پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د وردګو کوچنی اختر

د وردګو کوچنی اختر

دویمه برخه

ګل آغا احمدي وردګ

په دې برخه کې به د وردګو د کوچني اختر د شپې، د کوچني اختر د سهار، د مرورو کسانو د پخلاینې د دود، اختریز چای، سرسایې، د ملا صاحب د مېوې، د اختر لمونځ، د کلیوالو د اختر مبارکۍ، د ملا صاحب رخصتول، د ماشومانو عیدي او داسې نورو چارو خبرې و شي. باید یادونه و شي دا چې په وردګو کې تر دې مهاله کوم منظم ښار نه دی اعمار شوی او ښاري ژوند نشته، په دې لیکنه کې د کوچني اختر ټول مراسم د کلیوالي ژوند په بڼه ترسیم شوي دي. دغه مراسم تر ډېره حده له ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د مخه وخت ښيي ځکه چې د افغانستان د سترې غمیزې د پيل کېدو سره سم د هېواد د نورو سیمو په څېر د وردګو په اختریزو مراسمو کې هم ستر بدلونونه راغلي دي. د همدې لړۍ په وروستۍ برخه کې د هغو وردګو د اختر په هکله هم خبرې کېږي چې په ښارونو او ځانګړې توګه کابل ښار کې هستوګنه لري. 

د کوچني اختر شپه

کله چې د کوچني اختر اعلان و شي نو د همدې اختر لومړۍ شپه پيل کېږي او دغه شپه نه یوازې د وردګو په ټولنه کې د کورنیو د ماشومانو، پېغلو، ځوانانو او پېلستیو اشخاصو ته په زړه پورې وي بلکي هغې ته مشران، لویان، مېرمنې، د پاخه عمر خاوندان او د ټولنې د هرې طبقې افراد خوشحاله وي او د اختر لومړۍ شپه په ځانګړو خوښیو، رنګین احساس او خوشحالیو سره نمانځي. په دې شپه تر ډېره حده یوازې خوښۍ او الهي شکرونه د خلکو په شونډ، موسکا کوي او خپله خوشحالي اظهار کوي. کله چې د اختر اعلان و شي نور نو د کورنیو له ښځینه وو سره د پشلمي د خوړو د تیارولو او پشملي ته د کورنۍ د غړو د را پاڅولو غم نه وي بلکي لومړی کار یې دا وي چې ښځینه او نارینه ماشومانو لاسونه په نکریزو ور سره کړي او د کورنۍ د غړو نوې یا پاکې جامې برابرې کړي، د ماشومانو لپاره د مېوې د راټولولو دسمالونه له بوخڅو څخه را واخلي او د سهار د چای لپاره د شیرچای، پتنوس، لوښو، مېوې او خوږو د برابرولو تابیا وکړي. د کوچني اختر د اعلان سره سم د نړۍ د مسلمانانو په څېر د افغان کورنیو د غړو په تندیو کې هم عجیبه موسکا خوره شي، یوه نایابه خوشحالي یې روح او روان راغلې وي او مخکې له مخکې د اختر د مبارکیو او رنګینو شېبو لپاره ټول لازم چمتوالی نیسي. اوس مهال د کوچني اختر په شپه په وردګو کې د کورنیو غړي یو بل ته د تیلفون، وټس اپ، مسینجر، ایمیل او داسې نورو لارو د مبارکۍ مسېجونه لېږل کېږي او یو بل د اختر له اعلان څخه خبروي. د ځینو کورنیو غړي خپلو هغو مسافرو ته تیلفون کوي چې په بهرنیو هېوادونو کې د مسافرۍ شپې او ورځې تېروي یا په بهرنیو هېوادونو کې هستوګنه لري. همدارنګه ځينې دوستان یو بل ته مخکې له مخکې د اختر مبارکي وایي او له دغه خواږه، ستر او زړه راوړونکي خبر څخه یې خبروي. په همدې حال کې دوستان یو بل ته د رمضان د میاشتې د ګڼو ښېګڼو تر څنګ دا خبره هم کوي چې ګواکي ښه شوه چې روژه په خیر پای ته و رسېده او دغه خدایي میاشت په بریا سره بشپړه شوه. 

په ځینو کلیو کې په همدې شپه د نارینه ماشومانو، نیمچه ځوانانو او حتی ځوانانو له خوا صدره ټولېږي، د ښځینه وو له خوا ښه شپه رڼه کېږي، په ځینو کلیو کې د ارګوړي برګوړي مېله تر سره کېږي او د زیاتره کورنیو غړي تر نیمو شپو پورې ویښ وي او له خوښۍ څخه په جامو کې نه ځایېږي. په ځینو کلیو کې د ښې شپې او صدرې مراسم د رمضان د میاشتې په ۲۷مه نېټه تدویر مومي او په هغه کې ځوانان او پېلستي هلکان را غونډېږي. صدره ټولوي، پېری (جوړه کړې څېره) نڅوي، الصلوات و سلام علیک یا رسول الله عربي ترانه وایي، د کورونو خاوندانو ته دعاګانې کوي، مېوه اخلي او تر نیمو شپو پورې سات تیری کوي. بلې خواته ښځې او نجونې هم دا شپه په کلیوالي سیمو کې د فالونو په اچولو، د ناوې په جوړولو، دریا وهلو او سندرو تېروي. په ځینو کلیو کې ښه شپه او د شپې رڼول د برات د میاشتې په ۱۵مه نېټه صورت مومي. همدارنګه په دې شپه په ځینو کلیو د ځوانانو د شېرینو مجلسونو بنډارونه هم جوړوي چې کله کله موسیقي او اتڼ ورسره ملګری وي. دا شپه د هغو مسافرو لپاره هم ځانګړی اهمیت لري چې له لرې لرې ځایونو څخه خپلو کورونو ته راغلي وي او د خپلې کورنۍ له غړو سره تر نیمې شپې پورې مجلسونه کوي. 

د کوچني اختر سهار

کله به چې د کوچني اختر سهار خپلې زرینې وړانګې د افق له لوړ چت څخه په ځمکه را ښکته کړې او سپېدې به و چاودېدې، سپین ږیري او مشران به د سهار د لمانځه د جماعت د ادا کولو لپاره په داسې حال کې د جوماتونو په لوري لاړل چې نوي یا پاک کالي به یې په تن کړي وو، پاک چادرونه به یې په اوږو پراته وو او پاکې لنګۍ به یې وهلې وې. ماشومان به په بېړه او نازکه تلوسه له خوبه پاڅېدل، له میندو، مشرانو خویندو او وروڼو څخه به یې مرسته غوښته چې لاسونه یې له نکریزو څخه پرې وینځي. کله به یې چې لاسونه له نکریزو څخه پرېولل نو یو بل ته به یې ښکارول او هر ماشوم به هڅه کوله دا خبره ثابته کړه چې له نورو څخه یې لاسونه په ښه توګه سره شوي دي. د کورنۍ ټولو نارینه او ښځینه غړو به لمانځه څخه وروسته نوې جامې په تن کړې او د چای تیارولو تابیا به یې نیوله. همدارنګه میندو به خپلو ماشومانو ته د عیدي (اختریزې مېوې) د ټولولو لپاره دسمالونه برابر کړل او د دوی په غاړو کې به یې په داسې توګه ور ګنډه کړل چې مېوه ترې تویې نه شي. کله به چې د کوچني اختر چای تیار شو نو مشرانو به د شیرچای، غوړو، بوسراغو، غونډاریو، رش، پراټو، تور چای، شین چای او داسې نورو څیزونو ډک پتنوسونه په لاسونو کې واخیستل، ماشومان به یې د څنګه روان وو او جوماتونو ته لاړل. 

د مرورو پخلا کول

مخکې له دې چې جوماتونو ته به د ټول کلي له کورونو څخه چایونه ورغلل، د جومات ملا امام به د یو څو مخورو سپين ږیرو په ملتیا د هغو اړخونو کورونو ته ورتلل چې د کال په جریان کې به د ځینو مسائلو له کبله سره مرور شوي، خوابدي به وو او له یو بل څخه ناراض وو. د ملا صاحب او د مشرانو کلیوالو په منځګړیتوب به مررور اړخونه پخلا شول او خپل اختریز چایونه به یې جومات ته راوړل. په جومات کې به تر هغه د چای خوړل نه پيل کېدل څو به چې د کلیوالو ټولې ابګنۍ او په کلي کې د ټولو مېشتو وګړو کورنۍ خپل چایونه جومات ته نه وو راوړي او د اختریز چای په مجلسونو کې به یې برخه نه وه اخیستې. که به د چا چای ناوخته شو نو هغه ته به یې له جومات څخه یو ځوان هلک ورلېږه چې ژر راشي او د چای د پيل کېدو په مراسمو کې ګډون وکړي. کله به چې ټول نارینه کلیوال خپلو اړوندو جوماتونو ته لاړل او مشران به ډاډمن شول چې جومات ته د کلي ټولو اړوندو وګړو تشریف راوړی نو د چای خوړلو مراسم به یې پيل کول.

د اختریز چای مراسم

په وردګو کې د کوچني اختر د چای خوړلو مراسم ډېر مهم او په دې ډول وو چې لومړی به د جومات ملا امام مختصر قرائت وکړ، د قرآن کریم څو آیتونه به یې تلاوت کړل او د ژوند د مختلفو چارو د سمون لپاره به یې اوږده دعا وکړه بیا به نو د چای خوړلو مراسم پيل شول. د چای خوړلو په مراسمو کې به هر چا هڅه کوله چې په کتارونو کې نږدې کسانو ته د خپل کور خواړه، کلچې، بوسراغې، غونډارۍ، شېرچای، کیک، پېروی، نینې، وچه مېوه یا نور څیزونه وړاندې کړي او په دې مراسمو کې به د کلیوالو راوړل شوي خواړه د ټولو په خدمت کې وو. همدارنګه هڅه به کېده چې د ملا صاحب او مشرانو خواته هم د ښو خوړو بهیر ور مات شي او له ټولو څخه ښه خواړه ملا صاحب، د کلي مشرانو او متنفذینو ته وړاندې شي. په همدې ډول به د کورونو د ننه ښځینه وو هم د چا خوړلو دسترخوانونه جوړول او له خپلو ماشومانو سره به یې په ګډه د اختر چای د یوې نړۍ خوښیو سره یو ځای نوش جان کاوه. خو د ښځینه وو اختریز چای به د نارینه وو په پرتله رنګین نه وو او نه به یې د چای دسترخوان د جومات د دسترخوانونو په څېر له رنګارنګ خوړو څخه ډک وو.

سرسایه په وردګي ټولنه کې

په وردګو کې د کوچنی اختر د چای خوړلو وروسته تقریبا ټول کلیوال سرسایه (صدقه فطر) ادا کوي دغه سرسایه د جومات ملا ته ورکول کېږي. د وردګو په کلیوالي سیمو کې دا یو دود جوړی شوی او وګړي به په دې اند وو چې باید سرسایه د کلي د جومات ملا امام ته ورکړل شي ځکه چې نوموړي به یې د تراوېح د لمانځه امامت کاوه. همدارنګه کلیوال به هیله من وو چې د جومات ملا امام یې د رمضان د میاشتې په پای کې د سرسایې له درکه یو ښه مبلغ پیسې لاسته راوړي. د وردګو په کلیوالي سیمو کې د سرسایې پيسې د ملا صاحب یو ښه اقتصادي درآمد یا دخل ګڼل کېده څو د خپل کور  چارې پرې مخته بوزي. کلیوال به په دې نظر وو چې د جومات ملا صاحب د سرسایې د ورکړې په برخه کې تر ټولو زیات مستحق دی ځکه چې یو خو به یې اقتصادي وضعیت چندان ښه نه وو او بل دا چې دوی ته به یې د تراوېح د لمانځه په ادا کولو کې زیات زحمت ویست. خو له دې سره سره شاید ځینې کلیوال خپله سرسایه نورو غریبو کړیو ته هم ورکړي خو چا مخکې نه وي ادا کړې د اختریز چای د خوړلو وروسته یې هرو مرو ادا کوي. د سرسایې د پیسو د جمع کولو لپاره به د کلي دوه یا درې تکړه کسان ټاکل کېدل او دغه پلاوي به پیسې له خلکو څخه را ټولولې، ځان به یې مطمئین کاوه چې د کلي ټولو خلکو د سرسایې پيسې ورکړې او تر شمېرلو وروسته به یې پیسې ملا صاحب ته سپارلې.

د ملا صاحب عیدي

کله چې د وردګو په جوماتونو، سپاچو، حجرو او د چای خوړلو په هغو محلاتو کې خلک سره را غونډېږي او له خپلو کورونو څخه هلته د چای پتنوسونه راوړي نو د نورو خوارکي توکو سره سره یو پشقاب اصیله مېوه چې ناخود، کشمیش، بادام، چارمغز، چاکلېټ، نقل، پتاسې او داسې نور شیان یې په ترکیب کې وي، د ملا صاحب د (عیدي) په موخه راوړي. مخکې له دې چې د چای پتنوسونه د چای خوړلو محل ته را و رسېږي، د کلي یو مشر لوی چادر یا پټو د ملا صاحب د ناستي له ځای سره نږدې هواروي او کلیوال د هغې مېوې پشقابونه پرې ور تشوي چې په ځانګړې توګه یې د ملا صاحب لپاره راوړې وي. کله چې ټول کلیوال خپله مېوه په چادر ور تشه کړي نو یو لوی درمند ترې جوړېږي او ملا صاحب د خپلې مېوې درمند (عیدي) ته په داسې حال کې د سترګو تر کونجو ور ګوري چې زړه یې له خوښيو څخه باغ باغ وي، موسکا یې په شونډو هواره وي، د خپلې خندا خوږې وږمې یوه او بله خوا د خلکو منځ ته ور لېږي او له خوشحالۍ څخه په جام کې نه ځایېږي. د کلي د جومات ملا امام د اختر په ورځ زیات خوشحاله وي ځکه چې نوموړي ته د سرسایې پیسې، د عیدۍ د مېوې درمند، جامې، پګړۍ او داسې نورې ډالۍ د کلیوالو له خوا ورکړل شوې وي.

د اختر لمونځ

د وردګو په زیاتره کلیوالي جوماتونو کې د کوچني او لوی اختر لمونځ نه کېږي ځکه چې د کلیوالو سیمو ملایان وایي چې دلته د حنفي فقهې د اصولو سره سم شرایط نه دي برابر او باید د اختر لمونځ په داسې سیمو کې و شي چې جامع جومات او بازار و لري. خو بیا هم شاید د وردګو د ولسوالیو په جامع جوماتونو کې د اختر لمونځ ادا شي. په هغو ځایونو کې چې د اختر لمونځ ادا کېږي، د سرسایې پيسې د اختر له لمانځه څخه وروسته ورکول کېږي او په دې جوماتونو کې هم غالبا دغه پيسې هغه ملا صاحب ته ورکول کېږي چې خلکو ته د تراوېح د لمانځه امامت کړی وي. که فرضا په کوم جومات کې د قرآن کریم حافظ د تراوېح په لمانځه کې د قرآن کریم ختم کړی وي نو قاري ته د ختم په ورځ یوه اندازه پيسې، کالي او نورې ډالۍ د کلیوالو له خوا ورکول کېږي او د اختر په ورځ د قاري هم ځانګړی خیال ساتل کېږي او خلک یې احترام کوي.

اختر مبارکي

کله چې چای و خوړل شي، په ځینو جوماتونو کې د اختر لمونځ ادا شي او سرسایه راټوله او ملا صاحب ته تسلیم شي نو په دې وخت کې د کوچني اختر د مبارکۍ وخت را رسېږي. خلک په جومات کې ټول و درېږي او کتار کتار د جومات د ملا امام خواته حرکت وکړي او د حاضر مجلس هر ګډونوال هڅه کوي چې لومړی له ملا امام او بیا له ټولو کلیوالو سره په غېږه د اختر مبارکي وکړي. په وردګو کې د اختر د مبارکۍ پرمهال دغه کلمات او الفاظ د خلکو له خوا کارول کېږي: «عید دې مبارک شه، لمونځ روژه، تراوېح، عبادتونه او دعاګانې مو د خدای په دربار کې قبولې شه، داخل د حاجیانو او غازیانو» مقابل طرف ورته وایي: «ستا عید دې مبار شي، لمونځ، تراوېح، روژه، عبادتونه او دعاګانې مو د خدای په دربار کې قبولې شه، داخل د حاجیان او غازیانو.» پر دې سربېره د ستړي مه شي الفاظ هم کارول کېږي لکه: «څنګه یې، ښه یې، په خیر یې، ناجوړه شوی نه یې، په خیر مې و لیدې، شکر دی چې جوړ مې ولیدې، خیر یوسې، یا خیر وکړې» که شخص له مسافرۍ څخه راغلی وي نو د اختر مبارکۍ د الفاظو سربېره داسې الفاظ ورته کارول کېږي: «جوړ، تازه، سلامت، په خیر، ښه جوړ، په خیر راغلې، په خیر مې و لیدې، سفر دې بې خطره، مسافري دې په خیر تېره شوه، شکر دی چې خدای خپل کور ته روغ رمټ راستون کړې، شکر چې د خپلې کورنۍ غړي دې په خیر و لیدل.» په ښځینه ستړي مه شي کې دغه الفاظ کارول کېږي: «ښه یې، په خیر یې، څه شی دې نه خوږ شي، ښه جوړه یې، کور کې مو خیرت دی، واړه دې ښه دي، څوک خو به مو مریضان نه وی، ایمانداره شې، خدای دې بي بي کړه.» د اختر مبارکۍ پر مهال ځینې خلک د ډېرې خوشحالۍ، ورورګلویز احساس او دیني جذبې له مخې ژاړي، د اختر مبارکۍ پر مهال یې له سترګو څخه اوښکې روانې شي او حتی د مینې څخه ډکه ژړا یې دومره حد ته رسېږي چې خبرې نه شي کولای او هڅه کوي چې خپل ځان کابو کړي. دغه ژړا په طبیعي حالت ورته راځي او هسې یې زړه نری شوی وي. کله یې چې ژړا او اوښکې زیاتې شي، په همدې حال کې د لونګۍ پر شمله یا دسمال پاکوي او د نورو په مقابل کې ځان داسې څرګندوي چې د اوښکو دغه روان سیلاب د خوښۍ او ګرانښت دی. باید وویل شي چې د کوچني اختر مبارکۍ پر مهال د کلي ټول خلک له یو بل سره مبارکي کوي او ټول هڅه کوي چې هېڅوک له دغه بهیر څخه پاتې نه شي. د وردګو په کوچني اختر کې ښځینه په کورونو کې له یوې بلې سره د اختر مبارکۍ لړۍ مخته بیایي او د سهار چای خوړلو څخه وروسته له یوې او بلې سره د اختر مبارکي کوي او خپل واړه ماشومان ښکلوي. همدارنګه په وردګو کې د کورونو ښځینه د خپلو کورنیو له نارینه غړو سره هغه مهال د اختر مبارکي کوي چې کله له جوماتونو څخه خپلو کورونو ته تشریف یوسي.  

د ملا صاحب رخصتول

په وردګو کې د اختر له مبارکۍ څخه وروسته څو تنه مشران کلیوال د مخکیني جوړ کړي پلان له مخې دنده لري چې د کلي ملا صاحب په یو لړ ځانګړو مراسمو کې رخصت کړي څو خپل کور ته ولاړ شي او اختر د خپلې کورنۍ له غړو سره تېر کړي. باید وویل شي چې د کلیو د جوماتونو د امامانو لپاره د ټول کال په اوږدو کې د پنجشنبه، جمعې او اخترونو ورځې ډېرې زیاتې مهمې دي او حتی د پنجشنبه ورځې ته د ملایانو او مامورینو په منځکې (ګل شنبه) هم ویل کېږي ځکه چې په دې ورځو کې ملا صاحب یا دولتي مامور خپل کور ته تشریف وړي او د رخصتۍ ورځې د خپلې کورنۍ له غړو، مېرمن، اولادونو، نږدې خپلوانو او دوستانو سره تېروي. پخوا به چې موټر نه وو او ملا امام به د لرې کلي اوسېدونکی وو، نو د کلي دوو تنو ته به دنده سپارل کېده چې د اختر په ورځ ملا صاحب تر خپل کور پورې بدرګه کړي، مېوه ورسره انتقال کړي، سلامت خپل کور ته و رسېږي او خدای مه کړه د لارې په اوږدو کې کوم زیان ورته متوجه نه شي ځکه چې په دې ورځ به نو د ملا صاحب په جیبونو کې د سرسایې پيسې هم وې چې یوه اندازه خطر ورته متوجه وو او باید احتیاط ورسره و شي. همدارنګه د ملا صاحب د مېوې درمند ته به یوه مرکبه یا خره هم چمتو کېده څو د مېوې بوجۍ خپل کور ته پرې انتقال کړي. خو اوس مهال موټر هر ځای زیات شوي او د مخکیني پلان سره سم ملا صاحب ته موټر چمتو کېږي او په عزت او درناوي په موټر کې تر خپل کور پورې رسول کېږي. هغه دوه کسان چې د ملا صاحب سره به تلل یوه دنده به یې دا وه چې د ملا صاحب د کورنۍ د نارینه غړو سره د کوچني اختر مبارکي هم وکړي.  

د ماشومانو عیدي

د کوچني اختر په ورځ به په جومات کې له چای خوړلو څخه وروسته سمدلاسه د کورونیو ښځینه او نارینه ماشومانو په داسې حال کې د کلي له کورونو څخه د مېوې راټولول پيل کړل چې ډول ډول دسمالونه به یې په غاړو کې وو او د زیاتې خوشحالۍ احساس به یې کاوه. ماشومان به چې هر کورته ورغلل نو داسې یوه ناره به یې وکړه: «ترورۍ عید دې مبارک شه.» په کورنۍ کې به غالبا ماشومانو ته د مېوې د وېشلو دنده د یوې پخې ښځې پر غاړه وه او د لاسونو هغه اندازه به ورته معلومه وه چې ماشومانو ته پرې مېوه ورکړي. کله به چې ماشوم د مېوه یی ترورۍ مخې ته و درېد نو هغې داسې ورته وویل: «د تا دې عید مبارک شي دغه خوله یې جار شم.» د مېوې ترورۍ به د ځینو ځینو ماشومانو له مخونو څخه کلکه مچو هم پورته کوله او له دې سره سم به یې شرپ د مېوې موټی د ماشوم په دسمال کې ور واچاوه. په دې مېوه کې به پخوا غالبا د غنمو نینې او توت شامل وو خو په معاصر وخت کې د دې مېوې په ترکیب کې څه نا څه بدلون راغلی او په هغه کې د جوارو پولۍ، پوپنک، پاپړ، پتاسې، نقل، ناخود، چاکلېټ او داسې نور څیزونه هم ور اضافه شوي دي. میوه وېشونکې ترورۍ به خپلوانو ماشومانو ته له نورې مېوې سره سره یو دانه چارمغز یا جوش کړې هګۍ هم ډالۍ کوله. هر ماشوم به ځانته عیدي ټولوله خو داسې هم کېده چې دوه ماشومان شرکت سره وکړي او کله به یې چې له ټول کلي څخه مېوه غونډه کړه بیا یې له کور سره څېرمه په کوم درمځای تقسیم کړه او هر یو به خپله برخه کور ته یوړه. دغه مېوه به بیا تر ډېره وخته میندو ورته ساتله او په تدریج سره به یې لږ لږ ماشوم ته ځینې ورکوله. د وردګو په کوچني او لوی اختر کې پخوا ماشومانو ته د اختریزې یا عیدۍ په توګه د پيسو د ورکولو دود نه وو خو اوس مهال د مشرانو له خوا ځینو ماشومانو ته یوه اندازه نغدې پیسې هم ورکول کېږي.  

نوټ: د ټولو هڅو سره سره دا حقیقت باید څرګند شي چې دغې لیکنې د وردګو د کوچني اختر ټول مراسم په خپله منځپانګه کې نه دي را اخیستي او زموږ په ټولنه کې به په دې اړوند زیات نور مسائل هم لري چې باید لیکنې بڼه غوره کړي او و څېړل شي. باید وویل شي چې د دې لیکنې د محتویاتو د برابرولو د هاند د فکري مرکز له غړو ښاغلي امین الله عادل او ښاغلي شمس الحق حیران څخه مننه کوم چې په دې اړوند یې له ما سره یې خپل معلومات شریک کړی دی.

د دې لړۍ دریمه برخه به ژر خپره شي. له موږ سره اوسئ…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب