شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونههرات کې د سلما بند د اوبو د سطحې د معلومولو پروژه...

هرات کې د سلما بند د اوبو د سطحې د معلومولو پروژه پيل شوه

تاند:( يکشنبه، د دلوې نهمه)‏ د هرات لپاره د طالبانو ځايي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د سلما بند د اوبو کچې د معلومولو پروژه پرانیستل شوه.

د دوی په وینا ، د ویناج کانال د ساتنې پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت یوه له مهمو پروژو څخه ده، چې د هرات د چشت شریف ولسوالۍ په سلما بند کې موقعیت لري.

د دې پروژې تړون د اوبو او انرژۍ وزارت له بودجې څخه د یونیک وهاج ساختماني شرکت سره د ۷ میلیونو، ۲۴۷ زره او ۷۴۸ افغانیو په ارزښت د هرات د کوز هريرود سیندیزې فرعي حوزې د رئیس مولوي سردار ولي مزمل او د چشت شریف ولسوالۍ مرستیال په شتون کې لاسلیک شوی او نن یې چارې پیل شوې.

د دغې پروژې د جوړولو او ساتنې موخه د سلما بند د اوبو کچې معلومول او د سلما بند اړوند تخنیکي مسایل ښودل شوي دي.

طالبانو د يادې پروژې په اړه تخنيکي معلومات نه دي خپاره کړي.

د سلما بند پروژه د جمهوري نظام پر مهال د ایران له ډېرو مزاحمتونو سره بشپړه شوه.

هغه مهال د افغانستان اوسنۍ حاکمه ډله د ايران په لمسه د سلما بند پروژې د کارکونکو په وژلو تورنيدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب