شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهیو شمېر افغانانو د مسعود غونډه له ملي ارزښتونو سره په ټکر...

یو شمېر افغانانو د مسعود غونډه له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې وبلله

تاند (پنجشنبه د ثور ۱۶) وروسته له دې چې د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمد شاه مسعود زوی د یوې غونډې پر مهال، چې سلګونه کسان یې راټول کړي و او د افغانستان د ملي بیرغ پر ځای په کې د مجاهدینو د وخت بیرغ پورته شوی و او د ملي سرود پر ځای په کې “ګوندي” سندره وغږول شوه، یو شمېر افغانانو یې په وړاندې غبرګون ښکاره کړ.

احمد مسعود پرون په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې چې پر پخوانیو مجاهدینو سربیره د ولسي جرګې یو شمیر غړي هم حاضر و، طالبانو او افغان حکومت ته په خطاب کې وویل چې د افغانستان ستونزه نظامي حل لاره نه لري.

نوموړي زیاته کړه، که طالبان د افغانستان ستونزې ته نظامي حل لاره وټاکي، نو دوی هم د طالبانو پر وړاند نظامي جګړې ته تیار دي.

د هغه په خبره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نه‌ ده پاتې او له طالبانو یې غوښتنه وکړه چې له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او روانه جګړه پای ته ورسوي.

خو په دې غونډه کې د ملي بیرغ نشتون دغه راز د ملي سرود نه غږول هغه څه دي چې ګڼ شمېر افغانان یې په غوصه کړي دي.

افغان چارواکي او د خواله رسنیو فعالان وايي چې د احمد مسعود دغه کړنه ورته د منلو وړ نه ده او په خبره یې چې دا ډول کارونه له یوه افغان سره نه ښايي او د ملي ګټو خلاف یې بولي.

د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي د مسعود دغه کار ته په اشارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، «خاین ترین، مزدور ترین او هېواد پلورنکی شخص هغه دی، څوک چې ملي سرود او ملي بیرغ نه مني.»

حسیبه اټکپال بیا پر خپل ټویټر لیکلي، «اساسي قانون چې په يوه مصلحتي فضا کې جوړ شو، د ده پلار يې ملي اتل ونوماوه، ملي بيرغ، ملي سرود او نور ملي سمبولونه يې وټاکل، چې ټولو ومنل، خو هغه د همدغه قانون په اساس خپل پلار ملي اتل ګڼي؛ خو ملي سرود، ملي بیرغ او نور ملي سمبولونه نه مني. احمد مسعود په غلطه روان دی، ويې ګرځوئ!»

د غازي عابد په نوم د ټولنیزو رسنیو یوه فعال بیا په خپله فېسبوک پاڼه داسې لیکلي، « د احمد مسعود پلویان غواړي چې له هغه د پلار په شان رهبر جوړ کړي، ظاهري کيفيه يې هماغسې جوړه کړل شوې، ډېر ډېر یې راباسي… خو دده نننۍ غونډه کې ملي سرود ته درناوی نه دی شوی، داسې حال کې چې پلار ته يې د اساسي قانون د ارزښتونو له مخې کرزي د ملي قهرمان لقب ورکړی، اوس چې دی ورته درناوی نه لري، مانا د پلار لقب ته د جعل په سترګه ګوري. دی یا يې پلویان که هوښيار وي، ملي ارزښتونو ته باید درناوی وکړي، نه یې مخنیوی. کاش دا کار يې هوښيارو پلويانو له لورې يې وغندل شي.»

په ولسي جرګه کې د پکتیا د خلکو استازې وايي، «لنډغري هم حد لري. ملي سرود، ملي بیرغ او افغاني سکه چې څوګ نه منئ نو پوه شه چې د دوي لاره د اوله غلطه وه چې کابل یې چور کړ خو اوس خلکو پېژندلي دي او د پردیو په اشاره افغانستان ته راغلي دي جاسوسان دي او د هېواد د ړنګولو او چور کولو برنامې د ځانه سره لري.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب