Homeخبرونهسعودي سږ کال بیا د کورونا له کبله بهرنیان د حج مراسمو...

سعودي سږ کال بیا د کورونا له کبله بهرنیان د حج مراسمو ته نه پرېږدي

تاند(پنجشنبه، د ثور۱۶) سعودي عربستان غواړي چې د کورونا وبا د مخنیوي لپاره سږ کال بیا بهرنیانو ته د حج د مراسمو د ادا کولو اجازه ورنه کړي.

سعودي عربستان تېر کال هم د کورونا وایرس د خپرېدو په خاطر بهرنیو زیارت کوونکو ته د حج د مراسمو اجازه ورنه کړه.

حج د سعودي عربستان د عایدو یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي او له همدې کبله دې هیواد غوښتل چې سږ کال بهرنیو زیارتوالو ته د حج ادا کولو اجازه ورکړي خو په وروستیو کې د کورونا وبا نوې څپې د سعودي عربستان په شمول د سیمې ګڼ هیوادونه سخت اندېښمن کړي دي.

دې نوې څپې په ځانګړي ډول هند سخت ځپلی او اوس په افغانستان او پاکستان کې هم د کورونا دا نوې بڼه موندل شوې ده.

د کورونا نوې بڼه ژر خپرېږي او شدت یې زیات دی.

سعودي عربستان ویلي چې په دې غور کوي چې یوازې هغو سعودیانو یا په دغه هیواد کې مېشتو بهرنیانو ته د حج کولو اجازه ورکړي چې واکسین یې کړی وي یا یې کورونا تېره کړې وي.

دې هیواد تراوسه پورې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، د کورونا وبا تر خپرېدو مخکې هر کال سعودي عربستان ته د  کال دوه نیم ملیونه زیارتوال د حج لپاره تلل چې له دې درکه سعودي د کال ۱۲ ملیارد ډالره ګټه کوله.

د حج د عوایدو پر کمېدو سربېره په نړۍ کې د تېلو د بیې ټیټېدو هم د سعودي عربستان پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی دی.

تېر کال سعودي چارواکو غوښتل چې د ورتېرو کلونو دوه برابره زیارتوال ومني خو کورونا وبا سبب شوه چې بهرنیانو ته اجازه ورنه کړي چې دغه هیواد ته د حج د ادا کولو لپاره ورشي.

د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د اقتصادي پلان له مخې د حج د زیات کوونکو شمېر په لومړي پړاو کې ۵ ملیونو او وروسته ۱۵ ملیونو ته رسول کېږي.

سلمان هیله لري چې د دې پلان په عملي کولو سره به نه یوازې د کورونا وبا د دورې د زیانونو وټ کټ وباسي بلکې د حج له درکه به د سعودي عربستان عواید له ۵۰ تر ۶۰ ملیارد ډالرو ته ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...