دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

د کرکې د تولید او تکثیر شرایط

کرکه په هغه معنا چې مخکې وویل شوه، یعنې له نورو څخه – له هغو کسانو څخه چې له موږ سره فکري، سیاسي، مذهبي … اختلاف لري، د بېزارۍ او نفرت احساس دی او په خاصو شرایطو کې په ټولنیز خطر اوړي. خاص شرایط یعنې هغه مهال چې دا ښکارنده د فردي عارضې له بریده واوړي او په ټولنیزې ښکارندې بدله شي. دا چې ځینې کسان په فردي لحاظ په کرکې اخته دي، د دې مخه نه شو نیولی او داسې ټولنه نه شته چې ټول وګړي یې په اروايي لحاظ بېخي روغ او بې عیبه وي. په ټولنه کې د مختلفو ناروغیو او ناروغانو شتون طبیعي چاره ده. البته چې طبیعي دا معنا نه لري چې ګواکي هغه دې ښه یا سم هم وي، بلکې معنا یې دا ده چې که په ټولنه کې یو څو جسمي یا اروايي ناروغان ووینو، و نه ترهېږو او داسې وانګېرو چې ګواکې ټوله ټولنه د تباهۍ ګړنګ ته لوېدونکې ده. هر وخت ځینې ناروغ، ګناهکار، او په اروايي ستونزو اخته کسان وي او ناممکنه ده چې یوه ټولنه دې یو مخ ورنه پاکه شي. که څوک وغواړي داسې ټولنه جوړه کړي نو تر هغې لوی مصیبتونه به ور واړوي، لکه څنګه چې هتلر به معلولان، همجنس بازان، او یهودیان وژل چې په خپل ګومان خپله ټولنه پاکه او مطلوبه کړي. هغه به ان سپارښتنه کوله چې وګړي یې باید ښکلي اندامونه ولري، ورزش وکړي، چاغ نه شي، او هڅاند وي. خو د دې تګلارې پایله توکمیزه تصفیه او د میلیونونو بې‌ګناه وګړو وژل وو.

خو که دغه شیان لکه ګناهکاري، جسمي ناروغۍ او اروايي اختلالونه عامه شي او په ټوله ټولنه کې خپره شي نو بیا خو اندېښنه ورته په کار ده ځکه چې داسې ټولنه به دړې وړې شي او وګړي به یې تباه شي. د کرکې مسأله هم دغسې ده. که کرکه عامه شي او هر ورځ نور نوي وګړي پرې اخته شي، نو هغه ټولنه به له مطلقې تباهۍ پرته بل انجام به نه لري. په رواندا هېواد کې په سلو ورځو کې اته لکه کسان ووژل شول او د دې هېواد دولت خو لا وايي چې یو میلیون او اویا زره کسان وژل شوي وو. ولې؟ ځکه چې په څو لسیزو کې هلته په ټولنه کې توکمیزه کرکه خپره شوې وه.

کرکه په هغو شرایطو کې تولیدېږي چې ناورین وي، جنګ وي، استبداد وي، فقر او محرومیت وي، ځینې کسان هر څه ولري خو اکثره وګړي هېڅ ونه لري. کرکه لکه باکټریا په ککړو محیطونو کې ښه وده او پراختیا کوي. البته یوازې کرکه داسې نه، بلکه په ګډوډۍ او بحراني شرایطو کې نورې ناروغۍ لکه بد ویني، بد ګوماني، پر نورو باندې تعرض، غلا، جنایت او نور هم غوړېږي.

خو، کرکه هر وخت د هماغه ترخو واقعیتونو په وجه چې مخکې مو یاد کړل، نه رامنځته کېږي. کله کله کرکه له توهم څخه زېږي او کله د کرکې خپروونکو تبلیغاتو زېږنده وي. د کرکې خپرول یوه هغه لاره چې د سیاسي او مذهبي لانجو په تاریخ کې اوږده سابقه لري. له پخوا څخه هغه کسان چې د قدرت د نیولو په فکر کې وو، پوهېدل چې د کرکې په خپرولو سره د خلکو یوه ډله خپل شا ته درولی شي او له دغو احساساتي او پارېدلیو خلکو څخه داسې ویجاړوونکی ځواک جوړولی شي چې رقیبان په زور او ځواک سره له مخې لرې کولی شي. دوی د کرکې په ایجادولو سره د ټولنې په یوه خاصه ډله کې وېره او اندېښنه خپروي او همدا هغوی سره یو کوي او خوځښت په کې راولي. له بل څخه وېره د کرکې د تولید یوه برخه ده او له هغه وګړي او ډلې چې یوازې خپله ګټه غواړي، له دې شي څخه د خپلو پروګرامونو په عملي کولو کې ګټه اخلي.

هغه کرکه چې صربي رهبرانو د غیر صربي قومونو او په تېره بیا د مسلمانانو په مقابل کې تولید کړه، هغه کرکه چې نازیانو د یهودیانو په وړاندې تولید کړه، هغه کرکه چې په رواندا کې په هوتو قبیلو کې د توتسيانو په مقابل کې ایجاد شوې وه، هغه کرکه چې چپي بهیرونو د پانګوالو او فیوډالانو په وړاندې تولیدوله، او داسې ډېرې نورې نمونې دي چې ځینې واقعیتونه له ډېرو توهماتو سره ګډ شوي دي او پراخ تبلیغات ورته شوي دي چې ځینو ته د واکمنۍ لاره هواره کړي.

کرکه پاروونکو تبلیغاتو ته زیاتره په هغو ټولنو کې د پراخېدو لاره هواره ده چې په تعلیمي نظام کې یې انتقادي تفکر نشته، کلیشې په کې آسانه جوړېږي، او وار له مخکې قضاوتونه په کې عام دي. چېرې چې انتقادي تکفر عام وي، وګړي د ځینو کلیشو په مقابل کې مقاومت کولی شي او ورباندې نیوکه کولی شي. په انتقادي تفکر کې د «خو ګانو» لپاره ځای وي. چا چې انتقادي تفکر یې زده کړی وي، په آسانۍ سره هر غوولونکي شعار ته نه تسلیمېږي. خو په هغو ټولنو کې چې وګړي یې له انتقادي تفکر سره نا آشنا دي، د وینا کولو د مهارتونو په زده کولو او د عام پسندو میتودونو په کارولو سره کولی شو د بل قوم، بل مذهب، بل ګوند، بلې ژبې … په مقابل کې منفي فکرونه تبلیغ او کرکه تولید کړو. طبیعي ده چې په دې ډول تبلیغاتو کې د مقابل لوري ځینې داسې کړنې د سند په حیث وړاندې کېږي چې د انتقاد وړ وي خو دا کار په داسې بڼه کېږي چې د مقابل لوري ټول هویت هماغه منفي کړنو ته راټیټېږي او د هغوی پر نورو ټولو ښېګڼو سترګې پټېږي.

د کرکې د تولید امکان په داسې ځای او داسې شرایطو کې زیات وي چې د ټولنې فرهنګ د انسانانو فردیت نه مني او د انسان د شخصیت خپلواکي، له توکم، رنګ، مذهب، او ډلې جلا په رسمیت نه پېژني. هلته د یوه خاص قوم یا ټولنیزې ډلې لپاره کُلي صفتونه جوړېږي او بیا دغه صفتونه د هماغه ډلې هر فرد ته تعمیمېږي او دا تصور خپرېږي چې د هغه قوم هر وګړی یا د هغه مذهب هر لاروی، بې له شکه چې هماغه صفتونه به لري.

 شرایط هغه مهال لا خرابېږي چې د بلې خوا ډلې او وګړي هم له دې چلند سره د مقابلې لپاره، د دې پر ځای چې عقلانیت او نرمښت ته خلک راوبولي، هغوی هم د کرکې په متقابلې خپرونې لاس پورې وکړي. معمولاً د مقابل لوري د قومونو او ډلو په منځ کې فرصت طلبه کسان، د لومړۍ ډلې کار چې کرکه خپروي، په خپله ګټه ګڼي او په خلکو کې وېره او ډار اچوي او د ټولنې ذهن د کرکې خوا ته لا نور هم ورټېل وهي. دوی په خلکو کې د وېرې او ترهې په خپرولو سره، ځان ورته د مقابل لوري د بریدونو په مقابل کې د خپلې ډلې یا قوم ساتندوی او ژغورونکی معرفي کوي او په دې توګه ځان ته د خپل قوم رهبرۍ ته د رسېدو لاره هواروي. د نړۍ په مختلفو ټولنو کې لیدل شوي دي چې د یوه قوم فاشیست، متعصب، توکمپال او بل دښمني کسان د دې سبب کېږي چې په مقابل قوم کې هم همداسې توکمپاله او متعصب کسان پیدا شي او رهبرۍ ته د رسېدو لاره ورته هواره شي. په دې اخ و ډب کې د دواړوو خواوو منځلاري او عقلاني مشربه وګړي څنډې ته پورې وهل کېږي او که د کرکې د څپو په مقابل کې مقاومت وکړي، په خیانت تورنېږي. د اسراییلي ښي لاسو کړنې تل په ایران او عربي نړۍ کې د بنسټپالو په ګټه وې. د غربي افراطیانو چلند هر وخت د شرقي افراطیانو په ګټه تمام شوی دی. د هرې فرقې د مذهبي متعصبانو عملونو د بلې فرقې متعصبانو ته ګټه رسولې ده.

له بدۍ څخه کرکه که له بدانو څخه کرکه؟

یوه مهمه پوښتنه چې د کرکې په مبحث کې پیدا کېږي، دا ده چې له بدو انسانانو څخه، له مجرمو او تباهکارو انسانانو څخه کرکه کول نه دي په کار؟ که له هغو کسانو څخه کرکه ونه لرو چې جرم او جنایت کوي او نورو ته زیان اړوي، نو خلک به لا بدۍ ته ونه هڅېږي؟ د بدیو په مقابل کې له نبوي حدیثونو سره سم په ژبه پا په لاس عکس العمل ونه کړو؟

دا پوښتنې معقولې دي، خو دلته ځینې باریکۍ دي. بدي، انحراف، او جرم د ناروغۍ غوندې دي. که څوک ناروغ وي، نو د زړه سوي او خواخوږۍ وي او باید د ژغورلو لپاره یې یو څه وکړو. خو که له هغه څخه کرکه وکړو، د ژغورلو لپاره خو به یې هسې هم څه نه کوو، بلکې لا ورباندې غوسه کېږو هم. که طبیب له خپل بیمار سره همداسې وکړي، نو وضعیت به څنګه شي؟

کېدای شي دلته مناقشه وکړو او ووایو چې له بیمار سره د مجرم قیاس کول، سم نه دي. دا هم ویلی شو چې قیاس کول تل دقیق نه وي او د څو ورته والیو په وجه پر توپیرونو سترګې نه شو پټولی. خو که د ارواپوهانو، ټولنپوهانو او وګړپوهانو څېړنې په پام کې ونیسو او د دې څانګو پر علمي معلوماتو تکیه وکړو، وبه ګورو چې هېڅ انسان له موره مجرم نه زېږي او هېڅ مور مجرم نه زېږوي. دا باندني عاملونه دي چې وګړي د ټولنیزو انحرافاتو او جنایتونو خوا ته کاږي. په دې عاملونو کې له کورنۍ روزنې څخه رانیولې د زده‌کړې تر محیط او ټولنیزو ډلو او محرومیتونو او ایډیالوژیو او مذهبي او سیاسي تبلیغاتو او نورو شیانو پورې شامل دي. هغه کسان چې د جرم او جنایت کندې ته لوېږي یا د نورو قومي، مذهبي یا سیاسي ډلو په اړه زیان اړوونکي نظرونه لري، اغلباً پخپله د ناوړو شرایطو قرباني وي. دا سمه ده چې هغوی په مطلوب وضعیت کې نه دي او ځینې باورونه، خبرې یا کړنې یې د نقد او کله کله د مخالفت وړ دي، خو دا له هغوی څخه کرکه کول نه توجیه کوي. نو خپل کار باید په زرینه اخلاقي قاعده وتلو. که موږ پخپله د همداسې شرایطو قرباني شوي وای او په همدې ناوړه وضعیت اخته وای، نو کوم کار به سم و: دا چې له موږ څخه کرکه وشي، که دا چې له دې ناوړه وضعیت څخه مو د ژغورولو هڅه وشي؟ کېدای شي د دې وضعیت قرباني زموږ د کورنۍ یو غړی، یو ټولګیوال مو، یو هم‌ژبی مو، هم‌مذهبی مو، او یو داسې څوک وي چې له موږ سره ګڼې ګډې ځانګړنې لري.

معقوله خبره دا ده چې له بدۍ او زیان اړوونکو باورونو او غلطو او مضرو خبرو څخه کرکه وشي. موږ په اخلاقي لحاظ باید توکمپالنه بده وګڼو، خو که څوک توکمپال وي، هغه باید ناروغ وګڼو او د ژغورولو لاره ورته وګورو او که زموږ هڅې بې ګټې وې یا مو څه له لاسه نه کېدل، نو باید د داسې کسانو د مهارولو لپاره قانوني لارې چارې وګورو چې نورو ته یې زیان ونه رسېږي. همدارنګه نور ناوړه چلندونه او ناسمې ځانګړنې هم همداسې درواخله. په دې باره کې د قرآن کریم تعبیر څومره ښایسته او له پنده ډک دی: “و کرّه إلیکم الکفر و الفسوق و العصیان” یعنې کفر او فسق او معصیت یې ستاسو لپاره مکروه کړي دي، خو دا یې نه دي ویلي چې کافر او فاسق او عاصي یې مکروه کړي دي. همدارنګه ویلي یې دي: “و ینهی عن الفحشاء و المنکر و البغی” یعنې له فحشا او منکر او تېري څخه یې منع کړي دي، نه یې دي ویلي چې د فحشا او منکر او تېري له عاملانو څخه. له بدۍ څخه کرکه لازمه ده، خو له بدانو څخه کرکه نه. البته کرکه نه کول، دا معنا نه لري چې ګواکې له هغوی سره به موافق یو یا به هېڅ ورته نه وایو. موږ حق لرو  چې د چا یا ډلې ویناوې او کړنې نقد کړو. موږ حق لرو چې د د قانون په چوکاټ کې له چا یا له ډلې سره خپل مخالفت وکړو خو دا د کرکې معنا نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب