سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد لوګر د خروار امنیه قوماندان له طالبانو سره په نښته کې...

د لوګر د خروار امنیه قوماندان له طالبانو سره په نښته کې ووژل شو

تاند(پنجشنبه، د ثور۱۶) د لوګر ولایت د خروار امنیه قوماندان څارمن عبدالله له وسله والو طالبانو سره په نښته کې ووژل شو.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویندوی ګل حیدر احمدي وايي چې د خروار امنیه قوماندان څارمن عبدالله له خپل یوه سرتېري سره د لوګر مرکز پُل علم ته نژدې د طالبانو په حمله کې ووژل شو.

د احمدي په وینا طالبانو تېره شپه د پُل علم پر عمراباد پوسته برید وکړ او د څارمن عبدالله په مشرۍ کومکي ځواک د پوستې د ملاتړ لپاره سیمې ته ورسېد. په سمیه کې د دواړو خواوو په جګړه کې څارمن عبدالله له خپل یوه سرتېري سره ووژل شول.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو پر اساس په دې جګړه کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې خو د مرګ ژوبلو دقیق شمېر ورته څرګند نه دی.

د روانې اوونۍ په پیل کې (د ثور۱۲) په پُل علم کې په یوه موټر بمي برید کې د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېل د کلي ۲۳ ځوانان، چې د کانکور د ازموینې لپاره پل علم ته تللي وو، ووژل شول او تر ۱۰۰ ډېر نور ژوبل شول.

چارواکي وايي چې دا برید طالبانو کړی خو طالبانو یې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

4 COMMENTS

  1. د لوګر برید او د خلکو غبرګونونه

    نویداحمد څرک

    د لوګر د برید په تړاو د طالبانو چوپتیا له دې کبله ده چې هغوی د دې برید لپاره توجیه نه لري، خو برید یې ځکه کړی چې د دې برید له مسوولیت یې انکار نه دی کړی.

    طالبانو ولیدل چې د لوګر برید باندې څومره خلکو غبرګون وښود او دا ډله یې څومره سپکه کړه او څومره کرکه یې ترې وښودله.

    د لوګر د برید ټول قربانیان ملکي وګړي دي، هغه کور چې برید پرې شوی، د ازري ولسوالۍ زده کوونکي و چې لوګر مرکز ته د کانکور ازموینې لپاره راغلي و او نور قربانیان د دې کور تر څنګ د ملکي روغتون ناروغان او پایوازان و، ځینې خلک کورونو کې ټپيان شوي و.

    دا چې برید ډیر قوي و، زیات شمېر خلک تر خاورو لاندې شوي و او د شاوخوا سیمو کورونه ویجاړ شوي و چې خلک ورلاندې پاتې و.

    دې برید د لوګر یواځینی ملکي روغتون په بشپړ ډول ویجاړ کړی او دومره وحشت یې کړی چې حتی هیڅ توجیه یې ورته تراوسه نه ده پيدا کړې چې دا برید څنګه توجیه کړي.

    طالب داسې هیڅ برید ته توجیه نه شي پيدا کولی، خو ځینو بریدونو ته په سپين سترګۍ سره د اسلام له نظره توجیه لټوي، په داسې حال کې چې نباید اسلام ته د طالب له نظره وکتل شي، بلکې طالب ته دې د اسلام له نظره وکتل شي چې څومره انسان دی او څومره ځناور دی چې له اسلام ناسمه ګټه اخلي.

    که تاسو خواله رسنیو ته سر ښکاره کړی وي، هلته به مو له طالب د خلکو کرکه لیدلي وي چې څومره یې طالب غندلی دی، خو زه وایم چې یواځې په غندلو نه کیږي، طالب باید هره سیمه کې ورټل شي او له سیمو وشړل شي.

    طالب د افغانانو ازلي دښمن او د دې خاورې د ویجاړۍ او بربادۍ سبب دی چې تر څو د دوی فعالیتونه وي، وینې تویدنې به دوام لري.

    څومره چې طالب رټلی شئ، و یې رټئ، څومره چې طالب څخه کرکه کولی شئ، و یې کړئ، طالب خو نه شي کولی چې ټول افغانان په یوه ورځ مړه کړي، مبارزه وکړئ، لږ تر لږه د قلم په زور خو یې ووهئ.

    طالب له وحشت او دهشت پرته بله لار نه لري، طالب یواځې هغه څه کوي چې بهرني د جګړې سوداګر ورته لارښوونه وکړي.

    طالب انسان نه دی، طالب مسلمان نه دی، طالب افغان نه دی، طالب یو وحشي ځناور دی چې یواځې د انسانانو وینې واک ته د رسیدو او پيسو لپاره توی کوي.

  2. الله پاک دې شهادت قبول کړي او جنت فردوس یې ځای شه. لعنت په طالب او بادارانو یې.

  3. د ظالم شوروی او د ظالم شوروی غلامانو څخه افغان ملت په ستره قربانی سره افغانستان ازاد کړ ، افغان ملت کمترینه دمه نه وه کړی چی ظالم امریکا ( یو لاس کښی د تباهی سلاح او بل لاس کښی د تباهی ډالر ) ، شیطان انګلیس او دوه سره غلام پنچابی پاکستان او همدارنګه ظالم اخوندی رژیم ایران خپل تربیه شوی وحشی غلامان په کابل او د افغانستان نورو شهرونو خوشی کړل او کابل او نوری برخی کاملآ ویجاړی کړی او د کابل په زرګونو اوسیدونکی ئی بی رحمانه په قتل ورسول او کابلیان ئی چور او میرمنی ئي بی عزته کړی او دا ټول جنایتونه ئي د الله اکبر تر شعار ئي تر سره کړل او دی ساختګیو تنظیمونو په خپلو مینځو کښي د قدرت لپاره ئي کابل په څو برخو سره وویشلو ، ددوی دی وحشی صحنو ځغمل ګران وو نو تصمیم ونیول شو چی ددی وحشیانو څخه سلاحګانی د افغانانو په وسیله ټولی کړۍ شی ، ددی لپاره یو ګروپ په ۱۹۹۵ کال کښي انتخاب شو او ددوی شعار سلاح جمع کول وو اما لږه موده وروسته د پنجابی پاکستان او ظالم امریکا ( خائين خلیلزاد ) په ۱۹۹۶ کال ابتدا کښی دا ګروپ له مینځه یووړ او خپل د کوچنیوالی څخه تربیه شوی طالبان ؟ د ړانده طالب ؟ عمر په مشرۍ تبلیغ کړۍ شول او وروسته ئي شیخ بن لادین هم ورسره یو ځای کړ ( د بن لادین څنګ سره مسلسل د سعودی شهزادکان او خلیلزاد لیده کیدل ) بیا لږ څه وروسته ظالمی امریکا بل ریکارد شروع او دا راوستل شوی طالبان په اتفاق سره بی له ادنا مقاومت پنجابی پاکستان ته ولاړل او په ۲۰۰۱ کال کښی ئي تنظیمی ، کمونیستی قاتلان سره د تربیه شوو غلامانو ( دیموکراتانو ؟ ) سره متحد او د ملت په اږو ئي سپاره کړل اوس ظالمه امریکا غواړی چی دا ساختګی طالبان هم ددوی سره یو ځای کړی او دی جریان کښی په افغان ملت هم د کابل قاتلانو او هم د طالبانو له قاتلانه حملی روانی دی او لوګر ئی ددوی خائینانه عمل ستره نمونه دی او داسی مجملی وحشی صحنی په افغانستان کښی هم امریکا ، پنجابی پاکستان او ایران غواړی او امریکا ډاډه دی چی دخپلو رنګارنګو غلامانو په وسیله افغان ملت ښه تره ګروګان کولای شی او افغانان به اوس پخپلو مینځو کښی سره وژنی !!!! امریکا د شیطان انګلیس په کومک د هغه وخت شوروی څخه زیرنګ تره دی اما بیا هم ددوی چتل پلان به ډیر دوام ونه لرلۍ شی !!!!!

  4. افغانستان د لعین طالب پر ضد ملی قیام ته ضرورت لري. هر څوک چې دا د پنجاب په متیازو او بولو لوی شوي طالب سره مرسته کړي باید ونیول شي. تر دې وروسته باید یو طالب زنداني هم خوشي نشي. هر وخت چې طالب بې ګناه افغانان ووژني باید له رحم پرته له دوی سره هم همداسې چلند وشي. د وحشت په مقابل کې باید له دوی سره هم وحشت وشي. دوی د افغانانو له مهربانۍ ګټه اخیستې. نو باید افغان دولت خپله د ترحم سترتېژي بنده کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب