پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeداسې هم شتهد لومړي ځل لپاره هم قاتیدونکې او هم غځیدونکې تچ موبایل معرفي...

د لومړي ځل لپاره هم قاتیدونکې او هم غځیدونکې تچ موبایل معرفي شو

تاند  –  د تلویزیونونو تولیدونکې پېژندل شوې کمپنۍ، ټي سي اېل، د نړۍ لومړنۍ هم قاتېدونکې او هم غځېدونکې مخ‌پاڼه لرونکی (ټچ) ځیرک موبایل معرفي کړ.

د معلوماتو له مخې، دغه ځیرک موبایل ازمایښتي پړاو کې دی او فولډ اېنډ رول نومول شوی دی.

د دغه ځیرک موبایل مخ‌پاڼه داسې جوړه شوې چې د اړتیا پر مهال قاتېږي او کله چې کاروونکي وغواړي چې تر دې هم ستره مخ‌پاڼه ولري نو دغه مخ‌پاڼه نور هم غځېږي.

د یادې کمپني مسوولانو ویلو چې د دې ځیرک موبایل قات شوی حالت کې ۶٫۸۷ انچه ستره مخ‌پاڼه لري او کله چې پرانیستل شي نو په یوه ۸٫۸۵ انچه مخ‌پاڼه لرونکې فبلېټ بدلېږي.

دوی زیاتوي چې که کاروونکي وغواړي چې تر دې هم ستره مخ‌پاڼه ولري، نو د دغه ځیرک موبایل مخ‌پاڼه د ځانګړې ټکنالوژي په مرسته نور هم غځېږي او په دې ډول په ۱۰ انچه ستره مخ‌پاڼه لرونکې ټبلېټ بدلېږي.

د معلوماتو له مخې، ټي سي اېل کمپني له څو کلونو راهیسې ځینې دغه ډول ازمایښتي ځیرک موبایلونه معرفي کوي چې موخه يي یوازې د دغې کمپني وړتیاوې ثابتول دي او بازار ته خرڅلاو ته نه وړاندې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې سامسنګ کمپني هم غځېدونکې مخ‌پاڼه لرونکې ځیرک موبایل باندې کار پیل کړی خو د معلوماتو پر بنسټ د سامسنګ کمپني دغه ځیرک موبایل به یوازې غځېدونکې مخ‌پاڼه ولري او د قاتېدو وړتیا به ونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب