جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د خبریالانو وژل او ګواښل د منلو نه دي

عبدالله: د خبریالانو وژل او ګواښل د منلو نه دي

تاند(پنج شنبه، د ثور ۱۶) د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ویلي چې د رسنیو او ځوانو خبریالانو ډېروالی د افغانانو د دوو لسیزو لاسته راوړنه ده.

د یادې شورا له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له بده مرغه په دې وروستیو کې د خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو باندې بریدونه ډېر شوي او تازه په تازه طالبانو رسنۍ او خبریالان ګواښلي دي چې د نوموړي په خبره، د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې هر ډول ګواښ محکوم او په هیڅ صورت د منلو نه دی.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې هیڅ ډله باید دا فکر ونه کړي چې د ګواښونو او رعب په خپرولو سره کولی شي رسنۍ په خپله ګټه تبلیغاتو ته اړباسي، طالبان باید د اوسني افغانستان واقعیتونه درک کړي او په رسمیت یې وپېژني.

عبدالله ویلي چې د بیان ازادي د معاملې وړ نه ده او دوی د دغې لاسته راوړنې ساتنې ته ژمن دي.

عبدالله داسې مهال دا څرګندونې کوې چې نن نامعلومو وسله والو په کندهار ولایت کې د مالې وزارت د مطبوعاتو آمر او د طلوع نیوز تلویزیون پخوانی ویاند نعمت الله روان وژلی دی.

د نوموړي کورنۍ ویلي چې د روان پر موټر نن غرمه مهال په کندهار ښار کې نامعلومو وسله والو هغه مهال برید وکړ، چې له ښار څخه د کور پر لور روان و.

نعمت الله روان چې له تیرو څلورو کالو راهیسې یې په کابل کې له طلوع نیوز ټلویزیون سره د خبرونو او سیاسي خپرونو د ویاند په توګه دنده ترسره کوله، تازه په مالې وزارت کې د مطبوعاتو د آمر په حیث ټاکل شوی و.

وسله والو کسانو نعمت الله روان وژلی

2 COMMENTS

  1. وحید
    د عبدالله خبری په دی هکله د اهمیت وړ ندی هغه خپله یو متعصب او تروریست دی. د کابل جنګونو کی د مسعود لنډغرانو د کابل ښار ۱۲ زنانه د تلویزون غره ته خیزولی وی او پنجشیری لنډغرانو ورباندی تجاوز کاو د ښار څو سپینګیری ورغلل همدی عبدالله و قانونی او مسعود ته یی عذرونه زاری وکړی معزز سپینګیری یی پښو ته ولویدل خو دغو ځناورو هغه سیاسری خوشی نکړی بله ورځ چی د کرزی دوره وه کارته پروان کی درحیم غلام بچه کور کی یوه میلمستا کی یو له هماغو سپینګیرو عبدالله ته دهغی ورځی یادونه په اوښکو سره وکړه عبدالله صرف د تمسخر خندا وکړه ورته ویی ویل دیګه یاد نکنی تو ایجه چی میکنی یوه پنجشیری وویل صاحب ای ازدوستای من است من نمی فهیدم که درمقابل تان بی احترامی خواهد کرد نو زر یی هغه سپینګیری کابلی له هغه ځایه وشاړه دا پېښه تقریباًد اتیا تنو پنجشیریانو تر مخی تیره شوی له هغه اتیا تنو به خامخا پنځوس شپیته همدااوس هم زوندی وی که شرم لری اقرار دی وکړی دعبدالله سخنګوی باید ددغی لیکنی په لوستو عبدالله ته ووایی چی لا هم ددوی جنایات دچا هیر ندی . وه خاینه لوکسه نکتایی باندی دی ځان غرغره که که شرم لری

  2. طالب دوس او موردګاو هم له عبدالله کم نه دی. هغه کړنې چې پرون جهاديانو کول اوس یې همدا طالب حرمونی تر هغه بدتر کوي. فارسي کې یو متل دی چې وایی. سګ زرد برادر شغال است. الله دې دا ټول د فرعون او پلید شيطان اولاده د مځکې له مخې ورک کړي. البته ددوی له بادارانو سره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب