شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهط: امریکا نه مو د ټول شموله حکومت جوړولو مهلت نه دی...

ط: امریکا نه مو د ټول شموله حکومت جوړولو مهلت نه دی غوښتی

تاند:( شنبه ، د قوس شلمه)‏‏‏ ‏د طالبانو د حکومت یوه ویاند بلال کریمي د یوې هندي رسنۍ هغه راپور رد کړی، چې ګواکې دوی د دوحې په مذاکراتو کې له امریکایي لوري څخه په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره څلور میاشتې مهلت غوښتی دی.

د کریمي په خبره، دوی په خپلو حکومتي چارو کې په خپلواکه ډول پریکړې کوي.

 د هغه په وینا، دا د افغانانو حق دی، چې د خپل نظام د څرنګوالي په اړه پریکړه وکړي.

د انډیا ۱۸ نیوز په نوم د هندوستان یوې رسنۍ تېره اونۍ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې طالبانو د دوحې په وروستیو مذاکراتو کې له امریکا څخه په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړیدو لپاره ۴ میاشتې مهلت غوښتی دی.

د راپور له مخې، طالب لوري ژمنه کړې چې دغه طرحه به د ۲۰۲۲ تر مارچ میاشتې بشپړه او له امریکایي او نورو لوریو سره شریکه کړي.

 سرچینو دا هم ویلي، دا احتمال هم شته چې طالبان به دې ډول ژمنو سره افغانان او نړۍ وغولوي، څو پر واک د منګولو ټینګولو فرصت پيدا کړي.

  د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوي په دوحه کې د ټام ویست په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره مفصلې خبرې کړې وې. دوی همداراز د اروپايي اتحادیې له پلاوي سره هم خبرې وکړې.

امریکایي چارواکو د هندي رسنۍ د دغه راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب