جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهپه کندهار کې د دهلې بند او د مرکزي بغلان ولسوالۍ زوړ...

په کندهار کې د دهلې بند او د مرکزي بغلان ولسوالۍ زوړ ښار د طالبانو لاس ته لوېدلي

تاند (پنجشنبه د ثور ۱۶) سیمه‌ ييز چارواکي وايي چې تر درنې جګړې وروسته طالبانو د کندهار د دهلې بند نیولی او د مرکزي بغلان ولسوالۍ زوړ ښار له جګړې پرته د طالبانو لاس ته لوېدلی دی.

د دغه بند د ساتلو پر امنیتي پوستو له تیرو ۲ اونیو راهیسې جګړه وه چې تېره شپه يې امنیتي پوستو سقوط کړی او یاد بند په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلی.

د شاه ولیکوټ ولسوال حاجي ګلبدین ویلي چې د دهلې بند په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلی او جګړه لاهم بند ته نږدې په مردژي، زرتاله او ځينو نورو سیمو کې دوام لري.

نوموړي زیاته کړې چې څو ځله یې له ولایتي مسئولینو غوښتنه وکړه چې پوليس اکمال کړي، خو زیاتوي چې چا اقدام ونه کړ او اوس که بند ته هر ګواښ پېښیږي مسئولیت به يې د وسله والو په غاړه وي.

د شاولیکوټ ولسوال وېره لري چې ځايي خلکو بهرني وسله وال هم لیدلي او ښايي چې بند ته زیان ورسېږي.

بله خوا د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايې چې ژر به د دهلې بند د امنیت لپاره پوځي عملیات پيل کړي.

درې اونۍ مخکې د دهلې بند یوازنی لوی پل هم د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو په بمونو له منځه وړی و.

د دهلې بند تر کجکي وروسته په افغانستان کې د اوبو دوهم لوی بند دی چې د کندهار د ۷ ولسوالیو کرنیزو ځمکو ته اوبه ورکوي.

وسله والو طالبانو د دهلې بند د نیولو په اړه تر دا مهال رسنیو ته کومه تبصره نه ده کړې.

ورته مهال د بغلان ولایت امنیتي چارواکو تایید چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ زوړ ښار له جګړې پرته د طالبانو لاس ته لوېدلی دی او امنیتي ځواکونو له دغې سیمې څخه تاکتیکي شاتګ کړی دی.

د چارواکو په خبره، تازه دمې ځواکونه له هوایي ملاتړ سره د دغې ولسوالۍ په ښار کې ځای پر ځای شوي دي.

ویل کېږي، طالبانو تېره شپه له دوو لوریو څخه پر دغې ولسوالۍ برید کړی دی چې په پایله کې یې دوه مهمې او سترې پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

له بلې خوا د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت ویلي چې طالبانو تیره شپه له څو لوریو د نهرین ولسوالۍ په زاړه ښار حمله وکړه چې په شا وبمبول شول او په نتیجه کې یې د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال قاري مجید له درې نورو وسله والو سره یو ځای ووژل شو او د طالبانو لس غړي ژوبل شول.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

وسله وال د بغلان پر نهرین ولسوالۍ دغه حمله یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د دې ولایت برکه ولسوالۍ یې ونیوله.

د برکه ولسوال بیا وايي چې د مهماتو او امنیتي پرسونل د کمښت له کبله دوی له دې ولسوالۍ په شا کیدو ته  شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب