جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهحنفي: د سپین زر شرکت د تشکیلاتو او فعاليتونو په اړه مو...

حنفي: د سپین زر شرکت د تشکیلاتو او فعاليتونو په اړه مو پريکړې وکړې

تاند:( يکشنبه، د دلوې نهمه)‏ د طالبانو د رييس الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د نوموړي په مشرۍ د طالبانو د ادارې د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون غونډه کې، د کندز سپین زر دولتي شرکت اړوند د تشکیل د ارزونې، بودجې او مالي پلان، کړنو، لاسته راوړنو او نورو ټولو مواردو په اړه د هراړخیز بحث خبر ورکړی.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، د یاد شرکت عمومي رئیس او باصلاحیته استازو چې په غونډه کې برخه لرله او په خپل راپور کې يې وویل، سپین زر دولتي شرکت په کندز کې واقع او د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت لري، دا شرکت په ۱۳۱۴ کې د شمالي شرکت په نوم تاسیس او په ۱۳۳۹ کې يې نوم د کندز سپین زر شرکت ته واوښت.

دوی زیاته کړه، یاد شرکت په تېرو شلو کلونو کې کوم فعالیت نه درلود؛ خو د طالبانو له حاکمیت وروسته دوباره فعال، ترمیم، بازسازي او نوی شو، د اومه موادو په برابرولو سره یې اقتصادي څرخ په فعالیت پیل وکړ.

 یاد شرکت په ۱۴۰۱ کال کې د کاغذي دستمالونو د تولید فابریکې په ایجادولو سره د پخلنځي کاغذي رول، یخ، د زغرو غوړي، د کالو مینځلو صابون او کنجاړه هم تولید کړي دي.

د غونډې په پای کې د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د سپین زر شرکت د ارتقاء او لا انکشاف په موړخه د یاد شرکت د فعالیت، نوښتونو، مدیریت، تشکیل، بودجې او مالي پلان په اړه ځینې پرېکړې کړي، چې د طالبانو په اعلامیه کې ېې نور جزییات نه دي روښانه شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب