دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د بشر د راتلونکې تاریخ (۱۲) | لیکوال: نوح هیراري

د بشر د راتلونکې تاریخ (۱۲) | لیکوال: نوح هیراري

هومیودیوس

د کتاب نوم: هومیو دیوس (د بشریت راتلونکی لنډ تاریخ)

لیکوال: یوال نوح هیراری

ژباړه: ډاکټر محمد عیسی ستانکزی

دولسمه برخه

د مانا او مفهوم شبکه

خلک باوري دي چې د «د خیالي احکامو او قوانینو» نظر او ایډیا د درک وړ نه ده ځکه چې د دوي په باور یوازې دوه ډوله واقعیتونه شته. یو عیني«Objective» او بل ذهني «Subjektiv». په عیني واقعیتونه کې دې ته له پامه پرته چې موږ څه احساس او باور لرو  یو شمېر شیان شته. د جاذبې قدرت د عیني واقیعیت یو ښه مثال دی. د جاذبې قوت له نیوټن مخکې هم موجود ؤ او پر خلکو ېې هغه وخت هم دغسې اغیز درلود چې اوس ېې پرې لري.

ذهني واقعیتونه برعکس په دې پورې اړه پيدا کوي چې موږ څه ډول باور او احساس لرو. د مثال په توګه تصور وکړئ زه سخت سر درد لرم او ډاکټر ته ورځم. هغه مې په ځیرتیا سره معاینه کوي خو هیڅ هم نه مومي. نو ډاکټر مې لیږي چې د وینې، ادرار، ډي این اې، معاینې، ایکسرې، د زړه ګراف، او ایف ایم . ار . اي او یو لړ نور معاینات وکړم. کله چې د معایناتو نتیجه راشی نو ډاکټر راته ووايي چې هرڅه سم دي او کور ته تللی شم. خو زه لا هم  سردرد لرم که څه هم ټول عیني معاینات سم دي او له ما پرته بل هیڅوک په درد نه پوهېږي خو سر درد زما لپاره سل په سلو کې یو واقیعیت دی.

زیاتره دا ګمان لري چې واقیعیتونه یاعیني دي او یا ذهني او وايي دریمه لاره نه شته. کله چې دوي ډاډه شي چې یو شی د دوي ذهني تجربه نه ده او د دوي احساس نه دی نو نتیجه اخلي چې دا باید عیني او حقیقي وي. که  ډیر کسان پر خداي باور لري، که پیسې نړۍ چلوي، او که نشنلیزم د جګړو سبب کیږي او امپراتورۍ ترې جوړیږي دغه ټول شیان زما د ذهن تجربې نه دي نو خداي، پیسې او نیشنلزم باید عیني واقعیتونه دي؟! خو ایا دا عیني واقعیتونه دي؟

خو د واقعیت یو دریم اړخ هم شته او دا یو ګډ یا مشترک « inter-subjective» اړخ دی. (یو subjectivity بل، objectivity او دریم inter-subjective یا د دواړو له منځه.«منځوي واقعیت» ژباړن).

د واقعیت منځنی اړخ د انسانانو د لویو پرګنو ترمنځ د اړیکو اساس او بنسټ جوړوي او د یوه فرد له درک او احساس سره تړاو نه لري. د تاریخ ډیر مهم وسایل او ماناوې منځوي حقیقتونه دي. د مثال په توګه پیسې یو عیني واقعیت نه دی. تاسو د یو ډالرو نوټ اغوستلی نه شئ او نه ېې خوړلی شئ خو کله چې میلیونونو کسانو د پیسو ارزښت درک کړ او باور ېې پرې وکړ نو تاسو هم پرې کالي، ډوډۍ او څښاک اخیستلی شئ. کله چې یو یا ډوډۍ پخوونکی پر یو ډالري خپل باور له لاسه ورکړي او په دغه شنه بخونه لوټ پر ما ډوډۍ خرڅه نه کړي، نو ډیره مهمه خبره هم نه ده ځکه چې څو کوڅې وړاندې بل دوکان ته تللی شم. خو که د بل دوکان خاوند هم دغه لوټ نا چله وبولي او د بازار نور دوکانونه ېې هم نا چله وبولي نو دغه د ډالرو لوټ خپل ارزښت له لاسه ورکوي. دغه شین بخونه لوټ به موجود وي خو هیڅ ارزښت به نه لري.

کله نا کله  او د تاریخ په اوږدو کې دغسې کیسې رامنځته شوې دي: د ۱۹۸۵ کال د نومبر په دریمه په میانمار کې حکومت ناببره د پنځه ویشت، پنځوس او سل کیاتي نوټونه نا چله اعلان کړل او خلکو ته هم وخت ورنه کړل شو چې دغه پیسې بدلې کړي. په یوه شېبه کې پيسې له سیسټمه ووتلې او په ناچله پيسو بدلې شوې. د دغو ناچلو پیسو په بدل کې حکومت نوي ۷۵ کیاتي نوټونه بازار ته را وایستل یوازې د دې لپاره چې د میانمار د دیکتاتور جنرال «نی وین» د ۷۵  کلنۍ مبارکي ورکړي نو ۷۵ کیاتي لوټونه ورته مناسب وو.

 د ۱۹۸۶ کال په اګست کې د ۱۵ او ۳۵ کیاتي لوټونه چاپ شول. اوازې وايي دغه کار یوازې د دې لپاره وشو چې دیکتاتور د شمېرو په قُدسیت یا سپیڅلتیا باور درلود او ۱۵ او ۳۵ عددونه ېې د نیکمرغۍ عددونه بلل  خو د دغه دیکتاتور د رعیت لپاره دا د نیکمرغۍ عددونه نه وو. د ۱۹۸۷ کال د سپټمبر په پنځمه نا ببره حکومت پریکړه وکړه چې د ۳۵ او ۷۵ کیاتي لوټونو نور نا چله دي او پیسې نه شمېرل کیږي.

دا یوازې پيسې نه دي چې کله خلک پرې باور له لاسه ورکړي نو ناببره بې ارزښته شي. همدغه کار د قوانینو، خدایانو، او حتي امپراتوریو په تړاو هم کیداي شي. په یوه شېبه کې ممکن هغه کسان چې نړۍ ته نظم ورکوي نسکوره شي او له ډګره ووځي. یو وخت د مډیترانې شاوخوا «زیوس» او «هیرا» د قدرت مهم فکټورونه وو خو نن سبا هیڅ ارزښت او حاکمیت نه لري ځکه چې خلکو پرې عقیده له لاسه ورکړه. پخواني شوروي یو وخت کولی شول ټول بشریت نابود کړي خو دغه زبر ځواک د قلم د څوکې په یوه حرکت سره نسکور شو. د ۱۹۹۱ کال د دیسمبر په اتمه د غرمې دوه بجې د سپینې روسیې، اکراین، او بلغاریا مشرانو د ویسکولي په یوه ویلاي کور کې د مینسک تړون لاسلیک کړ. د مینسک تړون وايي: «موږ د بلاروس متحد جمهوریت، سپینې روسیې او اکراین مشرانو چې په ۱۹۹۲ کال کې دغه تړون لاسلیک کړ اعلان کوو چې نور«شوروي اتحاد» د نړیوالو حقوقو په اساس او د یوه جغرافیايي واقعیت په توګه شتون نه لري» ۲۶ ټوله کیسه همدا وه او نور شوروي شتون نه درلود.

دا خبره ډېره اسانه ده چې ومنو پیسې نه ذهني او نه عیني بلکه یو منځوی حقیقت دی. ډیر کسان پر دې خوشاله دي چې د یونان پخواني خدایان، وحشي امپراتورۍ او نا اشنا کلتورونه ختم شول او اوس یوازې زموږ په خیالونو کې شتون لري خو هیڅوک دا نه مني چې زما ملت، زما خداي او زما ارزښتونه ټول یو خیال او تصور دی ځکه دا هغه شیان دي چې زما ژوند ته مانا ورکوي. موږ غواړو چې ژوند مو عیني مانا هم ولري او دا چې قربانۍ ورکوو مانا ېې دا ده چې زموږ تاریخ زموږ په ذهنونو کې له تصوراتو او خیالاتو وراخوا عیني مانا لري. حقیقت دا دی چې د اکثرو انسانانو  ژوند د کیسو او تاریخونو په یو چینل کې مانا پیدا کوي چې یو بل ته ېې بیانوي.

 مانا او مفهوم هغه وخت رامنځته شي چې یو شمېر انسانان د تاریخ په یوه چینل یا شبکه کې یوځاي شي. ولې زه په دې خیال یم چې خاصې ورځې او خاص اقدامات لکه په کلیسا کې واده کول، په روژې میاشته کې روژه نیول، او یا په انتخاباتو کې ګډون کول له مانا او مفهومه ډک دي او زما ژوند ته مانا ورکوي؟ دا ځکه چې پلار او مور مې، وروڼو مې، ګاونډي، او هیوادوالو او حتي د پردي هیواد خلکو هم دا تصور درلود چې دا ارزښتمن او له مانا او مفهومه ډک کارونه دي. خو ولې دغه ټول کسان دا ګمان او تصور لري چې دا کارونه مانا او مفهوم لري؟ دا ځکه چې د دغو کسانو میندو، پلرونو او وروڼو خویندو هم همدغه تصور درلود. انسانان په دوامداره توګه د یو بل عقیدې او تصورات پیاوړي کوي او دغه ملاتړ په یوې لایتناهي کړۍ کې دوام  پيدا کوي. هر ځل  په یوه نوي پړاو کې چې کله یو مفهوم او عقیده د خلکو له لوري تائید شوه او ټولو ومنله نو ته به ېې هم په هر ډول چې وي عقیده پرې پیدا کوې. خو له دې سره سره د لسیزو او پیړیو په تیریدا سره دغه عقیدې او د مانا او مفهوم چینلونه رانړیږي او نوې عقیدې او باورونه ېې ځاي نیسي. موږ ګورو او تاریخ هم شاهد دی چې ډیرې دغسې عقیدې نړیدلي دي. او دا څرګنده خبره ده چې په یو وخت کې ځینې شیان د خلکو په ژوند کې ډیر مهم او ارزښتمن وو او ژوند ته ېې مانا ورکوله خو داسې وخت راغلی دی چې همدغه ارزښت او د مانا او مفهوم چینل او نیټورک نړیدلی او د دغه شي ارزښت صفر ته راټیټ شوی دی.

۱۹- د مینسک د تړون لاسلیک، قلم او کاغذ او یو چوف، شوروي نور نه شته، ۲۷

په ۱۱۸۷ میلادي کال کې صلاح الدین د هاتین په جګړه کې صلیبیانو ته ماته ورکړه او بیت القمدس (یوراشلیم) ېې ونیو. پاپ په ځواب کې دریم صلیبي پوځ ورواستاوه چې صلاح الدین له دغه سپیڅلي ښاره وباسي. تصور وکړه یو کس چې جان نومیږي او د بریټانیا خانزاده دی خپل کور کلی پریږدي چې له دغه لښکر سره یو ځاي او له صلاح الدین سره وجنګیږي. جان عقیده درلوده چې د ده دغه کار ډیر ارزښت لري او یو عیني واقیعیت دی. هغه فکر کاوه چې که په جنګ کې مړ شو نو اروا به ېې پورته اسمانونو ته وخیژي او په جنت کې به تلپاتې خوشالي ور په برخه وي . که هغه په دې پوه واي چې د صلیبیانو جنتونه او اسمانونه  یوازې خیالي کیسې دي چې انسانانو په خپله جوړې کړي دي ښايي ویرې او ترهې پسې اخیستی واي. جان له زړه په دې کلکه عقیده درلوده چې که سپېڅلې خاورې ته و رسیږي او هلته ېې یو بریتور مسلمان جنګیالی پر سر په تبر ووهي لومړی به یو سخت درد احساس کړي، پر سترګو به ېې توره شپه شي، پښې به ېې ورپسې مړې شي او په یوه شیبه کې به هرڅه تور تیاره شي، خو شیبه وروسته به ترې د رڼا هلال راتاوو وي، د پرښتو اوازونه به د چنګ له خوندورې موسیقۍ سره اوري،او له يوې پرتمینې طلايي دروازې  سره به ورته ځلانده وزرلروونکي (Cherub) لاسونه ښوروي. او هرکلی به ېې کوي. «Cherub په مسیحیت او یهودیت کې مخصوصې پرښتې دي. ژباړن». جان په ټولو دغو شیانو کلک ایمان او باور درلود ځکه چې هغه د مانا او ارزښتونو په یوه مذبوت نیټورک یا چینل کې راګیر ؤ. د ماشومتوب له وخته ېې د خپل نیکه زنګ وهلې توره ورپه زړه وه چې د ماڼۍ په لوي هال کې ځوړنده وه. هغه په دویم صلیبی جنګ کې د خپل نیکه هینري د شهادت کیسې اوریدلې وې. نیکه ېې اوس په جنت کې له پرښتو سره دی او له اسمانونو جان او ټولې کورنۍ ته ګوري. کله چې به شاعران او نکل ویوونکي ماڼۍ ته راغلل په سپېڅلې خاوره«بیت المقدس» کې ېې د صلیبي جنګیالیو د زړورتیا کیسې کولې. کله چې به جان په کلیسا کې ؤ نو پرشیشو کښل شویو انځورونه ېې ډیر خوښیدل. په یوه انځور کې ګاډفري بویلن «د صلیبي جنګونو یو مشر» لیدل کیده چې یو مسلمان جنګیالی په ډیرې غوصې پر ځمکه راکاږي. پر یوې بلې تابلو د کنهګارو تصویر لیدل کیږي چې د دوزخ په لمبو کې سوځي. جان به په ډیرې لیوالتیا د ځايي پادري خبرې اوریدې چې تر ټولو پوه سړی ورښکاریده. کابو هره یکشنبه به پادري په خوندورو ټوکو او حرکاتو سره همدا خبره کوله چې له کاتولیکې کلیسا پرته انسان نه شي ژغورل کیداي او په روم کې مقدس پاپ زموږ سپیڅلی پلار دی او باید چې تل ېې پیروي وکړو. که چېرته موږ غلا وکړو او یا څوک ووژنو نو خداي به مو دوزخ ته ولیږي خو که موږ بې دینه مسلمان ووژنو نو خداي به مو په جېنت کې هرکلی کوي.

جان به اتلس کلنۍ ته نیژدې ؤ چې یوه ورځ پر اس سپور سپاهي د ماڼۍ مخې ته راغی او په نیولې ساه ېې ورته وویل:

صلاح الدین په هاتین کې صلیبي لښکرو ته ماتې ورکړې، یوارشلیم ېې ترې نیولی. پاپ نوی فرمان ورکړی چې نوی صلیبي لښکر دې جوړ شي او وعده ېې ورکړې چې که هرڅوک په دغه جنګ کې مړه شي نو تلپاتې جنت به ېې په برخه شي.خلکو یو بل ته هک حیران وکتل خو جان په نوراني څیرې راولاړ شو او ویې ویل: زه له دغو کافرانو سره جنګیږم او دغه سپیڅلی ټاټوبی به بیرته ازادوم.

ټول خلک غلي وو، له سترګو ېې څو څاڅکي اوښکې تويې شوې خو شیبه وروسته ټول موسکي شول. مور ېې اوښکې پاکې کړې او جان ته ېې کلکه غیږ ورکړه او ورته ېې وویل چې مور پرې ویاړي. پلار په ملا ټپ ورکړ او ورته ېې وویل: زویه که زه ستا په شان ځوان واي نو یوه شیبه به هم نه واي پاتې زه هم ترسره تللم. اوس د ټولې کورنۍ عزت ستا په لاسونو کې دی، زه ډاډه یم چې موږ به نه شرموې.

دوو ملګرو ېې هم ورته وویل چې دوي هم ورسره ځي، حتي د جان یوه قسم خوړلی دښمن چې د سین په هابلې غاړې کې یو اشراف زاده ؤ د جان لیدو ته راغی او د بریالیتوب هیله ېې ورته وکړه.

کله چې جان له ماڼۍ روانیده د کلي خلک له کورونو راوتل او د لاسونو په ښورولو سره ېې بدرګه کاوه او د کلي ټولو ښکلیو نجونو د صلیبي جګړې دغه زړه ور سرتیري ته په حسرت سره کتل چې له کافرانو سره جنګ ته روان دی. هغه له انګلستانه په سمندري لارو له بېلابېلو هیوادونو تیر شو. نورماندې، ولایت ته ورسید او بیا له سیسیلیا او پرویشیا تیر شو او له یو شمېر نورو بهرنیو سپاهیانو سره یوځای شو چې ټول په یوه هدف پسې روان وو. کله چې دوي بیت المقدس ته ورسیدل. کله چې د صلاح الدین له لښکرو سره په جګړکې ښکیل شول نو جان پوه شو چې د صلاح الدین لښکرو هم دین او مذهب درلود. له دې امله جان حیرانه پاتې شو. کله چې سپاهیانو ولیدل چې دا مسلمانان او دوي د خداي ارادې ته تسلیم دي نو شکمن غوندې شول. خو سپاهیانو اساسي اصول منلي وو چې که دوي د خداي او د یوراشلیم لپاره وجنګیږي او شهیدان شي نو نیغ به جنت ته ځي.

په دې ډول د منځنیو پیړیو تمدن تار په تار د مانا او ارزښتونو شبکه یا چینل جوړ کړ او د جان په شان د هغه وخت خلک ېې پکې د مرغانو په شان بندیوان کړل. د جان لپاره دا د منلو نه وه چې دغه ټوله کیسه او داستان دې خیالي وي. کیداي شي مور، پلار او ترونو ېې تېروتنه کړي وي خو دا امکان نه لري چې شاعرانو او نکل کوونکو، د هغه ملګرو، د کلي نجونو، متفکر پادري، د سین د پورې غاړې خانزاده، د روم پاپ، او د سیسلیا او پرویشیا سپاهیانو او حتي مسلمانانو تېروتنه کړي او او دا هرڅه خیالي داستان وبولي؟

کلونه واوښتل تاریخ پوهانو ولیدل چې د ارزښتونو او ماناوو دغه شبکه او چینل څنګه ونړید او یوې نوې شبکې او نویو ارزښتونو ېې ځاي ونیو. د جان مور او پلار مړه شول، ملګري ېې هم له دې نړۍ کډه وکړه. نور نو شاعران او کیسه ویوونکي د صلیبي جګړو په هکله څه نه وايي. دوي اوس د نوي سبک پيروي کوي او په تیاترونو کې د مینې او ناکامۍ کیسې کوي. د کورنۍ ماڼۍ ټوله سوځي او چې کله بیا جوړیږي بیا نو د نیکه هینري د تورې نښې پکې نه شو موندلی. د کلیسا شیشه ای انځورونه ټول ماتیږي او له منځه ځي او په نویو انځورونو کې بیا نود بولیون د  ګاډفري اوپه دوزخ کې د ګنهکارو د سوځیدا تابلو ګانې پکې نه شته په ځاي ېې پر فرانسې د بریټانیا د باچاه د سترې کامیابۍ تابلوګانې لګول شوي دي. د ځايي کلیسا پادري نور د روم پاپ «زموږ سپیڅلی» پلار نه بولي. اوس هغه په روم کې یو شیطان بلل کیږي. د پوهنتون محصلین د پخوانی یونان په پخوانیو ډبرلیکونو پرلتۍ وهلي دي او یا پر مړیو څېړنې کوي او تر تړلیو دروازو شاته سره پسخیږي چې ښايي روح بیخي شتون  ونه لري.

کلونه تیریږي، د ماڼۍ په ځاي اوس یو لوي شاپنګ سنټر جوړ شوی دی او په سینماګانو کې د (Monty Python and the Holy Grail) فلم د لومړي لپاره ښودل کیږي.

پادري زړه تنګی دی ځکه چې کلیسا بیخي تشه ده او که دوه تنه چاپاني توریستان کلیسا ته ننوځي نو دا د خوشالۍ ورځ وي. هغه په کلیسا کې د شیشه ای تابلوګانو په هکله توضیحات ورکوي او چاپانیان بې له دې چې په کوم څه پوه شي سر ورته ښوروي او سر ورته د تائید په توګه ښکته پورت کوي. بهر په زینو کې یو شمېر تنکي ځلمیان ناست او په خپلو ټیلېفونونو کې بوخت دي. دوي د جان لینن د (Imagine) سندرې نوې ریکارډ شوې بڼه اوري. جان لنن په سندره کې وايي:

تصور وکړه چې دوزخ نه شته «Imagine there’s no heaven,»، دا اسانه ده که هڅه وکړې «It’s easy if you try». د ښاروالۍ یو پاکستانی کارګر لاره پاکوي او له راډیو خبرونه اوریدل کیږي چې  په سوریه کې لا هم د وینې ویالې روانې دي او د ملګرو ملتو د امنیت شورا غونډه له نتیجې پرته پاي ته ورسیده. که نا څاپه د زمان یوه دریڅه پرانیستل شي اود یوه ځلمکي په څیره کې د نور مرموزه رڼا لیدل کیږي چې وايي:

زه باید له دغو کافرانو سره وجنګیږم او دا سپېڅلې خاوره ازاده کړم.

ښايي ډیر کسان ووايي کفر او سپیڅلی ټاټوبي څه شی دي ؟ نن سبا د انګلستان ډېرو خلکو ته دغه کلمې نااشنا او بې مانا ښکاري. حتي ښايي د کلیسا پادري فکر وکړي چې دغه ځلمکی په رواني ناروغۍ اخته شوی.

خو که برعکس یو بریټانوی ځلمکی په دې فکر کې شي چې د بښنې له نړیوالې موسسې سره د مرستې لپاره خپل نوم ولیکي او بیا سورېې ته ولاړ شي او هلته د مهاجرو د بشري حقوقو لپاره کار وکړي نو هغه ته به د یو اتل په سترګه وکتل شي. خو په منځنیو پیړیو کې به خلکو فکر کاوه دغه هلک لیونی شوی دی. په ۱۱۰۰ میلادي کلونو کې په بریټانیا کې هیڅوک نه پوهیدل بشري حقوق څه دي.

په دغسې یو ځاي او زمانه کې به څوک پيدا شي چې له بریټانیا منځني ختیځ ته ولاړ شي او هلته له مسلمانانو سره د جنګ په ځاي د سورېې له مسلمانو مهاجرو مرسته وکړي؟ دغسې یو کس به له عقله خالي وي.

تاریخ دغسې لوبې کوي. خلک په خپله د ارزښتونو او ماناوو یو جال جوړ کړي او بیا د زړه له تله پرې ایمان پيدا کړي. خو ژر یا وروسته به دغه جال شلیږي او کله چې موږ بیرته اوسني وخت ته ګورو نو حیران به پاتې یو چې څنګه خلکو داسې ارزښتونو ته پام کاوه او له سره پرې تیر وو. که تیر وخت ته ستنیږو او تیر تاریخ او د بشر کړنو ته ښه ځیر شو نو دا ټول کارونه راته لیونتوب ښکاري. په صلیبي لښکرو کې د جګړې لپاره روان شه د دې لپاره چې جنت ته ورسیږې. که د ساړه جنګ تاریخ ته هم بیا کتنه وکړو دا تر هغه هم راته لوي لیونتوب ښکاري. څه ډول ممکنه وه چې خلکو دیرش کاله د اتومي وسلو خطره منلې وه چې کمونیستي جنت ته ورسیږي؟ او ښايي په همدې ډول یوه پیړۍ وروسته زموږ د بچیانو لپاره پر دیموکراسۍ او بشري حقوقو باور او عقیده د منلو نه وي.

د خوبونو او خیالونو پېر

هومیو ساپینس یا ځیرک انسان پر نړۍ واک چلوي ځکه چې یوازې دوي دي چې په خپل منځوي (intersubjective) ذهن کې د ارزښتونو او باورونو د شبکو په جوړولو کې له خپلو وړتیاوو مرسته اخلي. دغه نیټورک یا شبکه د قانون، قدرت، واقعیتونو او مکانونو نټورک دی چې یوازې په عمومي او ګډ خیال او ذهن کې شتون لري. دغه شبکه  بل ژوي ته نه بلکه یوازې انسان ته دا وړتیا ورکوي چې صلیبي لښکرې جوړې کړي، سوسیالیستي انقلابونه تر سره کړي او د بشري حقونو خوځښتونه رامنځته کړي.

نور حیوانات هم ځانته پلانونه جوړولی شي. د مثال په توګه یوه پيشکه یو چېرته غلې کښیناستلی شي ترڅو پر یوه موږک ورټوپ کړي. ښايي موږک نه شي کتلی خو پیشو دا تخیل کولی شي چې موږک څه ډول دی او څه خوند لري. تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو پیشوګانې د هغو شیانو تخیل کولی شي چې فزیکي شتون لري لکه د موږک په هکله خیالونه کتلی شي. دغه حیونات د هغه څه خیال او ګمان نه شي کولی چې لیدلی، څکلی او بوي کړی ېې نه وي. یانې یوازې د حواسو په وسیله واقعیتونه بیانوي دغه حیوان د امریکايی ډالر، د ګوګل د کمپنۍ، او یا یورو په هکله هیڅ خیال او فکر نه شي کولی. د خیال او فانټیزي دغسې وړتیا یوازې ځیرک انسان لري. دا په دې مانا دی چې پیشوګانې او نور حیوانات باید ځان په عیني اړخ پورې محدود کړي او د واقعیت د بیان لپاره یوازې د خپلو حواسو له سیستم څخه کار اخلي خو هومیو ساپیینس د واقعیتونو د بیان لپاره  له ژبې هم کار اخلي او په دې ډول بیخي نوي واقعیتونه پنځوي.

 په تیرو اویازره کلونو کې چې هومیو ساپیین کوم منځوي یا (intersubjective) واقعیتونه (د عیني او ذهني ترمنځ مشترک واقعیتونه) رامنځته کړي دي د وخت په تیریدا سره نور هم مذبوت شوي او پر ټولې نړۍ اوس خپل اغیز لري. ایا په یوویشتمه پیړۍ کې به بیزوګانې، فیلان، د امازون باراني ځنګلونه، او د قطب کنګلونه پاتې شي؟ دغه چاره د نړیوال بانک، او اروپايي اتحادیې په شان د جوړښتونو د منځوي ذهنیت په پرېکړو او غوښتنو پورې اړه پیدا کوي. دا هغه جوړښتونه دي چې یوازې زموږ په (intersubjective) یا منځوي تخیلاتو کې شتون لري.

هیڅ حیوان له موږ سره ځان نه شي مقایسه کولی په دې خاطر نه چې هغوي ذهن او روح نه لري بلکه له دې امله چې اړین تخیل او فانټیزي نه لري. زمریان منډې او توپونه وهلی شي، ځان ګرولی او په غاښ کولی شي خو دوي بانکي حساب نه شي پرانیستلی، او یوه دوسیه یا قضیه نه شي تعقیبولی په دې ډول انسان په دښتو کې تر خونړي زمري هم پياوړی دی.

دغه د منځوي واقعیت او تخیلاتو رامنځته کول دي چې انسان ېې له نورو حیواناتو بیل کړی دی همدغه تخیل هیومانیستي یا انساني علوم له بیو ټیکنالوجۍ جلا کوي. تاریخپوهان هڅه کوي د ملتونو او خدایانو په شان د منځوي واقعیتونو په وده او پرمختګ ځان پوه کړي، خو بیولوجي برعکس دغه شیان نه شي تشخیص کولی. ځینې په دې باور دي چې که غواړو د انسان په ټولو رازونو پوه شو باید ټول جېنیټکي کوډونه خلاص کړاي شو او په ماغزو کې د ټولو عصبي حجرو نقشه جوړه او تفسیر کړاي شو.

 که انسان روح نه لري اوکه فکرونه، احساسات، عواطف او تخیلات ټول بیو کیمیکل الګوریتمونه وي نو ولې بیولوجیسټان د انساني ټولنې پر تخیلاتو او ذهنیتونو نه شي پوهیدلی؟ که له دغه اړخه مسلې ته وګورو نو صلیبي جنګونه  د ځمکې لپاره جنګونه وو ځکه چې د تکامل له امله انسان تر فشار لاندې ؤ، او دا چې یو بریټانیاوال خانزاده له خپل کور کلي روانیږي او له صلاح الدین سره جنګیږي بیخي د هغو لیوانو د یوې ډلې د کیسې په شان ده چې د یوې بلې ډلې د سیمې د نیولو هڅه کوي.

له بلې خوا انساني علوم ټینګار کوي چې منځوی واقعیت مهم دی او هغه په ساده شیانو لکه هورمونونو او عصبي حجرو نه شو بیانولی. یو تاریخي تفکر زموږ په خیالي داستانونو کې پر نغښتي واقعي ځواک د تکیې په مانا دی. طبعیي خبره ده چې تاریخپوهان د اقلیم او جنټیکي بدلونونو په شان پر عواملو هم سترګې نه شي پټولی خو هغو کیسو او داستانونو ته ډیر اهمیت ورکول کیږي چې انسانانو رامنځته کړي دي او پر هغو باور او عقیده پیدا کوي. جنوبي او شمالي کوریا له یو بل سره ډیر توپیر لري. دا په دې مانا نه ده چې د پېیونګ یان اوسېدونکي د سیول له اوسېدونکو متفاوت جِېنونه لري او نه هم په دې مانا دی چې شمال غرنی او سوړ او جنوب ګرم دی. دغه توپیر ځکه موجود دی چې شمالي کوریا د بیخي بل ډول خیالونو او ذهنیتونو تر اغیز او واک لاندې دی.

ښايي د عصب پیژندې یا نیوروبیولوجۍ په علم کې له پرمختګ سره په دې بریالي شو چې کمونیزم اوصلیبي جنګونه په بیوکمیکل مرحلو کې تشریح کړو خو لا دغه پرمختګ ته نه یو رسیدلي او ډیره لار ورته پاتې ده. په یوویشتمه پیړۍ کې ممکن د تاریخ او بیولوجۍ ترمنځ سرحدونه له منځه لاړ شي. د دې لپاره نه چې موږ به د تاریخي پیښو لپاره بیولوجیکي توضیحات پيدا کړو بلکه د دې لپاره چې ایډیولوجیکي کیسې او تخیلات به د ډې این اې کوډونه له سره ولیکي اوسیاسي او اقتصادي ګټې به اقلیمي شرایط ټاکي، دغه راز مجازي نړۍ او انټرنټ به د غرونو او سیندونو د جغرفیا ځاي ونیسي.

 کله جې انساني تخیل او ذهنیت په الکټرونیکي او جېنیټیکي کوډونو بدل شي او منځوی واقیعیت یا (intersubjective) واقیعیت، عیني واقعیت تر ستوني تیر کړي په نتیجه کې به بیولوجي او تاریخ یا تخیل سره واغښل شي. له دې کبله په یو ویشتمه پيړۍ کې به خیال او فیکشن ډیر توان او پر نړۍ زیات اغیز ولري.

حتي دغه اغیز به نورو سیارو او د طبیعي انتخاب کیسې ته هم ورسیږي. که موږ غواړو په راتلونکې پوه شو دا به کافي نه وي چې یوازې د ډي این اې کوډونه وسپړو او پرعددونو کنټرول ولرو بلکه باید د تخیل کوډونه هم پیدا او تفسیر کړو ځکه چې تخیل زموږ دنیا ته مانا او مفهوم ورکړی دی.

۲۰- انځورګر: جکسن پولاک چې د خلاقیت په حال کې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب