Home+د مضرو بوټو وژونکی روباټ

د مضرو بوټو وژونکی روباټ

تاند- یو نوی روباټ جوړ شوی چې یوازې د کروندو مضر او بې ګټې بوټي له منځه وړي.

حاضردمه له کیمیايي موادو څخه په استفادې د کروندو مضر بوټي له منځه وړل کېږي او یا ځینې کسان په لاس خشاوه کوي چې خورا سخت کار دی او ډېر وخت ته اړتیا لري.

د خشاوې یا د مضرو بوټو د لېرې کولو لپاره له کیمیايي موادو استفاده اصلي بوټو ته هم زیان اړوي او د انسان روغتیا ته تاوان پېښولی شي. کیمیايي مواد خاورې ته هم زیان لري.

خو د امریکا په سایټل کې کاربون رواټیکس کمپنۍ دا روباټ جوړ کړی چې په مرسته یې مضر بوټي له منځه وړل کېږي.

دا روباټ، چې په مصنوعي ذهانت سمبال دی، د لیزر ټکنالوژۍ په وسیله مضر بوټي په داسې ډول له منځه وړي چې اصلي فصل ته هیڅ زیان نه اړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...