جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا تراوسه په الوتکو کې ۶۰ جوپې پوځي وسایل له افغانستانه بېرته...

امریکا تراوسه په الوتکو کې ۶۰ جوپې پوځي وسایل له افغانستانه بېرته وړي

تاند(پنجشنبه، د ثور۱۷) په منځني ختیځ کې د امریکا مرکزي قومانداني یا سنټکام وايي چې امریکا تراوسه پورې له افغانستان څخه په (C-17) ترانسپورتي الوتکو کې شپېته جوپې پوځي وسایل وړي دي.

د سینټکام پر اساس، له افغانستانه د پاتې امریکايي پوځیانو او د هغو د وسایلو لېږد روان دی او تراوسه پورې ۶ اعشاریه ۲ سلنه وسایل لېږدول شوي دي.

د دې قوماندانۍ په وینا تراوسه پورې ۱۳۰۰ پوځي وسایل ویجاړ کړل شوي هم دي. په همدې حال کې یو شمېر نورې وسلې او وسایل افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي دي.

څو ورځې وړاندې د امریکا د دفاع وزارت ویندوی جان کربي ویلي و چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو یوه اندازه وسایل بېرته امریکا ته راوړل شوي خو یوه برخه نور یې د نړۍ په نورو برخو کې د امریکايي پوځیانو اډو ته وړل کېږي.

کربي دا هم ویلي و چې امریکا د خپلو پوځي وسایلو یوه برخه افغان امنیتي ځواکونو ته ورکوي او یا یې ویجاړوي.

ویل کېږي چې امریکا د افغانستان د تېرو شلو کلونو په جګړه کې نژدې ۷۰۰ لویې او کوچنۍ اډې لرلې چې ځینې یې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ویجاړې شوې دي.

 د افغانستان لوی درستیز او د دفاع وزارت سرپرست جنرال یاسین ضیا وايي چې امریکا خپلې اکثره اډې دې وزارت ته سپارلي خو د کابل اډه به تر ډېرو پورې له ځان سره وساتي.

امریکا په ۲۰۱۴ کې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په مهال خپل ډېر شمېر مهمات او وسایل پاکستان ته ورکړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب