Homeخبرونهسالنګ لاره بیرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

سالنګ لاره بیرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

تاند:( جمعه، د اکتوبر ۲۲ مه) د سالنګ لویې لارې مسوولینو ویلي، چې دغه لاره نن بیرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

سالنګ لاره د واورې او توپان له کبله نن تړل شوې وه.

 ‏د سالنګونو د ساتنې او حفاظت مسوول عبدالله عبید وویل، چې دا لاره تېره شپه تړل شوې وه او نن د جمعې ورځې په ماسپښين د بار وړونکو موټرو په ګډون د ټولو په مخ بيرته پرانيستل شوه.

سرچينې د سالنګونو د ساتنې او پرانيستې په موخه د تدابيرو خبر هم ورکړ.

سالنګ د افغانستان شمالي او نورې برخې سره نښلوي او ډېر کله د ژمي موسم کې له ورته ستونزو سره مخ کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...