یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد تورخم او چمن لارې له اختر وروسته دایمي پرانیستل کېږي

د تورخم او چمن لارې له اختر وروسته دایمي پرانیستل کېږي

تاند، شنبه، د ثور ۲۷مه: د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، له کوچني اختر وروسته به له پاکستان سره د تورخم او چمن لارې په اوونۍ کې شپږ ورځې پرانیستې وي.

د دغه وزارت سرپرست اجمل احمدي نن په خپل یو ټویټ کې ویلي، دا لارې به د اوونۍ شپږ ورځې به په ۲۴ساعته ډول د سوداګرۍ لپاره پرانیستې وي.

نوموړي ویلي، پاکستان سره به پر سپین بولدک او تورخم د افغانستان د صادراتو لړۍ هم له کوچني اختر وروسته پیل شي: (( موږ به هڅه وکړو چې د صادراتو او وارداتو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړو.))

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان نن د پنځه زره مسافرو لپاره په یو طرفه ډول د تورخم لاره خلاصه کړې وه تر څو ایسار پاتې افغانان پرې هیواد ته واوړي.

د تورخم او سپین بولدک لارې له دوه میاشتو راهیسې د کرونا له کبله تړلې وې چې په وقفه يي ډول یې د پرانیستې خبرونه هم ترسترګو شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب