Homeخبرونهد مچلغو پر بند د برید لپاره راغلیو طالبانو باندې درنه بمباري...

د مچلغو پر بند د برید لپاره راغلیو طالبانو باندې درنه بمباري شوې

تاند، شنبه، د ثور ۲۶مه: په پکتیا کې د تندر قول اردو چارواکي وايي، نن سهار وسله والو طالبانو د سیدکرم ولسوالۍ د مچلغو بند پر امنیتي پوستو برید کړی، چې په ځواب کې یې افغان هوايي ځواکونو پر طالبانو درنه بمباري کړې ده.

د تندر قول اردو ویاند جګړن ایمل خان مومند وایي، د افغان ځواکونو په ځوابي پلي او هوايي بریدونو کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

ده زیاته کړه، پدې جګړه کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي، خو دوه افغان سرتېري هم پکې ژوبل شوي دي.

په همدې حال کې د پکتیکا په یوسف خېلو کې هم پر طالبانو د افغان ځواکونو ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۳۱ طالبان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

1 COMMENT

  1. افغان سرباز ته کامیابی او طالیب خاین ته له خدایه مرګ غواړو مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...