پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهشېخ حقاني د خپل نوي کتاب د چاپ خبر ورکړ

شېخ حقاني د خپل نوي کتاب د چاپ خبر ورکړ

تاند:( يکشنبه، د دلوې نهمه)‏ د طالبانو د لوړو زده کړو مخکيني وزير او د ازموینو د ملي ادارې لپاره د دوی اوسني مشر شیخ عبدالباقي حقاني په عربي ژبه د خپل يوه نوي کتاب د چاپ خبر ورکړ.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:«زموږ السیاسة والادارة في الاسلام کتاب ( عربي) په دوه ټوکوکې د اتم ځل لپاره په یو ځانګړي او زړه پورې ترتیب د چاپه راووت او د علماو د استفادې وړ وګرځید، علماء کولای شي د علمي ضرورتونو د پوره کولو په موخه ترې پوره استفاده وکړي.»

شیخ حقاني زياتوي، چې یادکتاب يې د ۲۸ کلونو د‌سلګونو کتابونو د مطالعې محصول دی.

د دغه کتاب پر پښتۍ ښاغلي حقاني له خپل نوم سره د « دوکتور» کليمه هم کارولې ده.

عبدالباقي حقاني عصري زده کړې او د دوکتورا رسمي سند نه لري، خو د لوړو زده کړو د وزارت پر مهال يې د ننګرهار پوهنتون له ادرسه په اسلامي برخه کې د دوکتورا افتخاري سند ترلاسه کړی و.

د نوموړي د کتاب د څرنګوالي په اړه ډېر معلومات نشته.

2 COMMENTS

  1. د دوکتورا خبره یې سمه ده! ده د استنجا او په لوټه د اودس وچولو په برخه کې دوکتورا اخیستې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...