جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنیویورکر: ټرمپ د ط د اخیستو لپاره خلیلزاد ته د پیسو ورکولو...

نیویورکر: ټرمپ د ط د اخیستو لپاره خلیلزاد ته د پیسو ورکولو امر کړی و

تاند:( شنبه ، د قوس شلمه)‏‏‏ ‏د امریکا نیویورکر مجلې په یوه تازه مطلب کې د افغانستان د سولې بهیر لپاره د امریکا د مخکیني ولسمشر ډونالډ پرمپ د ځینو پټو پلانونو افشاګري کړې ده.

مجلې دغه راز له طالبانو سره د ټرمپ د سولې معاملې د عملي کیدو او د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام له مشرتابه سره د اوسني امریکایي حکومت د بې باکانه چلند کیسې را اخیستي دي.

سرچینه لیکي، چې مخکیني ولسمشر ټرمپ خلیلزاد ته دا هم ویلي و، چې طالب مشرانو ته د سولې لپاره پیسې ورکړي، خو خلیلزاد ویلي و چې طالب مشران د امریکا د بندیزونو په لیست کې دي او پیسې نه شي ورکول کیدای.

دغه مجله دا هم لیکي، چې د بندیزونو موضوع کې امریکایي چارواکي دوه ګونی چلند لري.

سرچینه د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني کیسه کوي، چې غوښتل یې د ایران د اوسني ولسمشر ابراهیم رئیسي د لوړې مراسمو ته لاړ شي، خو د امریکا برحاله خارجه وزیر انتوني بلینکن ورته وویل، چې ایران د دوی د بندیزونو لیست کې دی او د غني ورتګ به دغو مراسمو ته ښې پایلې ونه لري.

نیویورکر مجلې دا هم ویلي، چې امریکایي چارواکو د جمهوري نظام له سقوط څخه یوه ورځ مخکې د اګست په ۱۴ مه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هغو پيغامونو ته هیڅ ځواب نه و ورکړی، چې پوښتلي یې وو: آیا زه او ولسمشر غني به هم ستاسې د تخلیې له پروګرام څخه برخمن شوو؟

خلیلزاد او ټرمپ دغه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته، پر امریکا دا نیوکه جدي شوې چې د افغانستان پر نظام او شل کلنو لاسته راوړنو یې سخته معامله وکړه او هرڅه یې په اوبو لاهو کړل.

1 COMMENT

  1. زموږ د ګران هیواد افغانستان په اړه؛ ټرامپ او خلیل زاد د معاصری ډیپلوماسۍ تر ټولو ریشخنده او تراژیک بازیګران ول، چي مخ دې پرته سي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب