جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهپه ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو وړاندوینه شوې ده

په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو وړاندوینه شوې ده

تاند:( يکشنبه، د دلوې نهمه)‏ د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۱۹ ولايتونو کې د بارانونو او واورو د وریدو وړاندوینه کړې ده.

دغې ادارې په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دا ورښتونه د دلوې په اتمه او نهمه اټکل شوي.

 کابل، بدخشان، نورستان، کونړ، ننگرهار، لغمان، پروان، پنجشیر، کاپیسا، لوگر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، غزني، میدان‌وردګ، بامیان، دایکندي او غور ولايتونه او سالنګونه د دغو ورښتونو سيمې اټکل شوي.

د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی، چې د دغو ورښتونو په لړ کې به بارانونه له لسو تر شلو سانتي مترو او واوره به له پينځلسو تر څلویښتو سانتي مترو ووريږي.

افغانستان سږ کال له اقتصادي او بشري ناورين سربېره، سږ ژمی د ډېرې سړې هوا شاهد هم دی.

څو ورځې مخکې د طالبانو حکومت د سړې هوا او ګاز نیولو د پېښو له امله په هیواد کې د ۱۶۸ تنو د مړينې خبر ورکړ.

نړيوال مرستندويان انديښمن دي، چې په ژمي کې د ورښتونو او طبيعي پېښو له امله لار بندۍ او په نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز په اړه د طالبانو پريکړه به ډېرو اړو خلکو، نه خاص ډول ښځو ته په ليرې پرتو سيمو کې د مرستو رسول وننګوي.

4 COMMENTS

  1. د هوا پېژندنې اداری ته: باران په ملی میتر او واوره په سانتی میتر اندازه کیږی.
    د افغانستان کلنی اورښت په اوسط ډول په دا تیرو شلو کلنو کی د ۴۰۰ ملی میترو څخه ښکته وه. په 2021م کال کی زمونږ ټول کلنی اورښت په اوسط ډول 220 ملی میتره وه.

    د هوا پېژندنې اداره وای چه د 10 څخه تر 20 سانتی میتره باران په یوه یا دوو ورځو کی کیږی.
    تصحیح : د هوا پېژندنې اداره وای چه د 100 څخه تر 200 ملی میتره باران په یوه یا دوو ورځو کی کیږی.

  2. محترم افغان . نو تاسو له چړې نه څه تمه لرې دا هم ډیر لوې پرمختګ ده چی سانتی متر پیژنې دا ښه ده چی ویلې نه دې باران یو لویښت او واوره دوه لویښتی کیږې

  3. يو ملي ليره باران = يو ليتره اوبه په يوه متر مربع ځمکه.
    يو سانتي متره واوره = يو ملي ليتره اوبه
    نور پخپله وشميری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب