جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا افغانستان ته د شخصي پیسو د حوالې اجازه ورکړه

امریکا افغانستان ته د شخصي پیسو د حوالې اجازه ورکړه

تاند:( شنبه ، د قوس شلمه)‏‏‏ ‏د امریکا مالیې وزارت په یوه تازه ګام کې له دغه هېواد څخه افغانستان ته د شخصي پیسو د حوالې اجازه ورکړه.

د دې پریکړې له مخې، هغه کسان چې یادې پیسې حواله کوي، د امریکا له مالي بندیزونو څخه به خوندي وي.

 ویل شوي، چې د دغه جواز له مخې ټولو افغانانو ته په شخصي ډول پیسې حواله کیدای شي.

 له دې سره، له شخصي او غیر سوداګریزو پیسو پرته افغانستان ته له امریکا څخه نورې پیسې حواله کیدل منع ګرځول شوي.

 دا په داسې حال کې ده، چې وسټرن یونین او مني ګرام نړیوالو مالي څانګو هم په افغانستان کې بیرته خپل فعالیت پيل کړی.

په افغانستان کې چې ۲۴ میلیونه خلک سخت فقر ځپلي او میلیونونه نور وزګار شوي او په بد اقتصادي وضعیت کې دي، تر ډېره یې د خلکو سترګې د خپلو بهر مېشتو خپلوانو او دوستانو مالي مرستو ته دي.

دلته څلورمه میاشت ده، چې دولتي کارکوونکو ته د طالبانو لخوا په نویو نورمونو خورا کم شوي معاشونه هم نه دي ورکړل شوي.

له دې سره، د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې لوړیدو د کم شویو خوراکي توکیو بیې لوړې کړي، سخت ژمی په پیلیدو دی او نړۍ اندیښمنه ده، چې په افغانستان کې به میلیونونه کسان د دغه وضعیت له کبله قربانیان او تلف شي.

طالبانو د دغه وضعیت لپاره د خاصو تدابیرو خبر نه دی ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب