یکشنبه, مې 19, 2024
Home+سپارښتنه|دولت وزیري

سپارښتنه|دولت وزیري

ښه اوسېدل، ښه خوړل، ښه اغوستل او په یوه اسوده او پرمختللې ټولنه کې ژوند کول د ټولو انسانانو هیله وي؛ خو دغه ډول هیلې هغه وخت تر سره کېږي چې د يوې ټولنې د پرمختګ په مخ کې پرتې ستونزې یو پر بل پسې په بشپړ تدبیر او اعتدال له منځه یووړل شي. خلکو ته د هوساینې لارې برابرې شي او حکومتونه په بشپړ مسوولیت سره ولس ته ټول اساسي خدمات وړاندې کړي.

د دې لپاره د يوې نورمالې ټولنې د افرادو په ځانګړې توګه د واکمنو تر منځ د هر څه د مخه یووالي ته اړتیا لیدل کېږي. په یووالي کې برکت وي، قوت وي او په یووالي کې د خدای ج رضا پرته وي. د واقعي یووالي لپاره له وړو اختلافاتو تېرېدل او پر لویو منافعو هوکړه مهمه وي. که ولسونه ځانونه په کوچنیو دایرو کې وګوري، په هغه ټولنه کې یووالی راوستل ناشونی وي.

په ژوند کې اعتدال یا هم له افراط او تفريط څخه ډډه کول هم اسلامي او هم د پرمختګ اصل دی. منځلارې تګلاره د ټولو په ګټه وي.

وايي: «ډېر وخوره ګنډیر وخوره، لږ وخوره تل وخوره.» ځانځاني، بې اتفاقي او افراط د بدمرغیو ستر عوامل دي. کله چې شاه ظاهر شاه او سردار محمد داود په خپلو کې بې اتفاقه شول، ومو لیدل چې پایله يې تباهي شوه.

 د خلقیانو او پرچميانو تر منځ بې اتفاقیو دوی د نېستۍ کندې ته ورټېل وهل. د مجاهدینو تر منځ بې اتفاقیو هېواد له داسې بحران سره مخ کړ چې اوس يې څوک د پای په چاره نه پوهېږي. له بلې خوا د ظاهرشاه له وېرې ډک احتیاط او بیا د داودخان، خلقیانو، پرچميانو، مجاهدینو او په لومړۍ دوره کې د طالبانو افراط د دوی ټولو څه چې، د ټول ملت په نابودۍ تمام شو.

د دې تر څنګ په ټولنه کې فساد که په هره بڼه وي د ټولنې ریښې وچوي. ځینې خلک فساد یوازې رشوت ته وايي، خو رشوت اخیستل او رشوت ورکول د فساد یو جز دی. په فساد کې زما په اند تر ټولو بدتر پر ځان مینېدل دي. کله چې انسانانو ځانونه له هر چا ښه او غوره وګڼل، باور وکړئ چې هغه ټولنه به د نېکمرغۍ مخ ونه ګوري. له نورو سره به سیاله نه شي او لا به د شاتګ پر پوړیو وربرابره شي.

 فرعون پر ځان مین شو، ځای يې د نیل درياب وګرځېد. له فساد څخه د ځان ساتل که هغه په هره بڼه وي او د فساد پر ضد مبازه د پرمختګ لپاره لار پرانیزي.

له بده مرغه په افغانستان کې تل د بې اتفاقیو، افراط، فساد او ځانغوښتنې پر ضد لازمه مبارزه نه ده شوې. همغه دی چې تل مو ملت د ستونزو سره مخ او په جهنم کې ژوند کوي.

اوس د طالبانو وار او واکمنې ده، که چېرې طالبان هم په خپلو کې سره متحد او یو موټی نه شي، د تېرې دورې په څېر په کارونو کې له افراط څخه کار واخلي، یکه تازي وکړي او «میم زر ما، ټول یې زما» کړي، د هر ډول فساد پر ضد مبارزه ونه کړي، دوی به هم دوام ونه کړي، ځکه فساد و چې وروستۍ شل کلنه واکمنې يې له نېستۍ سره مخ کړه. نو په باور او د تجربې له مخې ویلی شم چې بې له ناکامۍ او بدمرغۍ د بریا مخ به په سترګو ونه ګوري.

د سوکاله افغانستان په هیله

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب