یکشنبه, مې 12, 2024
Home+د هند د کرونا واکسین په هکله څو اندیښنې او حل لارې

د هند د کرونا واکسین په هکله څو اندیښنې او حل لارې

لیکوال: ډاکټر انتظار احمد همدرد 

په دې لیکنه کې مې هڅه کړی؛ چې د هند دکرونا واکسین په هکله ستاسې پوښتنې چې ماته را رسیدلي همدارنګه ددې واکسین په هکله ټولنیزې ګنګسې غیرې ساینسي سپارښتنې چې د خلکو ترمنځ شتون لري ځوابوم، دلته  دهند د کرونا واکسین د کارونې، جانبي عوارضو او اختلاطاتو د حل په لارو چارو به یې وغږیږم. 

اندیښنه: 

مونږ په افغانستان کې دهند کوم ډول د کرونا ضد واکسین کاروو؟ 

ځواب: 

د هند د کرونا ضد دوه ډوله واکسینونه په لاس کې لرو چې عبارت دي له :

کوشیلډ واکسین: چې دهند د سیروم انسټیټیوټ لخوا رامنځته شوی، په افغانستان کې همدغه ډول یې کاروو ! 

 کوواکسین: چې د بهارت د بایوټیک لخوا جوړ شوی دی.

اندیښنه: 

 ددې دواړو واکسینونو ترمنځ کوم یوه غوره دی؟

ځواب: 

دهند عامې روغتیا وزارت، د دواړو واکسینونو ترمنځ کوم توپیر نه دي ښکاره کړي!

دواړه واکسینونه هغو کسانو لپاره ، چې عمرونه یې پورته او مزمنې ناروغۍ ولري لکه فشار ، شکر  او نور. هغوی د مرګ له خطر څخه ژغوري او دوی باید حتمي واکسین شي.

اندیښنه: 

ایا واکسین موږ د نوي سټرین (کرونا نوي ډولونو ) څخه محافظت کوي؟

ځواب: 

څیړنې ښیې، چې ممکن د ځینو نوي موټیټ شوي ( تغیر شوي ) ډولونو په مقابل کې مو ساتنه وکړي مګر ممکن د ځینو نورو سټرینو په مقابل کې بې ځوابه پاتې شي ځکه هغوی چې واکسین ترلاسه کړي  ، په ویروس د اخته کیدو شانس یې شتون لري لکه څرنګه چې انفلوانزا (زکام) مختلف سټرینونه لري ، هغوی چې ددې ویروس تر خطر لاندې وي؛ باید هر کال  ددې ویروس واکسین وکړي ، د کرونا ویروس همدارنګه د وخت په تیریدو سره خپل سټرینونه بدلوي مګر واکسین یې د ډیرو سټرینو په مقابل کې ستاسو ساتنه کوي ، نه د ټولو!

اندیښنه: 

د کرونا واکسین کارونې وروسته، په بدن کې مو کوم ډول جانبي عوارض ښکاره کیږي؟ 

ځواب: 

 ۸۰ سلنه خلک د واکسین له کارونې وروسته یې بدن غبرګون ښیې مګر ۲۰ سلنه نور کاملا نارمل وي، دا په دې مانا نه دی چې واکسین  به په تاسو اغیز نه وي کړی بلکې په دواړو حالاتو کې پر تاسې اغیز کړی.

د کرونا واکسین جانبي عوارض عبارت دي له:

تبه، سردردۍ، ځان دردۍ، ستړیا او د مټ په برخه کې درد ؛ چیرته چې دواکسین  پیچکارۍ کارول شوی وي.

دغه نښې تر دوو – درې ورځو یا حد اکثر یوه اونۍ کې له مینځه ځي مګر که له یوې اونۍ ډیر دوام وکړي، باید دانتاني څانګې متخصص  ډاکټر ته ولاړ شئ. 

اندیښنه: 

څوک باید واکسین نه شي؟

ځواب: 

هغوی چې د وینې دمویه صفحې یې کمې وي یا دوینې ناروغۍ لکه  هیموفیلیا او دوینې سرطانونه ولري باید واکسین نه شي. 

هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۸ کلو کم وي ؛اوسمهال دواکسین په پروګرام کې شامل نه دي.

هغه میندې چې حامله دي، باید تر حاملګۍ وروسته واکسین شي، دحاملګۍ په وخت کې باید واکسین نه شي.

هغه میندې چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي  باید د کرونا  واکسین وانخلي.

هغه کسان چې انفلاکسیس لري یعني د کب، چهارمغز ، بادام  یا کوم بل خوراک تر خوړولو وروسته مخ او لاسونه یې پړسوب مومي، په بدن کې یې خارښت پیدا کیږي ، باید واکسین نه شي. 

هغه کسان چې د ددرملو په مقابل کې الرژي لري لکه د یو درمل له  اخیستو وروسته شونډۍ یې پړسوب مومي ، په بدن کې یې خارښت  پیدا کیږي  او فشار یې ښکته کیږي باید دا واکسین وانخلي.

اندیښنه: 

که یو څوک همدا اوس په کرونا اخته وي ایا باید واکسین شي؟

ځواب: 

نه، ممکن سمدلاسه د ناروغ د مړینې سبب شي ، کم څه کم ۴-۸ اونۍ وروسته باید ورته واکسین وشي.

اندیښنه : 

ایا د کرونا واکسین د نورو واکسینونو سره یوځآی کارولی شو؟

د حل لاره: 

کم څه کم دکرونا تر واکسین ۱۴ ورځې وروسته بل واکسین واخلئ، په یوه وخت کې دواړه واکسینونه مه کاروئ.

 اندیښنه: 

  دکرونا واکسین د دواړو ډوزونو ترمنځ څو ورځې واټن باید وي؟

ځواب: 

کوشیلډ واکسین؛ کوم چې مونږ په افغانستان کې کاروو، باید ددواړو ډوزونو ترمنځ یې واټن ۶-۸ اونۍ وي.

مګر د کوواکسین لپاره بیا واټن ۴-۶ اونۍ پورې وي.

اندیښنه: 

که دواکسین یوه ډوز واخلو ایا د کرونا په مقابل کې زمونږ ساتنه کوي؟

ځواب: 

باید ووایم ، که یوه ډوز واکسین واخلۍ نو تاسې  په نسبي  ډول د کرونا ویروس څخه محفوظیږۍ مګر که دواړه ډوزونه واخلۍ نو ستاسې په بدن کې  دکرونا په مقابل کې یو منظم محافظوي سیسټم ( انټي باډي ) تشکیلیږي.

پس باید د واکسین دواړه ډوزونه واخلئ.

اندیښنه: 

ایا د واکسین له دواړو ډوزونو وروسته ددې احتمال شته چې بیاځلې په کرونا اخته شو ؟

ځواب: 

واکسین یوازې د شدیدو ناروغیو څخه مخنیوي کوي او ستاسې په بدن کې ددې ویروس په مقابل کې محافظوي سیسټم جوړوي مګر ۱۰۰ سلنه  د ناروغۍ په مقابل کې  ستاسې ساتنه نشي کولی. هو!!!!!، تر واکسین کیدو وروسته بیاځلي په کرونا اخته کیدلی شو!

غواړم دا موضوع روښانه کړم، د توبرکلوز واکسین کارونه ، تاسې د سږو له توبرکلوزي ناروغۍ څخه نشی ژغورلی مګر د دماغي  توبرکلوز  څخه چې دانسان د مرګ سبب ګرځي ساتنه کوي، پس د کرونا کوشیلډ واکسین تاسې دځینو شدیدو ناروغیو لکه ای آر ډي ایس، د سږو له کاره لویدنه او د بدن د حیاتي غړو غیر فعالیدلو څخه مخنیوي کوي، کوم چې د انسان د مرګ سبب ګرځي.

اندیښنه:

ایا له واکسین کارونې وروسته بیا هم په ځان پام وکړو لکه ماسک کارونه او نور؟ 

ځواب :

هو ، باید ماسک وکاروئ، ټولنیز واټن مراعت کړئ او لاسونه مو په صابون پریمینځئ. په دې باید پوه شو چې واکسین نوروته د ناروغیو له لیږد مخنیوي کوي ، همدارنګه که تاسې په کرونا اخته شی نو تاسې له شدیدو ناروغیو  څخه ژغوري.

اندیښنه: 

د نړۍ تر ټولو ښه د کرونا واکسین کوم یو دی؟

ځواب: 

اوسمهال د کرونا تر ټولو غوره واکسینونه د  فایزر او موډرنا دي چې اغیزې یې ډیر او هیڅ ډول جانبي عوارض یې نه دي رامنځه کړي! 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب