پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهوسله والو کسانو نعمت الله روان وژلی

وسله والو کسانو نعمت الله روان وژلی

تاند (پنجشنه د ثور ۱۶) نامعلومو وسله والو په کندهار ولایت کې د مالې وزارت د مطبوعاتو آمر او د طلوع نیوز تلویزیون پخوانی ویاند نعمت الله روان وژلی دی.

د نوموړي کورنۍ ویلي چې د روان پر موټر نن غرمه مهال په کندهار ښار کې نامعلومو وسله والو هغه مهال برید وکړ، چې له ښار څخه د کور پر لور روان و.

نعمت الله روان چې له تیرو څلورو کالو راهیسې یې په کابل کې له طلوع نیوز ټلویزیون سره د خبرونو او سیاسي خپرونو د ویاند په توګه دنده ترسره کوله، تازه په مالې وزارت کې د مطبوعاتو د آمر په حیث ټاکل شوی و.

په کور دننه او بهر د ټولنیزو رسنیو فعالان په دې باور دي، چې روان د طالبانو له لوري د مدني فعالانو، علماوو او خبریالانو د وژلي د لړۍ په دوام په نښه شوی دی.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د روان د وژلو مسؤلیت نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...