جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پوتين سرشمېرنه، د افغانستان ۴۷ سلنه خلک تاجيکان دي

د پوتين سرشمېرنه، د افغانستان ۴۷ سلنه خلک تاجيکان دي

تاند:( جمعه، د اکتوبر ۲۲ مه) ‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، په يوه تازه وينا کې ادعا کړې، چې د افغانستان له ۴۰ تر ۴۷ سلنې پورې اوسیدونکي تاجيکان دي.

د ده په وينا، د افغانستان ټول قومونه او سياسي جريانونه بايد په حکومت کې ګډون ولري او طالبان په ګډه کار ورسره وکړي.

هغه د تاجيکانو تر څنګ په نوي رژيم کې د ازبکانو، هزاره ګانو او نورو قومونو په ګډون هم ټينګار وکړ.

روسي ولسمشر دغه راز د ترهګرو له ليست څخه د طالبانو د نوم ايسته کیدو موضوع ممکنه ګڼلې، خو ويلي چې دا کار د ملګرو ملتونو د اړوندو طرزالعملونو له مخې کيدای شي.

څه موده مخکې د تاجيکستان ولسمشر امام علي رحمان هم په افغانستان کې د تاجيکانو د شمېر په اړه لوړ ارقام ښودلي او دوی ته په حکومت کې د ونډې غوښتنه کړې وه.

طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال مولوي عبدالغني برادر څه موده مخکې د تاجيکستان د ولسمشر ورته څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي و، چې دغه هېواد د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

معلومه نه ده، چې روسي ولسمشر ته به طالبان څه ډول غبرګون وښيي.

پر طالبانو د يو شمېر پښتنو منتقدینو نیوکه دا ده، چې حکومت يې ايډيالوژيک دی او ټول ګومارلي چارواکي يې د مدرسو فارغین دي او د پښتنو استازیتوب نه شي کولای.

5 COMMENTS

  1. ‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین معلومات د افغانستان په باره کی دقیق نه دی.
    ښاغلی پوتین باید دغه معلومات د میخایل ګرباچوپ او یا د امریکا او انګلیستان څخه واخلی.
    ما فکر کاوه چه پوتین به ډیر هوښیار او زیرکه ولسمشر وی، خو د دغه معلوماتو په اساس ماته ډیر بی معلوماتو او تمبل ولسمشر ښکاره شو.
    لمړی خو پوتین حق نلری چه دبل هیواد دغی تفرقی او شرر ناکه خبرو ته لمن او پکی ووهی، او دوهم داچه غیر واقعی او غیر منطقی خبری کوی.
    تاجک، ازبک، پښتون، هزاره، ایماق او نور قومونه ټول افغانان دی، او افغانان ټول سره ورونه دی، او د پردیو په مقابل کی سره متحد او یو دی.
    که دروغ درته ښکاری نو د شوروی اتحاد څخه یی درته کوچنی روسیه جوړه کړه.

  2. د ع. افغان لیکنی نه روسته راته د څه لیکلو ضرورت پیدا نه شو ځکه چی زمونږ دزړه خبره يی کړی ده. خوښ او بریالی اوسی.

  3. په یوه هېواد کې د قومونو د سلنې یا فیصدۍ شتون د با اعتباره تر سره شوو سر شمېرنو پر بنسټ تعینېږي. دا ډول فیصدۍ چې هرڅوک هر څه وایي، هېڅ رښتیا نه دي. سي ای اې په تېره کې د تاجکو د شتون سلنه ۳۸ ښودلې وه او د داود خان د وخت د سرشمېرنې پر بنسټ د تاجکو سلنه ۱۵ وه چې په کتابونو کې پیداکېږي. همدا شان هر څوک د خپل ذهن څخه د ځان د خوشحالولو لپاره خبرې راوباسي. حقیقت دادی چې که سمه سرشمېرنه تر سره شي، پښتانه تر ټولو قومونو څخه په افغانستان کې ډېر دي. پوټین د رحمانوف خبره تکرار کړې او چټیات وایي. مننه

  4. پوتین کیدای شی د کا جی پی د هغه راپورونو په اساس غلط پوه شوی وی، چه هره هفته ورته ببرک کارمل او د رفیقانو لخوا د پښتنو د وژلو او شړلو د شورویانو او ستمیانو د ګډ پلان د تطبیق په نتیجه کی ترتیبول او ورکول کیده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب