پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeکلتورسینماتوېټر د بالیووډ پر جنجالي اداکارې کنګنا رناوټ اکاونټ بند کړ

توېټر د بالیووډ پر جنجالي اداکارې کنګنا رناوټ اکاونټ بند کړ

تاند ( پنجشنبه، د ثور ۱۷ ) هندي رسنۍ وایي، د ټولنیزو رسنیو مشهور کاریال ټویټر د باليووډ سینما د فلمونو پر مشهورې او لانجمنې اداکارې کنګنا رناوت اکاونټ د تل لپاره بند کړی دی.

توېټر په دې اړه لا په رسمي ډول کوم بیان نه دی ورکړی؛ خو کنګنا تل پر خپل ټوېټر پاروونکي او جنجالي مطالب خپرول چې تل به د خلکو له نېوکو او غبرګونونو سره مخ کېده.

هغې به نه یواځې دا چې د مسلمانانو پر ضد؛ مګر د بایلووډ سینما پر اداکارانو، پر بهرنیو اداکارانو، د امریکا پر ضد، د امریکایي سینما هالیووډ د اکارانو پر ضد او ډېر داسې مسایل خپرول چې د ډیری هېوادونو غبرګونونه به یې پارول.

د دې ترڅنګ کنګنا ډیری وخت د بالیووډ سینما مخکښ لوبغاړي تل رټل او بې ځایه نېوکې به یې پرې کولې.

داسې هم ویل کیږي چې کنګنا د دې ترڅنګ چې یوه افراطي اداکاره ده، د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي کلکه ملاتړی ده او تر ډېره به یې ټوېټر کې د نوموړي د توصیف سربېره هغه کسان رټل چې د مودي مخالفت به یې کاوه.

جالبه پکې دا هم ده چې کنګنا رناوت په ټویټر کې د خپل اکاونټ له بندېدو وروسته ويلي چې امریکایان او سپين پوستي خلک له دوی څخه په ویره کې دي او وايي، چې هندیان باید فکر، خبره او هر څه د دوی په خوښه وکړي، چې داسې ممکنه نه ده.

د بالیووډ سینما دې اداکارې له ټایمز اف انډیا سره په خپلو خبرو کې ويلي دي چې هغه د ټویټر پرته نورې ډېرې لارې لري او د خپلو مبارزو لپاره به ترې ګټه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب