شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهد هغو بریدونو لیست چې طالبانو پر صحي او عامه ځایونو کړي...

د هغو بریدونو لیست چې طالبانو پر صحي او عامه ځایونو کړي دي

تاند، شنبه، د ثور ۲۷مه: وروسته له هغې چې طالبانو د کابل دشت برچي پر ولادي روغتون برید کې لاس لرل رد کړل او زیاته یې کړه چې پر روغتیايي مراکزو او عامه خایونو بریدونه د دوی د پالېسۍ برخه نده، اوس د افغانستان ملي امنیت ریاست د هغو بریدونو لیست خپور کړی چې تر دې وړاندې طالبانو پر روغتونونو او ملکي ځایونو ترسره کړي او مسوولیت یې هم منلی دی.

ملي امنیت ویلي، طالبان غواړي د کابل د برید له ردولو سره د عامه افکارو، نړیوالو سازمانونو او بشري بنسټونو فشار څخه ځان وباسي.
ملي امنیت وايي، طالبانو له دې کبله چې د کابل دشت برچي پر برید غبرګونونه زیات شول ددغه برید له منلو انکار وکړ خو د ذبیح الله مجاهد په څېر یو مجهول الهویت ادرس څخه یې د داعش په نوم د ننګرهار د برید مسوولیت واخیست.

ملي امنیت ویلي، طالبان خپله وروستۍ اعلامیه کې دا مني چې پر روغتونونو بریدونه جنایت دی، او دوی ځکه جنګي جنایتکاران دي چې د امنیت په وینا تر اوسه همدا طالبان وو چې پر صحي مرکزونو یې بریدونه کول.

ملي امنیت تاند ته په یو استولي لیست کې هغه ټول بریدونه له جزیاتو سره په ګوته کړي دي چې طالبانو پر روغتونونو ترسره کړي دي او منلي یې هم دي.
د کابل پر جمهوریت روغتون د امبولانس بم برید، د ۱۳۹۵ کال د دلوې ۷مه، ۹۵ شهیدان، ۱۵۸ ژوبل
د سردارداوودخان پر ۴۰۰بستریز روغتون ډله ییز برید، د ۱۳۹۵ کال د حوت ۱۸مه

د کابل شپاړسمه ناحیه کې موټر بم برید، د ۱۳۹۸ کال د سرطان ۱۰مه، ۴۴ شهیدان، ۵۱ ژوبل.
د شاه شهید ټرېلر بم چاودنه د ۱۳۹۴کال د اسد ۲۲مه، ۶۴ شهیدان، ۴۰۰ ژوبل
د غزني ښار لومړۍ حوزه یې محمدیه جومات کې چاودنه، د ۱۳۹۸کال د سرطان ۱۵مه، ۱ ماشوم شهید، ۲۴ ژوبل
د زنبق څلور لارې موټر بم برید، د ۱۳۹۷کال د جوزا ۱۰مه، ۹۰ شهیدان، ۴۶۳ ژوبل.

پر کانټیننټل هوټل ډله ییز برید، د ۱۳۹۶ کال د جدي ۳۰مه، ۲۲ شهیدان
ننګرهار کې د واده په مراسمو برید، د ۱۳۹۸ کال د سرطان ۲۱مه، ۵ شهیدان، ۴۰ ژوبل
د زابل پر روغتون موټر بم برید د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۱۹مه، ۲۰۰ شهیدان او زخمیان
د لوګر د ازرې پر کلنیک موټر بم، د ۱۳۹۰ کال د سرطان ۴مه، له ۴۰ زیاته مرګژوبله
د پکتیکا یحیاخیلو کې د والیبال په سیالۍ کې موټر سایکل بم، د ۲۰۱۴ کال د نوامبر ۲۴مه، ۱۲۰مړه او زخمیان

کابل پنځلسمه ناحیه کې دعلماو پر غونډه برید، د ۲۰۱۸ کال د نوامبر ۲۱مه، له ۵۰ زیاتو علماو شهادت
د کابل پر التقوا جومات ځانمرګی برید، د ۲۰۱۹ کال د می ۲۴مه، د مولوي ریحان په شمول د ۱۸ لمونځ کوونکو شهادت او ژوبلېدل.
د کابل دعلماو شورا د رئیس مولوي عبدالبصیر حقاني ترور، د ۱۳۹۷ کال د قوس ۴مه
د بغلان په بورکه ولسوالۍ کې د جنازې ځانمرګی برید، د ۲۰۱۴ کال د دسمبر لومړۍ نېټه، ۱۸ شهیدان
د هرات ښار جوادیه جومات کې ځانمرګی برید، د ۲۰۱۷ کال د اګست لومړۍ، ۳۰ شهیدان ۶۰ ژوبل

د خوست اسماعیل خیلو کې پر یوجومات ځانمرګی د ۲۰۱۸ کال د نوامبر ۲۳مه، ۲۶ شهیدان، ۵۰ ژوبل
دا هغه بریدونه دي چې د ملي امنیت ریاست وايي، یا یې طالبانو مسوولیت منلی او یا د دوی له پلټنو وروسته معلومه شوې ده چې طالبانوترسره کړي دي.

خو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي، مګر د کابل اوننګرهار د وروستیو بریدونو په اړه یې سپیناوی ورکړی و چې د طالبانو په پالیسۍ کې پر روغتونونو، ملکیانواو عامه تاسیساتو بریدونه نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب