یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا خلیلزاد ته: ترهګرو ته له افغان وژنې برائت مه ورکوئ

امنیت شورا خلیلزاد ته: ترهګرو ته له افغان وژنې برائت مه ورکوئ

تاند، شنبه، د ثور ۲۶مه: له هغې وروسته چې زلمي خلیلزاد د کابل او ننګرهار بریدونو کې طالبان بېګناه او داعش ډله مسووله وبلله، اوس د ملي امنیت شورا وايي، که امریکا، په دغو بریدونو کې د طالبانو د لاس نلرلو په اړه اسناد لري نو خپاره دې یې کړي.

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، د افغان دولت د معلوماتو له مخې د کابل دشت برچي برید طالبانو اوهغوی ته نږدې ډلو کړی، خو په وینا یې که امریکا داسې کوم اسناد لري چې دا بریدونه طالبانو نه دي کړي نو له افغان دولت او خلکو سره دې یې شریک کړي.

د جاوید فیصل په خبره افغان حکومت له خپلو متحدینو څخه هیله لري، هغه ترهګر چې هره ورځ افغانان وژني او وینې يې تویوي، برائت ور نکړي: (( ترهګر باید په ښه او بد ونه ویشل شي، طالبان او داعش هیڅ توپیر نلري، دوی ټول د افغانانو قاتلان دي.))

نوموړی وايي، د طالبانو بریدونه د روژې په دریمه اوونۍ کې درې چنده زیات شوي او د دغې ډلې په بریدونو کې تېره اوونۍ ۷۹ ملکیان وژل شوي او ۲۱۸ نور ژوبل شوي دي.

که څه هم د کابل دشت برچي پر روغتون برید کې طالبانو لاس لرل رد کړي دي، خو تر اوسه بلې کومې ډلې یې مسوولیت نه دی اخیستی.
افغان حکومت ویلي، دا برید طالبانو او هغوی ته نږدې ډلو کړی چې طالبانو ورته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

1 COMMENT

  1. خلیل زاد اکا په طالیبانو کښی کومی شخصی کټی وینی۰
    هر افغان لیکوال روښان فکر وطن دوست باید د خلیل زاد څرګندونو ته دقیق متوجه اوسی۰
    اوس خلیل زاد دتالیبانو لپاره د ویونکی موقف اختیار کړای دی۰خدای دی وطن ته خیر کی۰
    څوک د سرو شونډو څوک می غل د تور اوربل دی= غل دی موری وطن ته هر یو موری غل دی ۰ د تاند څخه ډیره مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب