پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان خپل هیواد ته د ستنېدونکو افغانانو مخه نه نیسي

پاکستان خپل هیواد ته د ستنېدونکو افغانانو مخه نه نیسي

تاند (پنجشنبه د ثور ۱۶) پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د چهارشنبې له مازدېګره یې د کورونا وبا د خپرېدو له امله ټولې د تګ راتګ لارې تړلي دي.

د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د راتلونکو دوو اونیو لپاره دغه لارې د هغو کسانو پر مخ وتړي چې له افغانستانه پاکستان ته ځي.

بله خوا رسنۍ وایي لارې د ستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ خلاصې دي او کولی شي افغانستان ته لاړ شي.

پاکستان خپلو خلکو ته هم له افغانستانه د بېرته ورتګ اجازه هغه وخت ورکوي چې د کورونا منفي ټېست ورسره وي او که یې ټېسټ مثبت وي باید دوه اوونۍ قرنطین شي.

همدا راز سوداګریز توکي هم په دې بندیز کې نه دي شامل او سوداګریز کاروانونه تګ راتګ ګولی شي.

پاکستان وروسته له هغه دا پرېکړه کړې چې تازه په یاد هېواد کې د کورونا درېیمه څپه پيل شوې ده او هره ورځ پاکستاني وګړو ته تلفات اړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب