شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د پاکستان لپاره دین مهم نه دی، نظام یې تپل شوی...

مجاهد: د پاکستان لپاره دین مهم نه دی، نظام یې تپل شوی دی

تاند (شنبه/ د قوس ۲۰مه) – د افغان طالبانو د کلتور وزارت مرستیال او مشر ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې په پاکستان کې حاکم نظام په بې دینۍ ولاړ دی.

ښاغلي مجاهد د ازادې اروپا ازادي راډېو سره په یوه مرکه کې وویل چې د پاکستان حاکم نظام په هغه هېواد باندې تپل شوی او شرعي حیثیت نه لري.

مجاهد وویل،‌ «د پاکستان سیاسي اډانه او چوکاټ د اسلامي نظام نمایندګي نه کوي، لکه څنګه چې د هغه ملک، هېواد دیني مصادر کوم حکم کوي هغه رقم د هغوی نظام نه دی،»

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه، «هلته خو تپل دي، هلته خو حاکمیت د داسې یو چا په لاس ورغلی لکه شل کاله یې چې زمونږ سرنوشت په لاس کې وو، هغوی ته دین مهم نه دی، هغوی ته دا مهمه ده چې صرف مادي ارتقا وکړي، دا ورته مهمه ده.»

د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) یوه مشر وړمه ورځ د پاکستان حکومت سره د خپل یو میاشتني اوربند د پای ته رسولو د اعلان پر وخت وویل چې ډله یې د افغان طالبانو یوه څانګه ده او هدف یې دا دی چې په پاکستان کې اسلامي نظام حاکم کړي.‌

د افغان طالبانو ویاند دا خبرې په داسې حال کې کوي چې ویل کیږي په افغانستان کې د روان کال د زمري په میاشت کې د جمهوري نظام له سقوط راهیسې د نوي حکومت نژدې ټولې چارې او ګومارنې په کابل کې د پاکستان د سفیر منصور احمد خان په لارښوونه ترسره کیږي او هر وخت یې چې خوښه شي له کوم دیپلوماتیک پروتوکول پرته هرې ادارې ته ځي او له مشرانو سره یې عکسونه اخلي.

4 COMMENTS

  1. اسلام عزیز ،اطاعت در معصیت را حرام قرار داده  و  بلا استثثنا قابل تعیم است۰الحمدلله فطرت سلیم زیر بار  دیگران نرفته و مسؤلیت مؤمنانه و جهادی راستین خود را اداءو اعلام میدارد که  ظالمان همسایه سگ دو قیران اند و کاملا ثابت با تجارب تقریبا نیم قرنی می باشد لذا  آزموده را آزمودن خطاست۰

  2. دغه مرتد ددې لپاره سي د بارکزۍ د اند په هکله کوم بانه جوړه کړي همدا خبره وکړه. ولي دغه رذيل دا نه وايي سي ولي د پنجاب سفير ددغه خبيث دفتر ته هم ور روان او ورسره ناست وي ؟ دوۍ ټول غلامان دي په دغو خبرو دوۍ د غلامي ځنځير له غاړي نسي لري کولای. دوۍ داسي اسلام جوړوي يا غواړي سي حتی ۱۴۴۳ کاله د محمدﷺ په وخت کې هم نه وه. دغه جاهل کله د اسلام له تاريخه خبر ده . اولينه ډاکتره د محمد ﷺ په وخت ښځه وه سي د ټپيان به يې درملول. ددوۍ اسلام وحشي او د شرک تر کچي هم وحشي اسلام ده.

  3. کوم دوست را ته داسی وویل:
    ” د شوروی د یرغل په لسیزه کی ډیر افغانان بیچارګان شهیدان او مهاجر سوه.
    پاکستان د ډیرو مهاجرو ټاټوبئ ؤ او اکثره یتیمان او کونډی هلته اوسېدل. د اتیایمی لسیزی په منځیو کی انګریزانو د خواخوږۍ! له مخی د پيښور او بلوچستان څخه څلور پنځه سوه یتیمان بریطانیا ته ولېږل.
    یو لدې یتیمانو څخه همدا ذ. مجاهد ؤ چی په لندن کی لوی سو. د لندن د استخباراتو په څانګه کی وروزل سو خو لږ غوندی یاغی او سږمې ئې ددې او هغه کازینو او ډیسکو د بوی سره آشنا سوې ، سره لدې د استخباراتی دستګاه یو تکړه شاګرد ؤ او د پښتنی دریمی سقاوی د سناریو د پلی کولو لپاره یو مناسب کس ؤ ( البته د طالب د لومړۍ دورې یا دوهمی سقاوی اکثره شاګردان چندان لایق نه وه) .
    انګریزانو زبیهولا مجائِد تر تشخیص وروسته د لاهور د استخباراتو سره سهیم او شریک کړ البته امریکائی استخباراتو هم د مجائید په روزنه کی برخه اخیستې وه ” .
    که څه هم زه د خپل دوست د پورته څرګندونی د صِدق او کِذب په هکله قضاوت نکوم خو ځینی نخښی د انکار وړ نه دی څو ثابته کړی چی زبیهولا مجائید د غربی استخباراتو په مرکزونو کی روزل سوئ یو ماهر او تکړه کس دئ.
    د مجائید انګلیسی ژبه په بشپړه توګه زده ده خو د سوءظن او بدګومانۍ د لیری کولو پخاطر په انګلیسی ژبه نه ږغیږی او پښتو او فارسی ژبه ئې د کوڅې او بازار او ښوونځۍ ژبه نه ده بلکه په ځانګړې استخباراتی مدرسه او مکتب کی ئې د دواړو ژبو د مهارت او تبلیغاتی بیان زده کړی کړیدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب