جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنیویارک ټایمز:د امریکایي ځواکونو وتل به له خطره خالي نه وي

نیویارک ټایمز:د امریکایي ځواکونو وتل به له خطره خالي نه وي

تاند(پنج شنبه، د ثور ۱۶) نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لړۍ له پیل سره هم مهاله تاوتریخوالی ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

راپور زیاته کړې، په لوګر کې موټربم برید د امریکایي ځواکونو د وتلو له پیل سره یو ځای وشو او دغه راز په یو شمېر نورو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ پراخې جګړې پیل شوې دي.

ورځپاڼه کې وړاندې راغلي، چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو پر مهال د بګرام، جلال اباد او کندهار پر هوایي لارو تکیه کوي او د دې هوایي لارو امنیت د امریکا په لاس کې دی خو سره له دې هم د ورځپاڼې په باور د دوی وتل به له خطره خالي نه وي.

په ورته وخت کې د کاناډا او افغانستان پارلماني ګروپونو په یوه انلاین کنفرانس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د کاناډا د پارلمان غړو ویلي چې دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالی اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بولي او تمه لري چې ژر تر ژره د سولې پروسه یوې پایلې ته ورسېږي.

دوی زیاته کړې، چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.

افغان لوري هم په بېلو برخو کې د کاناډا له مرستو او همکاریو مننه کړې ده او له دغه هېواد یې غوښتي چې له افغانستان سره د بشري حقونو د خوندیتوب او نورو اړوندو برخو کې همکارۍ ډېرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب