شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونههېواد کې له کورونا روغ شوي ۷۷۷ ناروغان یې ۶۴۰۲ تنه شول

هېواد کې له کورونا روغ شوي ۷۷۷ ناروغان یې ۶۴۰۲ تنه شول

  1. تاند، شنبه، د ثور ۲۷مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هېواد په کچه د ۱۱۱۳ مشکوکو پېښو له څېړنې وروسته ۳۴۹ د کورونا مثبتې پېښې تشخیص شوې دي.
    وزارت وايي، په دې سره په ټول هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ۶۴۰۲ ته لوړې شوې.

د راپور له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونوکې کابل کې ۱۲۶، هرات کې ۲۹، کندهار۱۰، بلخ کې ۳۱، پکتیا کې ۵۶، ننګرهار ۳۷، بادغیس کې ۵، لوګر کې ۱۰، بغلان کې یوولس، لغمان کې اته، وردګ کې ۱، تخار تخار کې ۷، بامیان کې ۱، کندوز کې ۳، جوزجان کې ۵،پنجشېر کې ۱، سرپل کې اته مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت لخوا تاند ته د ورکړیو معلوماتو له مخې په ۲۴ ساعتونو کې له کورونا څخه ۱۵ هېوادوال مړه شوي او ۳۲ نور روغ شوی دي، چې ورسره د کورونا د مړو شمیر ۱۶۸ او د روغو شویو کسانو شمر ۷۷۷ ته لوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب