شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد ملي دفاع وزارت د هلمند په جګړو کې د امریکايي الوتکو...

د ملي دفاع وزارت د هلمند په جګړو کې د امریکايي الوتکو بمبارۍ رد کړې

تاند (پنجشنبه د ثور ۱۶) د افغانستان د ملي دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ویل کېږي د هلمند په روانو جګړو کې امریکايي الوتکو بمباري کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکایي پوځ یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ویلي چې دوی په وروستیو ورځو کې د افغان پوځ په ملاتړ په لښکرګاه ښار کې پر طالبانو ګڼ هوايي بریدونه کړي دي.

سرچینه دغه راز زیاته کړې چې امریکا له افغانستانه وتلو سره هممهاله د اړتیا په صورت کې د افغان پوځ په ملاتړ بریدونو ته ادامه ورکوي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان ویلي چې اوس سل په سلو کې ټول پوځي عملیات افغان ځواکونه کوي او له خپلې خاورې او خلکو د ساتنې وړتیا لري.

ورته مهال د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطا الله افغان هم په دې ولایت کې د امریکايي الوتکو بمباري رد کړې او ویلي یې دي چې امریکایي الوتکو د هلمند په جګړو کې هېڅ برخه نه ده اخېستې.

په هلمند کې له څلورو ورځو راهیسې جګړې سختې شوي دي چې په زرګونو کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوي دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې، تر زرو ډېرو کورنیو د لښکرګاه ښار په شاوخوا کې خپل کورونه پرې اېښې او له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

خو افغان چارواکي بیا وايي چې د طالبانو بریدونه یې په شا تمبولي او ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې چې لا هم په دغه ولایت کې د وسله والو پر ضد عملیاتو دوام لري او لسګونه طالب وسله وال یې وژلي او تپیان کړي.

د دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې نن پنجشنبه/ د ثور ۱۶/ خپره شوې په کې راغلي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند مرکز لښکرګاه د بشران او بولان اړوند سیمو کې عملیات وکړل چې په پایله کې یې ۲۴ طالبان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

خبرپاڼه زیاتوي، «تېره ورځ یاد ولایت نهر سراج ولسوالۍ او ۶۰۱ نمبر اوږدې لارې اړوند سیمې کې دفاعي امنیتي ځواکونو د طالبانو تجمع په نښه کړه، چې په پایله کې ۱۹ ترهګر ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.»

طالبانو تر اوسه د دې څرګندونو په تړاو کوم څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب