جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeکالمونهسنګرافغانان له پارس نه تر هندوستانه

افغانان له پارس نه تر هندوستانه

د مغلو پر وړاندې روښاني غورځنګونه

۶ مه برخه

استاد شهسوار سنګر وال

بايزيد انصاري:

که چېرې د افغانانو په اړه وغږېږو چې دوی ولې د تاريخ په اوږدو کې د دومره ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګريوان وو؟ ښايي ډېرو لاملونو ته ګوته ونيسو، که څه هم پدې اړه د مخه تریوه بریده يو څه څرګندونې شوې دي،

خو بيا هم که له يوې خوا دغه سترولس خپل مينځي جګړو ځپلی دی خو له بلې خوا د دوی دښمنانو هم پرې رحم او خواخوږي نده کړې .

ولې سره د دې ټولو ناخوالو افغانانو تل کوښښ کړی دی چې که له يوې خوا يې ډېر کړاوونه ګالل خو له بلې خوا يې تېر برم او پرتم هم نه هېروه.

که سوري غوريانو په سيمه کې يوه لويه ټولواکمني جوړه کړه او بيا ټوتې ټوټې شوه، دا رنګه د ملتان لوديانو چې د پښتنو د واک او ځواک بنسټ کېښود ټولو افغانانو ته يو بل وياړوواوهمدا

ډول د هند د لوديانو او سوريانو دب دبه د دې ولس د کارنامو يو بل څپرکی بللی شو.

افغانانو چې کوم څه کړي دي او بيا واک ته رسېدلي دي، دا يې په خپلو قربانيو ترسره کړي دي چې په پرلپسې توګه يې تل د پېړيو په اوږدو کې خپل تېر برم او پرتم بيا بيا را غبرګ کړی دی.

د قربانيو دغه ډګر ته، يو بل افغان را ودانګل، چې بيا د افغانانو تاريخي برم خوندي کړي، بايزيد يادوم چې په پيرروښان مشهور شو.

بايزيد ته روښان ځکه وايي چې ده لومړی خپل غورځنګ د ديني او مذهبي ښېګڼو د پراختيا او پرمختيا په هيله پيل کړ او په خپلو ښودنو يې ډېر تياره ګوټونه روښانه کړل.‌. .نو ځکه خو په پير روښان ياد شو.

ولې د ده دښمنانو دی پير تاريک وباله، بايزيد ته انصاري ځکه ويل کېږي چې دی د انصاري له کورنۍ او په خټه اورمړ پښتون واو په دې اړه يوه ختيځپوه کښلي دي:

«اورمړ (لوی کړی) د شرخبون = شرف الدين (شکربون يا شرجيون) زوی د سړ بن (لوېديځ افغانان) لمسی کېږي چې ګنيګورام، لوګر او پېښور کې په بېلابېلو پړاوونو کې اوسېدل.»([1])

همدا راز د افغانستان قومونه په تاريخ کې په دې اړه راغلي دي:

«بايزيد په قوم اورمړ وه چې د روايتونو له مخې په سړبنيانو ګډېږي. اورمړ چې اصلي نوم يې عمرخېل يا عمرالدين دی د شرخبون زوی (شرخبون = شرف الدين) او د سړبن لمسی کېږي.»([2])

موږ د يوه ختيځپوه په څرګندونه کې وليدل چې د بايزيد کورنۍ په بېلابېلو سيمو کې اوسېدلې ده، ولې له دې سربېره دغې کورنۍ د پنجاب جلندر کې هم استوګنه کړې ده .ځکه چې بايزيد په ۹۳۲هـ کال د پنجاب په جلندر کې زېږېدلی دی.مور يې بې بې آمنه  (بيبڼ صورت مهند بي بي د محمد امين لور وه) نومېده. د بايزيد مور د عبدالله د ورور کونډه وه چې په پنجاب کې اوسېده. ولې عبدالله او د هغه پلار شيخ محمد په کاڼيګرم کې استوګن و. خو کله چې عبدالله د بي بي امېنې سره واده وکړ، نو ژمنه يې وکړه چې دا به له خپل پلرني ټاټوبي جلندر نه نباسي.

هغه  وو چې بایزيد په ۱۵۲۴ ز کال (۹۳۲هـ يا ۹۳۱هـ) وزېږېد.

قاضي عبدالله به کله پنجاب ته او کله هم په وزيرستان کې اوسېده.

د نوموړي د بلې مېرمنې نوم فاطمه وه او د يو زوی نوم يې شيخ يعقوب وه.

بايزيد دوه کلن وه چې ظهېرالدين بابر لودي ابراهيم ته ماته ورکړه او په هند کې د ګورګاني حکومت بنسټ کېښود.

څنګه چې پښتانه په هند کې تر ګواښ لاندې وه نو ځکه خو عبدالله خپل زوی بايزيد او مېرمن په ۹۳۷هـ کال له جلندر نه کاڼيګرام ته راوستل.

د کورنيو ستونزو له کبله د ده دوه بنو ګوزاره ونشوه نو ځکه خو مور او زوی بېرته جلندر ته راغلل.

بايزيد په دوديزه توګه خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار، ملا پاينده او ملا سليمان کالنجري څخه وکړې.

قاضي عبدالله غوښته چې بايزيد د شيخ بهاوالدين زکريا مريد کړي، خو نومړي غوښته چې د شيخ اسمعيل موريد شي.

بايزيد د يوويشت (۱۵۴۵ ز کال) کالو و چې له لودي شمسيه (بي بي شمسو) سره يې واده وکړ. ده کوښښ کاوه چې يو څه پيسې وګټي نو بيا د تجارت په پلمه کندهار ته ولاړ او هم په دې لټه کې و چې د يوه وتلي پير مريد شي.

ده په همدې هيله کندهار، ماوراء النهر او سمرقند پورې سفرونه وکړل. په ادب، فلسفه او تصوف کې يې زيات معلومات ترلاسه کړل. بايزيد وليدل چې مغلي چارواکو په پښتنو ظلمونه کول او کله چې دی په ۹۶۰ هـ کال کندهار ته ورسېد نو د ده د کاروان په ملګرو هم ډېر ظلم وشو او ده دا هم وليدل د کندهار يو چارواکي مشهور په مير چې  بيرمخان نومېده هم د خلکو فريادونو ته غوږ نه اېښوده. له دې سربېره بايزيد باندې هغې پېښې لا ډېره ناوړه اغېزه وکړه، چې د مغلي چارواکو يو تن په يوې افغانې مېرمنې دومره ظلم کوه چې د هغې وېښته يې د ژرندې پل پورې داسې تړلي وه چې دا د ژرندې له پل سره سمه څرخېده.

بايزيد په لسګونو داسې ظلمونه په خپلو سترګو وليدل چې د مغلو چارواکو لخوا په افغانانو باندې کېدل نو ځکه خو يې دې ته ملا وتړله چې دا ډول ظلمونوته د پای ټکی کېږدي.

لومړی بازيد خپل غورځنګ په مذهبي بڼه پيل کړ، دا ځکه چې د هغه مهال چاپېريال  او ټولنيز جوړښت په تصوف او طريقت، پيري او مريدي ولاړ و. ده چې د مغلو چارواکو ځنې ظلمونه په سترګو ليدلي وو نو د يوې پېښې نچوړ يې د يوه ليک په ترڅ کې داسې ميرزا حکيم ته کښلي وو چې:

«مغلو واکمنو يو کاروان لوټ کړ او د دې لپاره چې خلکو ته خپل زور وښيي نو بيا يې ښځې او ماشومان يا خو يې ووژل او يا يې زندان ته ټېل وهل.»(۳)

مغلي چارواکو لا د مخه د بايزيد په اړه يو شمېر اطلاعات ترلاسه کړي وو چې د ده دغه کړه وړه يې مغل واکۍ ته يو ګواښ ګاڼه.

ولې کله چې درباريان له ليک نه خبر شول نو بيا يې ميرزا حکيم د ده په وړاندې ولمسوه نو ځکه خو نوموړي جانسخان ته وليکل چې بايزيد کابل ته ولېږي که څه هم ميرزا حکيم بايزيد روښان ته ښه نيت درلود.

«هغه مهال چې ملک حبيب لومړی په پېښور کې مغلي چارواکي «جانس خان» ته د بايزيد له لاسه شکايت وکړ، بيا کابل ته لاړ او هلته يې ميرزا حکيم ته وويل. نو ميرزا له دغه شکايت نه سربېره د يو شمېر درباريانو خبرې هم اورېدلې وې نو ځکه خو بايزيد بندي کړی شو.»(۵)

يو تن ټولنيز شخصيت لوی قاضي، قاضي خان ميرزا حکيم ته وويل چې بايزيد يو ستر پير دی ميرزا حکيم نوموړی ډېر زر له بند نه آزاد کړ. دی ځکه د ډېر واک څښتن وه چې دی د اکبر پاچا ورور وه.

که څه هم يو شمېر انګېري چې پير روښان له زندان نه وتښتېد او يا يې مغلو چارواکو ته پيسې ورکړې او دی يې خوشی کړ.

پير روښان په دې پوه شو چې مغلي چارواکي دی نه پرېږدي او نه د اکبر پاچا په ظلمونو خوله پټولی شي، نو همغه وو چې اشنغر ته ولاړ او د مغل پوځونه ورپسې وو چې په پای کې د بايزيد پلويانو سره په جګړه کې ښکېل شول. دواړو لورو ته ډېر زيانونه واوښتل او هم ډېر شمېر پښتانه غازيان ووژل شول نو ځکه خو دغه سيمه اوس د «اغاز پور» په نوم يادېږي.

د پير روښان د مريدانو په قول حالنامې هم ورته اشاره کړې ده نوموړي په خپل کور کې پنځه کاله رياضت وکړ. د څښتن تعالی عبادت يې وکړ، د يوه ژور تفکر په بنسټ يې د مغلو زورواکو په وړاندې يې د مبارزې پلان جوړ کړ.

د بايزيد په قول ده يوه شپه خضر عليه السلام په خوب کې وليد او ده ته يې لاس ورکړ او غږ پرې وشو چې ته اوس کولی شې چې نورو ته لار وښيې.

له دغه نېټې وروسته ده خپل ځان مکمل پير وګاڼه او د پيري او مريدي هغه طريقې چې ده بشپړې کړې وې چې په پايله کې د مکمل پير درجې ته ورسېد. شريعت، طريقت، معرفت، وصلت، قربت، وحدت او سکونت دا طريقې د ده له اتو مرتبو څخه ګڼل کېږي.

«د پښتون فطرت او پښتون مزاج فيلسوف د اسلامي او انساني چاپيريال متخصص پير روښان د خپل فکر په رڼا کې د يوې داسې فلسفې بنسټ کېښود چې د ټولنې له سيکالوژي سره برابر يې د سکونت په مرتبه کې د «مسکين» لقب ترلاسه کړ.»(۶)

د هند مغلي چارواکو چې د پير روښان زياتېدونکی شهرت په پښتنو کې وليد نو پرېکړه يې وکړه چې له دوو لارو نه د ده د پرمختګ مخه ونيسي. پدې مانا چې دی بايد په مذهبي او نظامي بريدونو کمزوری کړي.

د تصوف اغېزې په ټولې اسلامي نړۍ پرتې وې، په تېره په دغه سيمه کې، چېرته چې د تيموري او بابري اولادې واک او ځواک و چې موږ د مينځنۍ اسيا هېوادونه، ترکيه، ايران، افغانستان، هندوستان مينځنی ختيځ او نور د بېلګې په توګه يادولی شو.

په پښتونخوا کې له پير روښان نه سربېره يو بل ستر پير سيد علي ترمذي و، چې دی د قنبر علي زوی د سيد نور احمد لمسی د سيد يوسف نور کړوسی او د محمد نور کوسی و چې د محمد زوی د ګوډ تېمور له خوريانو څخه ګڼل کېده.

سيد علي (وروسته مشهور په پير بابا) ترمذي د «۹۰۰ هـ» کال په شاوخوا کې زېږېدلی دی.

دی په ۹۶۲ هـ کال ځکه پښتونخوا ته راغی چې پښتانه د هند مغلي چارواکو ته يو ګواښ و او کله چې بيا پير روښان د مغلو په وړاندې پاڅون ته پښتانه هڅول، لا دې ته اړتيا زياته شوه چې دلته بايد د سيد علي ترمذي په څېر يو اورژبی پير د بايزيد مخه ونيسي. نو همدا لامل و چې پير بابا (سيد علي) دی پير تاريک وباله.

سيد علي چې له اټک نه راتېر شو وې ليدل چې په پښتنو کې يوسفزي پښتانه د څرنګوالي او څومره والي له مخې د پام وړ دي نو بيا يې د يوسف زيو د يوه لوی ملک لور سره واده وکړ.

دلته يوه بله خبره هم د پام وړ ده چې د ده مريد آخند دروېزه هم په يوسف زو پښتنو کې ځکه نامتو وه چې ډېر عمر يې له دوی سره تېر کړی وه. که له یوې خوا د ملک جيب په څېر کسان د پير روښان مخالف وو خو له بلې خوا د سيد علي او اخون دروېزه په څېر نامتو کسانو هم غوښته چې د پير روښان مخه ونيسي، «د ده مر کز دغه مهال د پېښور په شمال کې د اشنغر د ملا دولت مومند په کاله کې و او د ۹۷۰ هـ په شاوخوا کې د کابل صوبدار محسن خان د سيد علي او اخون دروېزه په مرسته پر ده باندې لښکر راووېست. . . ونيول شو او کابل ته يې بوت. هلته يې په سياه چال کې بندي کړ چې دغو پېښو د ۹۸۰ هـ تر شاوخوا پورې دوام وموند.»(۷)

موږ د مخه وويل چې ميرزا حکيم د قاضي خان په سپارښتنه پير روښان خوشی کړ او د دې لامل دا و چې قاضي له نوموړي څو پوښتنې وکړې:

لومړۍ پوښتنه: آيا ته رښتيا ځان مهدي بولې؟

بازيد ورته وويل: دا په ما تور دی. زه نه ځان مهدي ګڼم او نه نبي. ولې ځان هادي بولم.

دويمه پوښتنه: پتا داسې تور دی چې ته وايې په ما وحې راځي؟

ځواب: دا بېخي دروغ دي. په ما الهام کېږي او کله کله غيبي اواز اورم.

آيا د الهام او وسوسې تر مينځ کوم توپير شته؟

بايزيد ورته کړل: که چېرې د قرآنکريم احاديثو او يا د عالمانو او مشايخو له اقوالو سره سم وي نو الهام دی او که نه وسوسه.

بله پوښتنه: ته وايې چې په ما د وحې له مخې څلوېښت څپرکی کتاب نازل شوی دی آيا دا رښتيا ده؟

ځواب: زه وايم د الهام له مخې ما د خيرالبيان څلوېښت څپرکی کتاب ليکلی دی او دا داسې لکه څنګه چې په شيخ عبدالقادر جيلاني غوثيه د الهام په وسيله نازله شوی وه.

له دغه اوږده بحث نه وروسته قاضي خان نه يوازې په عقايدو کې ترې وپوښتل بلکې په فقه او سيرت کې هم له بایزيد څخه ډېرې پوښتنې وکړې.

له دغو پوښتنو وروسته قاضيخان بايزيد د يوه کامل پير په توګه وپېژند او په ډېر درناوي يې رخصت کړ. پير روښان چې کومې ستونزې له ملک حبيب خليل سره لرلې په خليلو کې ډېر تم نشو، د هشنغر مومندزو ته لاړ او همالته دېره شو.

کله چې د دې سيمې نامتو پير (ثاني پير) هم د ده مريد شو نو لا د ده باور په خلکو او ولس زيات شو. ده نه يوازې په حلقه کې ګڼ شمېر ځوانان شامل کړي وو، بلکې پېغلې او مېرمنې يې هم نيولې وې چې بيا يې له يوې مريدې سره چې «دنۍ بي بي» نومېده واده وکړ.

له دې سربېره نوموړي له يو شمېر سيمه ييزو خانانو سره خپلوۍ هم وکړې. خپله لور بي بي «کمال خاتون» يې د مومند زو د پاينده خان زوی علي محمد خان ته په نکاح کړه.

د بهادر خان لور يې خپل زوی شيخ عمر ته وکړه او همدا راز د يوه بل نامتو خان ملک ماما خان لور يې خپل يوه بل زوی جلال الدين ته وغوښته.

پيرروښان د ټولنيزو مناسباتو او اړيکو له مخې ځان ښه پياوړی کړ نو بيا يې د يوه ستر پير په توګه او د يوه اسلامي خوځښت له مخې خپل استازي افغانستان او د هند نيمې وچې چارواکو ته واستول چې د ده پيغامونه ور ورسوي.

د پير روښان څو نامتو مريدان

۱- شيخ مودود ترين:

د پيرروښان دغه استازی کندهار ته واستول شو او هلته يې د خپل پير تبليغ پيل کړ او په ترينو، کاکړو، بړېڅو، کاسيو او د سيمې يو شمېرو نورو قومونو تر مينځ يې خپلې موخې بيان کړې، چې له مخې يې ډېر مريدان د خپل پير پلويان کړل. نوموړی له هغه ځايه بلوچستان او سيند ته لاړ او همالته دېره شو.

۲- شيخ دولت لواڼی:

دولت لواڼی د پيرروښان له ډېرو نږدې ملګرو څخه وه. دی د الله داد حسن خيل لواڼي زوی د خپل قوم له مخورو څخه ګڼل کېده او دی یې اکبر پاچا ته ولېږه.

دولت لواڼی پخپله يو ښه ملا وه. په فقهې اصولو پابنده وه. او يو فلسفي شاعر ګڼل کېږي.

نوموړي د «صراط التوحيد» کتاب چې د پير روښان له تاليفاتو څخه وه هم جلال الدين اکبر ته ورکړ. ويل کېږي چې اکبر پاچا د هغه درناوی وکړ. ښايي د دې لامل به دا و چې نوموړي دا يو مذهبي خوځښت وګاڼه او د خپلې واکمنۍ لپاره يې کوم ګواښ نه ګاڼه.

اکبر پاچا د کوم ځانګړي مذهب پلوی نه وه، ان دا چې کوښښ يې کاوه چې د مذهبونو تر مينځ پخپل لاس تاوتريخوالي ته لمن ووهي.

له دې سربېره ده دا کار هم کاوه چې هره مذهبي فرقه د خپلې واکمنۍ د ټينګښت لپاره وکاروي.

بله کومه خبره چې ډېره مهمه وه، هغه دا چې کله داسې يوه ستونزه د کابل په شاوخوا کې پيدا شي چې د ده ميرنۍ ورور د کابل حکمران ميرزا حکيم يې د حلولو وس ونه لري. نو ده ته به په همدې پلمه دا موقع پلاس ورشي چې سيمې ته خپل پوځونه ولېږي، دا د دې لپاره چې کابل هم د خپلې واکمنۍ برخه کړي او هلته هم يو باثباته مرکزي حکومت ټينګ کړي.

۳- شيخ يوسف:

دی د پير روښان يو بل استازی وه چې د بدخشان حکمران ميرزا سليمان ته يې واستوه او د «فخرالطالبين» کتاب يې هم ورته ورکړ چې نومړي ترې د ډېرې خوښۍ څرګندونه وکړه.

۴- شيخ محمد عزيز ارزاني:

ارزاني د برهان الدين خويشکي زوی او د پښتو ژبې شاعر او د دېوان څښتن، چې له پښتو سربېره په پارسي، هندي، پنجابي او عربي ژبو هم پوهېده.

ملا ارزاني د پنجاب په قصور کې زېږيدلی چې اوس هم د قصور خانان نامتو دی. پير روښان دی دېته وګماره، چې په پنجاب کې روښاني غورځنګ ته خلک را مات کړي.

د دې غورځنګ او د بايزيد نږدې پيروان او پلويان دا دي:

– شيخ دروېش داد (د ابوبکر کندهاري خسر چې دی د علي محمد کندهاري پلار و او د حالنامې راټولونکی)

– شيخ فضل الله ولي، چې د پير روښان دغه خليفه د موسقۍ په علم هم پوهېده.

– شيخ بایزيد دوړ چې دی هم خليفه و او په پير روښان دومره ګران و، چې په حقيقت کې يو بايزيد باله. ملا بایزيد په تيرا، اورکزو او بنګښو کې ډېر مريدان او پلويان د روښاني غورځنګ لپاره جذب کړي وه.

– شيخ محمد کمال نه يوازې د بايزيد خليفه او مريد و بلکې د بايزيد د کاکا زوی هم وه چې په وزيرستان او دوړو کې د پير روښان د عقايدو تبليغ په غاړه درلود.

پير روښان ګڼ شمېر نور موريدان او پلويان هم لرل چې موږ د څو تنو ناموړو يادونه کوو:

شيخ ايوب، ملا زکريا، ملا عمر خويشکی، ملا بړېڅ، ملا مير ولي، ملا عبدالکريم شينواری، شاه يوسف، شيخ عمر، شيخ سيد بهادر، شيخ پاينده، مټه خان اکوزی، علي محمد مخلص د ملا ارزاني ورور، اسحق مومند او نور خليفه ګان يادولی شو.

نوټ: له نارينه وو خليفه ګانو پرته پير روښان ښځينه خليفه ګانې هم لرلې، چې موږ «ناشي بي بي» د بېلګې په توګه يادولی شو، چې نوموړې به په ښځو کې د پير روښان د فکر او روښاني غورځنګ تبليغ او ستاينه کوله.

له دې سربېره شمسو بي بي (د پير روښان مېرمن) بي بي آنۍ، بي بي علايي (د جلال الدين لور او د پير روښان لمسۍ) او د احداد مېرمن، بي بي کمال خاتون، بسۍ خليل، روښانۍ او نورې د يادولو وړ دي.

د پير روښان سيال پير بابا (سيد علي ترمذي) چې ده هم يو شمېر مريدان او خليفه ګان لرل چې ډېر نامتو يې اخون دروېزه نومېده، د ده په قول چې بايزيد سيد علي غواص ته هم بلنليک د يوه خليفه په لاس ۹۷۸ هـ ق کال استولی و. نوموړي نه يوازې د ده ليک و نه مانه بلکې د يوه مسلمان پاچا افسوس يې هم وکړ.

پيربابا د پير روښان غورځنګ د پښتنو لپاره يوه بلا ګڼله. دا ځکه چې بايزيد يې د خپلې پيرۍ لپاره يو ستر ګواښ ګاڼه.

همدغه لامل وه چې پير بابا د ملايانو يوه ډله چې اخون دروېزه يې په سر کې وه د حاجي ملا محمد پاپيني مشهور په ملا زنګی او يوشمېر نور يې د بايزيد سره د مناظرې لپاره هشنغرته ولېږل.

د تاريخ مرصع په هغې قلمي نسخې کې چې اوس دستي په برټش کتابتون کې شتون لري هم راغلي دي چې د بايزيد او دروېزه ترمينځ مباحثه او مناظره پيلېږي نو ځکه خو داسې اشاره ورته د شعر په ژبه افضل خان خټک کړې  ده:

چې عـــزت د عالمانو په کښ (پــکې) نه وو

هغــه ملــک فسـق و فسـاد شي

چې حرمت د دروېشانو په کښ (پکې) نه وي

هغه ملک پــه بــلا يـاد شــــــي

دا حقيقت په سمع  د محسن خان چه (چې) د کابل صوبه دار وه دست بسته (يې) له اشنغر و کابل ته بوت.»(۸)

اخون دروېزه هم په مخزن الاسلام کې د بايزيد په اړه کښلي دي چې موږ يې دلته څو کرښې را اخلو چې د برټش کتابتون له قلمی نسخې منقل کړی دی:

«اوس څموږ (زموږ) پزمانه کښ (کې) ګمراهان بې حده ډېر ديO ول سزبات اوس څموږ لبازيد انصاري (له بايزيد) سره دعوه ده.O دی د خدای لار غل دی… د بايزيد پلار نيکه دواړه علمان (عالمان) و د ورمړ (اورمړ) هم ريښتيني وو پدين کښ.O سوداګر د آسون (آسونو) پطلب غه د دنيا شه سمرقند لره وتللی آس ي راوست دوه سرO هندوستان لره وتللی… د ايمان خلل ي (يې) د اوچه اشنايي در ملحد حاکمراه سلمان شهO…»

په همدغې قلمي نسخې کې اخون دروېزه ځای ځای د پير بايزيد ستاينه هم کړې ده چې ګنې د هغه د دنيا عقل دېر و:

«د دنيا عقل ي ډير وO د قيامت عقل يې هېر وO.»(۱۰

که اخون دروېزه له يوې خوا د بايزيد غندنه کړې ده او دی يې يو ملحد ګڼلی دی خو له بلې خوا يې خپل پير سيد علي ترمذي ستايلی دی:

«د فقير استاد حضرت سيد علي ترمذي وپ (او په) بنهير (بنير) کښ (کې)O پوښتنخوا پمثال شپه و دی ډيوه و په اندهير کښ (کې)O»([3]۱۱)

اخون دروېزه په مخزن الاسلام کې د سمرقند يادونه هم کړې ده او په دې اړه د تاريخ مرصع په تاريخې څېړنه کې هم راغلي دي چې دېر پښتانه د تجارت او د علم د حاصلولو لپاره سمرقندو بخارا او د مينځنۍ آسيا نورو سيمو ته تلل او را تلل نو له دې کبله «پير روښان چې د سمرقند په پښتنو باندې د مغلو تيري او ظلمونه په خپلو سترګو ليدلي وو. نو په تيرا کې د اپرېدوو د اتمانخېلو، اورکزيو او نورو قومونو ځوانان په ځان را ټول کړل او بيا يې د مغلو په وړاندې پاڅون وکړ.»([4]۱)

د مغلو په وړاندې، د پير روښان د پاڅون لاملونه

پير روښان چې کله خپل ځواک وليد، چې له يوې خوا يې ډېر پياوړي او سرتېري مريدان پيدا کړل او له بلې خوا يې ګڼ شمېر ځوانان تر شا ودرېدل، بيا يي د يوه لوی لښکر بنسټ يې کېښود، او وېپتېله چې غوره به وي، د مغلو ظلمونو ته د پای ټکی کېږدي.

لکه د مخه چې وويل شول، هغه مهال چې په ۹۸۰ هـ کال اپرېدو، اورکزيو او اتمانخېلو قومي مشرانو او ځوانانو د ده ملا وتړله، لا يې خپل ځان کې د ځواک وړتيا وليده. نو د اخون دروېزه د څرګندونو له مخې کله چې له تيرا څخه پردي ځواکونه ووېستل .ده لاد غرونو په ځوانانو کې خپل مينه وال زيات کړل او د «ونسټ سميټ» په قول د بايزيد بری په دې کې وو، چې ډېر وګړي يې د خپلواکۍ له بابته چې غواړي له مغلو نه آزادي واخلي ځان پسې روان کړل.

بله کومه خبره چې ډېره مهمه وه هغه دا چې مغلي ځواکونه د پښتونخوا په سيمه کې دومره پياوړي نه وو، لکه څرنګه چې سيد علي ترمذي (پير بابا) د مسلمان پاچا ارمان کړی وه.

دريمه خبره دا وه چې د اکبر پاچا او د ميرزا حکيم تر مينځ هم د وروری اړيکې ډېرې خوږې او پياوړې نه وې. ميرزا حکيم په ۸۱ – ۱۵۸۰ز کال دوه ځلې په پنجاب بريد وکړ. – ۲۷ – کلن حکيم دويم وار په خپله هم د پوځ مشري په غاړه درلوده او غوښتل يې د روهتاس کلا قومندان د ځان پلوی کړي. ولې ګټه يې ونه کړه، دا ځکه چې د لاهور والي د جلال الدين اکبر له باوري دوستانو څخه و.

که څه هم اکبر پخپه د هند په ختيځ، سوېل او د بنګال په شاوخوا کې ډېرې ستونزې درلودلې …که سلاکارانو څومره ورته وويل چې لومړی دغه کواښ له مينځه يوسي، خو جلال الدين ډېره وېره له کابله او شما ل لوېديځو سيمو نه لرله، نو ځکه خو یې په ۱۵۸۱ ز کال خپل پوځ د هېواد له نوې پلازمېنې فتح پور سکري Fatehpur – Sikri څخه د کابل په لور وخوځوه.

اکبر پاچا په سرهند Sirhind کې خبر شو، چې ميرزا حکيم له وېرې نه له سيمې وتلی دی.

جلال الدين اکبر ځان اباسين ته ورسوه او د اټک کلا بنسټ يې کېښود. د دې کلا د بشپړولو لپاره يې خپل برهمن سلاکار راجا بيربل Raja Berbal ته دنده وسپارله چې کلا په بيړه جوړه کړي.

د ډېرې تودوخې له امله د ده سلاکارانو په تېره د ده مذهبي سلاکار جيسيوت مانسيورات ورته Jesuit Monserrateوويل هوا توده ده او اباسين نه تېرېدل هم ګران دي او د پله د جوړېدو امکان هم نشته ښه به وي چې بېرته ستانه شو.

ولې اکبر و نه منله او «مان سنگھ» ته يې وويل چې پېښور ونيسي. خو کله چې ميرزا حکيم خبر شو د پېښور بازار ته يې اور واچوه او خپله وتښتېد. ولې سره د هغې هم اکبر ټينګار وکړ چې د خيبر لاره بايد جوړه شي او انجنر قاسم خان يې دې ته وګماره او خپل زوی «مراد» او «مان سنگھ» ته يې هم وويل چې خيبر لاندې کړي.

انجنر قاسم خان په ډېر زيار د خيبر لاره جوړه کړه. د ابو فضل د څرګندونو له مخې وروسته اکبر پاچا نوموړی د کابل والي وټاکه.

د اکبر پوځونو کابل ونيو چېرته چې د ده د نيکه هديره وه او حکيم له خپلو پلويانو سره غره ته پورته شو.

جلال الدين اکبر خپله خور «بخت النساء» د کابل والي وټاکله، خپله بېرته را ستون شو او د بېړيو په پله له اباسين نه را پورې ووت.

پدغه وخت کې د پير روښان پنځم زوی جلال الدين«جلاله» د يو شمېر ځوانانو په مټ د اکبر په پوځ بريد وکړ ولې ماته يې وخوړله.

د پير روښان له اووه زامنو څخه (شيخ عمر، نورالدين، خيرالدين، کمال الدين او جلال الدين) يانې پنځه زامن يې له بي بي شمسو څخه، يو زوی يې الله داد نومېده چې د بي بي دنۍ زوی وه او اوم زوی يې چې دولت الله نومېده له بي بي تورۍ څخه وه .بايزيد لا له دې د مخه لکه چې په تېرو پاڼو کې ورته اشاره وشوه له مغلو سره ښکېل وه او په دې هم پوهېدلی و، چې د يوسف زو په سيمه کې له يوې خوا د ده د پيرۍ او مريدۍ د لارې دښمن سيد علي ترمذي او اخوند دروېزه سره لاس او ګرېوان وه او له بلې خوا يې د اکبر له پوځونو سره مخامخ جګړه نشوه کولی، نو ځکه خو د تيرا هسک غرونه د ده لپاره مهم وه او د اپرېدو په مرسته يې تيرا خپله پلازمېنه اعلان کړه.

د محسن خان په مشرۍ د مغلو او د ده د لښکر چې ډېر شمېر يې اپرېدي وو څو وارې سختې جګړې وکړې. ولې کومه جګړه چې ډېره مهمه وه هغه د ميرزا سليمان سره وه چې د بدخشان والي وو.

 د اکبر پاچا د ليدلو لپاره هندوستان ته روان و. د بايزيد لښکر د خيبر په دره کې د مغلو په قافله بريد وکړ. کله چې په پېښور کې د مغلو پوځ خبر شو ډېر زر يې د پېښې ځای ته ځان ورسوه، نو بيا يې د ميرزا سليمان له پوځ سره په ګډه په اپرېدو بريد وکړ او له يوې خونړۍ جګړې وروسته يې ماته وخوړه.

مغلي چارواکو د کسات اخستلو لپاره بيا بريد وکړ. خو دا ځل روښاني لښکر ماته وخوړه او پير روښان يوسف زيو ته لاړ او هلته يې د اکبر په پوځونو بريد وکړ.

د پير روښان په اړه ويل شوي دي چې نوموړی جل وواهه او په ۹۸۲ هـ ق کال ومړ.

ولې يو شمېر څېړونکي انګېري چې پير روښان په ياده شوې نېټه ندی مړ شوی، بلکې د ده مړينه په ۹۸۸ هـ کال ښيي. دا ځکه چې پير روښان د ملي جهاد په نوم ډېر پښتانه جنګيالي په ځان را ټول کړل او په دې هيله، چې يو ملي حکومت جوړ کړي، له دې

بابته د ده لښکر او د کابل صوبدار محسن خان پوځ د شينوارو په «تور راغه» کې يو بل سره مخامخ شول چې په همدغه جګړه کې دغه ستر مېړه د ۵۶ کالو په عمر مړ شو.

د مغلي واکمنۍ  او د پير روښان د اولادې برخليک

د بايزيد روښان له مړينې وروسته د ده مشر زوی شيخ عمر د اتو (۸) کالو لپاره د يوسف زو په اغاز پور کې حکمران و او د پلار په څېر په خپل هوډ ولاړ وه. لکه څنګه چې سيد علي ترمذي او اخون دروېزه د پير روښان په وړاندې ولاړ وو. همدا رنګه دشيخ عمر په مقابل کې هم درېدلي وو او د پلار په څېر يې دی هم ملحد ګاڼه او ان د لعين خطاب يې ورته کوه.

«شيخ عمر نه يوازې خپل مذهبي او سياسي غورځنګ ته د پښتونخوا په سيمو کې پراختيا ورکوله بلکې د روښاني غورځنګ له دښمنانو سره هم لاس او ګرېوان وه.

د پير روښان دوښمنانو، سيد علي (پير بابا) او د مريدانو په سرکې اخون دروېزه او حمزه خان اکوزي په لمسون د پير روښان مړی له قبره و وېست او سيمه ييزو ګوجرو له ځان سره يو وړ.»() اوس ويل کېږي چې دی په دووړو کې ښخ دی.

له دې سربېره حمزه خان اکوزي د خپل پير سيد علي ترمذي په لمسون په وسله وال بريد لاس پورې کړ. د پرلپسې جګړو له امله نوموړي ماته وخوړه .ولې د قومي تړون له بابته، چې حمزه خان د يوسفزو له ځواک نه ناوړه ګټه پورته کړه، له دلازاکو سره په ملتيا د يوې خونړۍ جګړې په ترڅ کې لومړی شيخ عمر او خيرالدين و وژل او بيا وروسته یې نورالدين، الله داد او دولت الله هم له مينځه يوړل.

په پير روښان او د پير روښان د غورځنګ په غړو چې څومره ظلم شوی دی، د تاريخ په پاڼو کې لږ ساری لري. د بېلګې په توګه د بايزيد د زامنو پنځه پرې شوي سرونه کله چې د شمسو بي بي په مخکې کېښودل، په داسې حال کې چې دا د حمزه خان سړيو بندي کړې هم وه، د خپلو زامنو سرونو ته يې و ويل: آفرين زامنو چې تاسو خپل سرونه د آزادۍ په لاره کې قربان کړل .تاسې په رښتينې توګه د پښتنې شودې (پۍ) رودلې دي. ويل کېږي چې دې له ستر ګو يوه اوښکه هم تويې نه کړه او لا په ځغرده يې و ويل: زما ګرانو او نازولو زامنو زه پر تاسو وياړم.

ولې د پير روښان دوه زامن هر يو جلال الدي جلاله او کمال الدين له دا ډول خو نړيو جګړونه ژوندي پاتې شول او جلال الدين، د اکبر دربارته بوتلی شو.

ولې څرنګه چې جلال الدين جلاله ليدل، چې که له يوې خوا د پير بابا مريدانو اخون دروېزه او حمزه خان دپير روښان د غورځنګ د غړو په وړاندې پرو پاګند کاوه، خو له بلې خوا مغلي ځواکونو د دغه غورځنګ د ځپلو لپاره وسله وال بريدونه هم کول. نو همدا لامل و چې دی ژر د شيخ خليل په مرسته بېرته سيمې يانې تيرا ته راغۍ او بيايې وسله وال پاڅون ته ملا و تړله.

په طبقات اکبري کې راغلي دي چې په ۹۹۶ هـ کال د نوروز لومړۍ نېټه چې د اکبر پاچا د واکمنۍ دوه دېرشم (۳۲) کال وه جلال الدين جلاله د راجه مانسنگھ له لښکرو نه ماته وخوړه او بنګښوته په شا شو.

«جلاله د پښتونخوا له بېلا بېلو سيمونه پښتانه جنګيالي ځان پسې کړل بيايې په غزني بريد وکړ ولې د هزاره ګانو په ولکه کې پرېووت. بيايې د نوموړي سر، اکبر پاچا ته ولېږه.»(۱۳)

د جلال الدين جلاله له مړينې وروسته، د ده وراره، د شيخ عمر زوی احداد، د ده ځای ناستی و ټاکل شو.

له تيرانه يې بيا په مغلو بريدونه شروع کړل.نوموړي يوه ډله غورځنګيان غزني ته ولېږل او هغو د جلاله هډوکي دووړو ته (۱۰۱۲ هـ) راوړل او د پير روښان په هديره کې خاورو ته وسپارل.

موږ د پير روښان د قبر يادونه وکړه چې ګوجرو نه وروسته د ده مريدانو لاس په لاس د ده تابوت ځکه ګرځوه چې بيايې څوک له قبرنه بېرون نکړي. ولې د يوې جګړې په ترڅ کې تابوت په سين کې لاهو شو او له پيدا کېدو وروسته يې دووړو کې ښخ کړ.

اکبر پاچا د ميرزا حکيم خان له مرګ نه ورسته غوښتل چې کابل ته لاړ شي، نو ده د زين خان کوکه په مشرۍ سوات، باجوړ او د يوسفزو د ځپلو لپاره، يو پوځ هلته ولېږه .د سختې جګړې له امله بېرته د تېښتې په حال کې، په ډېرشمېرسوات کې و وژل شول او زين خان په تېښته اټک ته راغۍ.

ولې د تل په څېر چې پښتنو له خپلې بې اتفاقۍ نه همېشه ماته خوړلې ده، د پير روښان کورنۍ هم پخپلوکې و وېشل شوه. د جلال الدين مشر زوی الله داد چې د ټولو زامنو شمېر يې (هادي داد، کريم داد، ميا داد) څلورو ته رسېده له احداد سره جوړ نه وو.

د جلاله څلور واړو زامنو په سر کې الله داد، غوښتل چې له مغلو سره روغه وشي. همدا لامل وو چې د پير روښان په لمسيو کې، نا يو والی او بې اتفاقي مينځته راغله.

له دېنه د مخه د جلال الدين د کورنۍ يو شمېر غړي لکه د ده خور کمال خاتون، د ده وراره وليداد او وحدت علي (د بايزيد د کاکا لمسی) چې په باجوړ کې استوګن وو، د مغلو له خوا ونيول شول او لاس تړلي يې په لاهور کې د مغلو دربار ته يو وړل .خو بيا هم د روښانيانو پلويانو دوی له زندان څخه په پټه را و وېستل او تيرا ته يې و رسول.

دا ډول پښتنو هم د جلال الدين جلاله په زامنو اغېزه در لوده او په زندان کې د کمال الدين مړينه، چې د مغلي اکبر له خوا نيول شوی و، يو بله ناوړه پېښه وه. همدا راز په سلګونو نورو پېښو د دوی په فکرونو اغېزه کړې وه .

ځکه يې نور له مغلو سره جنګ کول نه غوښتل. يايي په وس پوره نه وه، ځکه چې د مغلو له خوا په ۱۰۳۵ هـ ق کال د خټکو په «لواغر» کې احداد و وژل شو. ولې د هغه زوی عبدالقادر بيا هم د مغلو په وړاندې ودرېد خو په ۱۰۳۶ هـ کال دی او مور يې بي بي علايې د مغلو له خوا و نيول شول او عبدالقادر په ۱۰۴۰هـ کال د پېښور په زندان کې ومړ.

د جلال الدين کشر زوی د مغلو په وړاندې د مبارزې ډګر ته را ووت، ولې د شاه جهان د واکمنۍ په مهال په ۱۰۳۸ هـ کال دی هم په پېښور کې ووژل شو.

د ده له مړينې وروسته د بايزيد روښان د کورنۍ نور غړي يو د بل  پسې مغلي دربار ته ورغلل او د مغلو پاچاهانو هم دوی ته غوره منصبونه ورکړل.

سره د دې ټولو ستونزو، چې افغانانو لرلې بيا هم ټولواک اکبر په دې بريالی نشو، چې جلاله ونيسي، ولې په دريم وار اکبر پاچا له يو ستر ځواک سره ۱۵۹۲ ز کال د جلاله د کورنۍ په ګډون يې څوارلس زره د پير روښان پيروان او پلويان ياونيول، ياووژل…

له اکبر نه وروسته نورو مغلي چارواکو هم دا وس پيدا نکړ چې د پښتونخوا ټولې سيمې تر خپل واک لاندې راولي.

که څه هم د اکوړي په مهال يو څّه سيمې پښتنو، له پښتنو نه ترلاسه کړې،  بيا هم د اکوړي لخوا تر واک لاندې وې.



[1]  – رولف کارو پټانز ۳۱ مخ.

[2]  – سنګروال شهسوار د افغانستان قومونه ۳۴۲ مخ.

[3]  – همدغه قلمي نسخه ۲۱۵ مخ.

[4]  سنګروال شهسوار د تاريخ مرصع تاريخي څېړنه ۱۴۶ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب