یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاحدي په اجرايیه ریاست او محقق د هزاره ګانو په مارشالۍ له...

احدي په اجرايیه ریاست او محقق د هزاره ګانو په مارشالۍ له عبدالله خفه شوی

تاند، شنبه، د ثور ۲۶مه: تاند ته د ثبات او همپالنې په ډله کې باوري سرچینو خبر ورکړی چې له صلاح الدین رباني، ادیب فهیم او ضیا مسعود وروسته په دغه ډله کې بل درز راغلی دی او اوس انوارالحق احدي او محمدمحقق له عبدالله څخه د لارو جلا کولو په فکر کې دي.

سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وایي، په زیات احتمال سبا یکشنبه به له عبدالله سره د سیاسي مصالحې هوکړه لاسلیک شي، خو انوارالحق احدي او محمد محقق په دغه هوکړه کې خپله ونډه نه ویني، له دې کبله به د هوکړې په مراسمو کې هم برخه وانخلي.

سرچینه وايي، د هوکړې له مخې به د عبدالله دوه مرستیالان اسدالله سعادتي او بابر فرهمند د مصالحې په شورا کې هم د عبدالله مرستیالان وي، خو له انوارالحق احدي سره چې د اجرائیه ریاست هوکړه شوې وه، برخلیک یې نامعلوم دی چې له همدې کبله انورالحق احدي له یوې مودې راهیسې سپیدار ته تګ راتګ پرېښی دی.

بلخوا محمد محقق هم په دې له عبدالله سره خفګان ته رسېدلی چې یو مرستیال یې اسدالله سعادتي د کریم خلیلي کس دی او عبدالله خلیلي ته د هغه د کړنو له کبله د ستاینې لقب هم غواړي، خو محمد محقق چې د حنیف اتمر ټیم يې په ټاکنو کې له انشعاب سره مخ کړ او عبدالله ته ورغلی دی، د خپل دغه کار ورکړې بیه کمه بولي.

سرچینه وايي، محمد محقق په دې ټینګار کوي چې د مارشالۍ لپاره کم تر کمه یو هزاره معرفي شوی وای، یا هم د دوستم تر څنګ یو هزاره ته هم دغه رتبه وربښل شوې وای.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني، د عبدالله ډلې ته یوازې په کابینه کې د پنځوس سلنه ونډې ورکولو باندې راضي شوی دی او عدلي و قضايي ادارې یې هم له دغې هوکړې څخه استثنی دي.

د هوکړې په اساس عبدالله ته ولسمشر غني ځانګړي معیارونه ټاکلي چې یوازې یو امنیتي او ۱۰ نورو وزارتونو ته وزیران ورمعرفي کړي چې که په ټاکل شویو معیارونو برابر نه وو، ولسمشر یې نه معرفي کوي.

د هوکړې په اساس ښاغلی غني منتخب ولسمشر دی او عبدالله به د حکومت په چارو کې له سولې پرته بل هیڅ صلاحیت ونلري، په داسې حال کې چې ولسمشر کولی شي د مصالحې شورا پرېکړه وروستۍ او نهايي کړي.

عبدالله همدا راز د خپلو وزیرانو د مقررۍ صلاحیت نلري، بلکې که وزیران د ولسي جرګې له لوري رد شي، بیاهم پر ځانګړو معیارونو برابر وزیران ولسمشر ته پيشنهادولی شي.

ارګ وایي، که څه هم د عبدالله په پلوۍ د خلیلزاد، امریکایانو، حامد کرزي، ایران او نورو قوتونو فشارونه ډېر وو خو دا ځل حکومت د ملي یووالي حکومت په پرتله یو سره حکومت دی او عبدالله به هغه څه په لاس کې ونلري چې ملي ګټو ته ترې خطر پېښ کړي.

4 COMMENTS

  1. پخوا ب هزاره ميرمنو جواليان زيږول او دا د وخت پاچايانو ګوښه کړي وو چه دا د هغوی په حق کی ظلم وو. اوس پښتنی میندی عسکر زيږوی چه مړه شي او نور قومونه جنرالان او وزيران زيږوي او د پښتنو سرنوشت ټاکي.

  2. اکاخیل خامد صاخب او پشتنو ورونو راشی چه د علم لمن ونیسو۰په سرباز هم فخر دی
    دا چه طالیب تری جوړ شی او د دشمن د خوشالی لپاره خپل وطن ویجاړوی دا دردونکی ده۰

    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب