي بڼه برخه لرله.

ښاغلی مجاهد له اسلام څخه د افراطي تعبیر او له پاکستان سره د پېچلو اړیکو له کبله د شکریې بارکرزۍ له توندو نیوکو سره مخامخ شو.

شکریې بارکزۍ په دې بحث کې طالب ویاند ته د پېغور په بڼه وویل: «دا فکر مه کوئ، چې افغانان ګواکي په تېرو ۴۰ کلونو کې مسلمانان شوي او تاسې له پاکستان نه راغلي به اوس دوی ته اسلام ور ښيئ.»

دې افغان سیاستوالې طالب ویاند ته دا هم وویل، چې ستاسې د اصلي مرکز (پاکستان) ان هغه مهال چې ستاسې تحریک یې جوړاوه، صدراعظمه یوه ښځینه ( بینظیر بوټو) وه، پاکستان خپله څه ډول اسلام لري، چې ستاسې په وسیله افغانان د اسلام په نوم د ژوند له ډېرو اساسي حقونو را ګرځوي؟

د شکریې بارکزۍ له دغو څرګندونو وروسته، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په احساساتي لهجه وویل، چې د پاکستان سیاسي نظام خپله شرعي نه دی او د دیني منابرو د غوښتنو خلاف حرکت کوي.

ذبیح الله مجاهد دغه راز، پاکستاني سیاستوال مالي موضوعاتو ته په ارزښت ورکولو تورن او وویل، چې اسلامي شریعت او نظام ته چندان پاملرنه نه لري.

طالب ویاند د پاکستان ترڅنګ مصر هېواد هم (چې د اخوان المسلمین غورځنګ د رامنځته کیدو مرکز دی) د شرعي نظام په نه لرلو تورن او وویل چې هلته هم شریعت نه دی تطبیق شوی.

 د هغه په وینا، له دغو هېوادونو سره د افغانستان پرتله کول او دلته هم د هغوی په شان د نظامونو غوښتل منطقي کار نه دی.

د طالبانو ویاند په دې بحث کې دا هم وویل چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې فحشا او مالي فسادو عام شوي وو او د تېر نظام پلویان د همدغو فسادونو د مخنیوي په غبرګون کې د غربي مفکورو له مخې د طالبانو نظام تخریبوي.

شکریې بارکزۍ بیا له ذبیح الله مجاهد څخه وپوښتل، چې که احیاناً د ده په ټکیو افغانستان د امریکا لخوا اشغال شوی و، دوی د چا په پیسو د هغوی خلاف جنګیدل او په دې جنګ کې یې بهرنیان که عام افغانان ډېر ووژل؟

 د مېرمن بارکزۍ په خبره، طالبان د ژوند لپاره کومه مفکوره نه لري، ځکه خو د زده کړو او ژوند په اړه ټولې مفکورې ورته غربي او نامسلمانه ښکاري.

هغې دا هم وویل، چې طالبانو ته د نړۍ شاوخوا یو میلیارد ټول مسلمانان نامسلمانه او یوازې ځانونه مسلمانان ښکاري.

دغې سیاستوالې، چې اوس له هېواده بهر ژوند کوي، د طالب ویاند د دې پېغور په ځواب کې چې دا یې د کوم خطر له موجودیت پرته هېواد نه په تېښتې تورنه کړه وویل: زه نه یم تښتیدلې، درې ځله مو ځانمرګي بریدونه را باندې وکړل، حتا د جمهوري نظام له سقوط نه درې ورځې مخکې مو هم وژلمه، خو وژغورل شوم.

هغې طالب ویاند ته وویل، چې افغانستان یې هېواد دی، ژوند او مبارزه یې حتا د دوی د تېرې واکمنۍ پر مهال پکې کړی، فساد او خیانت یې نه دی کړی او نه یې بهرنیانو نه د ښځو یا بل فعالیت په نوم پروژې اخیستي.

شکریه بارکزۍ طالبان وننګول، چې اوس خو واکمنان دي او که په دې اړه کوم سند ورباندې لري، رسنیز دې کړي.

دغې افغان سیاستوالې طالب ویاند ته دا هم وویل، چې افغانستان ته به را ګرځي، خو هغه وخت چې یو مشروع او مسوول نظام پکې حاکم وي.

 دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو د رسمي ویاند له ادرسه د پاکستان نظام غیر شرعي ګڼل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د طالبانو تحریک له پاکستاني حکومت سره د افغان طالبانو په منځګړتوب د اوربند کړې هوکړه ماته کړې او ویلي، چې دوی د افغانستان د طالبانو د تحریک اړوند دي او پاکستان کې هم د شرعي نظام د حاکمولو لپاره جنګیږي.

د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان او ذبیح الله مجاهد څرګندونو ته تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

6 COMMENTS

  1. طالبان دي داسي ځان نه معرفی ګوي چي ګني دوی د اسلام سپیني کوتری دي. دوی پرون هم او نن هم د امریکې پروژه وه او ده. د دوی اسلام بس یو شیت او بکواس دی!

  2. وائي دروغ ویل د ایمان زوال ده، همدارنکه د لوی خدای په نزد لویه ګناه کذب او درواغ دي خو مجاهد صیب ته دروغ ویل لکه اوبه څښل آسانه ده ، کله کله سړی چې د مجاهد صیب ښکرلرونکي درواغ وویني حیران پاتی شي چې دا څنګه ضمیر او وجدان ده چې له درواغو هیڅ باک نلري، څو موده مخکی محاهد صیب په خپل یوی مرکې کې وویل چې هغه پاکستان کې هیڅ ژوند نده کړی مګر بیا په اردو ژبه لکه خپله مورنۍ ژبه خبری کوي ، ښاغلی مجاهد ها د ټویټر پیښه هم هیر کړی چې څو کاله مخکی ټویټر د مجاهد صیب د کارولو ځای د پاکستان لاهور ( د آی ایس آی مرکز ) وښود خو همدا چی د محاهد صیب خپلی تیروتنی ته پام شو خپل ځای یی ناڅرګند یعنیoff کړ.
    اوس پدی مصاحبی کې هغه له کالیو سره د آغلی بارکزی، نړی او ټولو افغانانو سترګو کې ننوځي او وائي چې طالبانو د پخواني دولت هیڅ کارکونکی ندی وژلی ، حال دا چې اوس لکه اظهرو من الشمس ټولې دنیا او هم هیوادوالو ته ځرګند شوی چی پدی څه کم څلورو میاشتو کې سلهاو تنه د پخواني دولت مامورین او نظامیان د طالبانو لخوا وژل شوي او یا ورک شوي دي دوه اونیو مخکې د بشری حقوقو د ټولنی د راپور له مخی یوازی په څلورو ولایتونو کې د طالبانو لخوا د سلو نه زیاد د پخواني دولت کارکونکي وژل شوي دي.
    همدا دری ورځی مخکی د چهارشنبی په شپه طالبانو د کابل ښار ( هوائی بلاکونو 10 بلاک ـ څلورم پوړ) کی پخوانۍ څارنواله میرمن مزدلفه ، سره دی شپږ کلنه ماشوم په وحشیانه ډول وواژه ، قاتلینو د آغلی مزدلفه چې د وردکو ولایت اوسیدونکی پښتنه وه ، سر له تنه پری کړی او شپږ کلنه معصوم کوچني ماشوم باندی یی هم رحم ندی کړی.
    لکه پاسنۍ پیښی طالبان سره له دی چې عفوه یی اعلان کړی هره ورځ لسګونه انسانان وژني او مجاهد صیب هم پدی ټولو وژنو سترګی پټوی او وائي چې د پخوانی دولت حتی یو کارکونکی هم ندی وژل شوی، عجیبه خو بیا دا ده چې مجاهد صیب د دی ټولو ښکرور درواغو سره سره بیا ځانله د ټولو نه ښه مسلمان هم وائي او ددی پاکی آئیی چې فرمائی ( اعظم الخطایا عند الله اللسان الکذوب ) هیڅ پروا نلري

  3. دا بدلمونی ښځه نه شرمیږی او ځیره خواره یی هم تاییده وی. دقادری له خبرو مالومه وه ددی میړه دملی خیانت او غلا په اتهام باندی متهم او دی دروغزنی بیا ځان سپین کړی وو. دخاینانو دوره اوس تیره ده او تس ټسو باید څوک خلاص نسی. طالبان دی هغه قضیی بیرته پسی راپورته کړی چه په میلیونه ډالره یی دمیدان هوایی او نورو شعبو خوړلی دی. اوس چه دسره پلار کره نینیوتلی او پلار یی هم دطالبانو دښمن دی طالبان به ونکولای سی چه ددی او دمیړه سرمایه مالومه کړی. هغه دسی آی ای روپی چا شمیرلی وی. دا کیدای سی دهغی نازدانه وی او ټول عایدات یی تور وی.

  4. طالبان باید دداسی خرڅسوی خلکو وسویی ته ځان ټیټ نکړی. هغه نه شرم لری او نه حیا او په رڼو سترګو کی اوښان پټوی.
    هغه چه داشغال مزدوران ووینی نو له هغو سره دی دخبرو او یا دجواب انکار وکړی. هغوی نه منطق لری او نه حیا. بیخی دهغی خبری څانګی سره دی اړیکه پریږدی چه دشیطانت لیاره جوړه وی.

  5. شکریه بارکزۍ یوه پوه او په هیواد مینه او رښتېنی افغانه ده او پدی پوهیږی چی تالبان له کوم ځایه او د چا د ګټو د خوندی کولو لپاره د چا په اوږو تر ارګ رارسیدلی دی.

    د افراسیاب خټک صیب دا خبره وزن لری چی د شکریه بارکزۍ مقایسه د حقانی مدرسی د یو چڼی سره چی د پاکستان په خوله خبری کوی او د پاکستان د سفیر نه هر سهار او ماښام الهام اخلی د مقایسې وړ نه ده.
    بله دا چی تالبانو د خپلو خیرنو واسکټونو په جیبونو کی پاکستانۍ ټاپۍ هیشه د ځان سره ګرځوی او هر وخت ددلیل او منطق په ځای يی په په خلکو لګوی.
    د شکري بارکزۍ دا خبره هم پخه او د یادولو وړ ده چی که تالب د هغې په خلاف کوم اسناد لری چی اوس ورته لاس رسی هم لری او یا د کوم خیانت او غبن شواهد لری راودی باسی. په بل صورت کی خپلی پاکستانۍ ټاپی دی په خپلو خیرنو واسکټونو کی د ځان سره سمبال وساتی.

    شکریه بارکزۍ او هر یو په هیواد مین افغان او افغانه پدی ښه پوهیږی چی تالبان پرته له وحشت. تور جهالت. کرکی، ناپوهۍ او د افغانستان او افغانانو احتیا جولو او ذلیله کولو نه افغانستان ته بل هیڅ شی نه شی ورکولی.

    هر یو افغان چی د افغانستان د ښیرازۍ او ابادۍ لپاره پوهه او فکری استقلال ولری او خپل غږ راپورته کړی ددې وحشی ډلی مخکی هم ورسره دښمنی وه او اوس هم ورسره ستره دښمنی لری چی شکریه بارکزۍ يی یو ژوندی مثال دی چی لا ددوۍ دوحشت نه ژوندۍ پاتی ده.

    له بده مرغه زمونږ ولس ډیر خوش باوره او پداسی خواب ویده دی چی تر اوسه هم د خپل دوست او دښمن توپیر نه شی کولی او ښايی یوازی د اسرافیل ع په شپیلۍ به راویښ شی.

    دارواښاد صابرشاه صابر صیب یو شعر چی له دی خبری نه زوریږی راپه زړه شو:

    مونږه د خپلو خوشفهمو په څلو وژاړوی
    حقیقتونه فیصلې څومره سنګینی کوی

  6. ښاغلي شريف زاده سلام،
    ستاسو ليکني ستاسو له دعوا چي څومره عالم ياسته په ټکر کي ليدل کيږي ځکه هر غه څوک چي ستاسو هم نظره نه وي د يوه کوڅه ډب شانته برخورد ورسره کوي بي له دچي منطقي دلايل ورسره بدل کړي.
    ستاسو له د کرښي : په لاره کې و م.که نه ما شکریی ته دفزیک او الجبر یوه برخه ښووله
    به سړي څه پايله واخلي.
    يو وړانديز درکوم چي دخپلو narcissist خواصو درمل مو وکړی په ګټه به مو تمام شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب