شنبه, مې 18, 2024
Homeروغتیاد ښه صحت درلودو لپاره دا لارښوونې تعقیب کړئ

د ښه صحت درلودو لپاره دا لارښوونې تعقیب کړئ

تاند  –   یوه اصطلاح ده چې روغ صحت نیمه پاچاهي ده، دا خبر پر ځای ده او ان ویلای شو چې روغه سټه یا روغ بدن او ښه صحت د ټولې دنیا پاچاهي ده.

خو د دې ترڅنګ باید موږ او تاسو د ښه صحت د درلودلو په موخه لږ تر لږه ځینې طبي لارښوونې هم په نظر کې ونیسو تر څو د ښه صحت څښتنان و اوسو.

طبي ماهرین وایي، که غواړئ روغه سټه ولرئ، نو د شپې له خوا سپک خواړه وخورئ او سهارنۍ ته مو ارزښت ورکړئ؛ ځکه په دې سره ستاسو د بدن دفاعي سیستم غښتلی کیږي او له ډېرو تکلیفونو به په امان یاست.

د دوی په وینا هڅه وکړئ چې په غذایي وختونو کې ډېر زیات خوراک ونه کړئ، تر څنګ یې په بېړې سره غذا مه خورئ او خواړه ښه وژویئ.

د ماهرینو د لارښوونو له مخې، خپل غاښونه په ورځ کې یوځل حتمي مسواک او یا هم بورس کړئ؛ غوره ده چې له ویده کېدو مخکې دا چاره ترسره کړئ.

دوی زیاتوي که غواړئ د بدن له سستوالي او ناراحتي څخه د را پیدا کېدوونکو تکلیفونو په امان اوسئ نو فزیکي فعالیتونه تر سره کړئ او یا هم پیاده تګ وکړئ.

دوی دغه راز وایي، که لیوال یاست چې د ګردو له تکلیف څخه لرې پاتې شئ نو هر سهار دوې پیالې  تړمې اوبه وڅښئ؛ ځکه وایي دا چاره به مو ګردې لکه ښېښه پاکې وساتي.

زموږ او ستاسو په ټولنه کې د جګړو، نا امنیو او ځېنې نورو ناوړه دودونو له کبله ډیری خلک د ذهني فشار سره مخ وي او د ژر احساساتي کېدو ترڅنګ خپله غصه نه شي کنټرولولې خو ماهرین وایي، که د ژر غوصه کېدو ستونزه لری، هڅه وکړئ چې خپل ارامښت مو وساتئ او بښنه وکړئ.

بدبختانه باید ووایو چې په افغاني ټولنه کې د نشه یې توکو استعمال هم ډېر دی او ګڼ ځوانان مو پرې روږدي دي خو پوهان وایي، دا چاره مو له ژوند سره دښمني ده، که غواړئ ځان تر ټولو ژر مرګ ته ورسوئ نو نشه یې توکي استعمال کړئ.

همدا رنګه موږ او تاسې ټول چای ډېر څکو؛ مګر ماهرین د چایو ډېر استعمال بې ګټې بولي او وایي کافي ده چې په ورځ کې دوه ځلې چای وڅښئ (نه له هغه زیات).

خو دوی دا هم وایي د دې لپاره چې چای مو خپل کیفیت نه وي بایللی، نو  د موسم اړوند ترش لیمو او یا زعفران، یا د زعفرانو مخلوط ور اضافه کړئ چې د ښې ذایقې ترڅنګ ګټه هم لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب