منطق د نظر مادخان مطمین زورور ښکاري خو موقف د مجید خان قرار. که په منطق شل کیدای خلقیان به داسې نه خواریدی. یوه ډله خواره واره، نیمه لوستی مسلمانان به په سپوټ نیک والاو نه بریالي کیدای. مجید قرار او مطمین داسې وګڼه چې په منطق کې خرې په خرې دي خو چې بیا یې کایناتو ته ځیر شي، نو قرار یوه لوټه دروند خیژي. زما نتیجه ګیري په دوو دلیلو ده. یو دلیل ته به پښتونستانچل) ووایم چې له لسیزو راهیسې د ډیورند له دواړو غاړو په افغانانو، په تیره په پښتنو روا ن دی. هلئ چې پښتونستان جوړیږي، هلئ چې دیورند دیوال لکه د برلین دیوال نړیږي.
څو کاله دمخه کرزي صیب په ارګ کې د ملي سرود د جوړولو جرګه جوړه کړې وه. له رفیعه تر کاروانه، د پښتنو شاعرانو ټول پنډتان، جمع زه یې وربللي وو. کرزي موږ تشویق کړو چې « زړور پرې ورځئ. ډز و غړپ جوړ کړې چې پاکستانه ځان ټینک کړه چې درغلو» تر تورو او بو دې اړوو. خو یو هم خبر نه و چې سرود چې لا پخوا لیکل شوی، خپل سړی یې ورته له امریکا راغوښتی، کانټي ننټل هوټل کې کینولی و. بس ګلزمان ا��تاد په کار و چې کمپوز یې کا. ګویا په ټولو نورو زبده شاعرانو یې مازې ملنډې وهلي.
له بله پلوه ما تیره میاشت هغه تش په نامه فهرمانان هم یاد کړل چې حکومت د پښتنو د مشرانو په نامه د ډیورند له آبل پلوه رابلل. ظاهره کې هر څه سم و، جشنونه و، ترانې وې خو تر اوسه پورې لانجه پخپل ځای ده. په ظاهره کې تاوتریخوالی و، تبلیغات وو. خو له دې کرزي صیب نه چې خپله لافې کوي چې پاکستان ته یې شل سفرونه کړي، زه پوښتنه کوم چې دا دومره تنستې دې چې جار ایستلي، نتیجه یې څه شوه؟
کرزی صیب! تا خپلې بازۍ وکړې، بالا یې پرېږده. ورځه حج یا عمرې ته چې د دیارلسو کالو خیره دې یو څه پاکه شي.
قرار ګله! د بري دعا درته کوم. یو څه ما غوندې یې چې تل د ډنبرو ځالې ته لاس وروړې. په دې ناولې لوبه کې ډیر خانان شوي او ګڼو پښتنو په کې سر خوړلی. زیاتي دې کوم نر پیدا شي چې دا شفشف شفتالو کا.
د ملي سرود خبره رایاده شوه، زه په دې برخه کې یو راز وایم. د یوه خبر کس له خولې چې ویل یې د ډاکټر اکبر اکبر نظم تر ټولو ښه وو، کرزي هم پرې امین وکړ او ما هم چې هغه وخت ولوست هم یې الفاظ رنګین ول، هم یې شرنګ تر موجود هغه بهتر وو او هم یې معنی خو په ارګ کې یوه سلاکار چې په دې برخه کې یې لاس واهه په دې پلمه چې اکبر کوزنی پښتون دی د هغه مخه ونیوله. د اکبر د نظم ځینې ټکي مې په یاد دي:
خدای، ولس، هېواد
شرقه لوړ دې شان
ګران افغانستان
که تاند هغه نظم له ډاکتر صیب اکبر نه وغواړي او خپور یې کړي کیدای شي په راتلونکي کې ترې کار واخیستل شي که نه همداسې به له منځه لاړ شي.
یو څه به نور هم په کی وو. خو زه پری تبصره نه کوم. ډاکټر صاحب ما نه په دی خبره یو ځل خپه شوی او هماغه کفایت کوی
عزتمنده استاده شپون صاحب ډیر خو راته ژوندی اوسی
تر دا پاک او ستره دین او اند دجر شم ، سپینه ویایی اوپه زغرده یی وایی، ما څو ورځې مخکی قرار صاحب ته ولیکل چی (استاد قرار صاحب )دیو په تنو به سخت ځای سخت اوربل شوی ؤ ، په هرحال استاد قرار نه ښه دینپوه ، ښه کره لیکوال ، ښه نقاد ، او لنډه دا چی شاعر او ښه بیباکه او بی تمعې دقلم جګړمار او دهیچا پروا ګیر نه دی ، زه اوس دا سی پوه شوم چی زمونږ درنده شپون صاحب ، قرار هم قرار نه کینی او له سوړو او بارو به ضرور دا موګک ، چرمخکې ،او نور خس او خاشاک ضرور را باسی ، مطمین هغه د پاړسبانو خبره ( نان چوپان را خورده) باید له قرار څخه په پلو ځکه لاړ شی ، چی قرار د ټول افغان ولس دپاره ډانګ وهی او مطمین یی چوبان دپاره . خو ته را ته ډیر ژوندی اوس په همدی زورور منطق او قضاوت چی ددی دوو په برخه کی د کړی . په ډیردرنښت
شپون صاحب زه خو پدی پوهه نه شوم چی دا ستا پښی ولی له حرکت څخه ولوید؟ مطلب می دا وو چی که پښتونستان دومره په سړه ورته پریږدو نو دا خلک ډیر بی سترګو دی سبا به یی د جلالاباد، خوست پکتیکا، هلمند او کندهار دوا کړی وی دا ډیر بی سترګو خلک دی دا پنجاپیا ن بیا به یی موږ څه خت او پر توګ کوو.؟
زه خو وایم چی راځی په همدغه ډیورنډ او پښتونستان باند کلک ودریږو چی د نورو داوو مخه یی ونیسو.
شپون صاحب ته دخدای خیرورکړي ، هو، هغه خبره زما په یاد ده استادرشید یومطلب لیکلی و چي بیا په ښکلا کي چاپ شو ، هغه وړاندیزکړی و چي د بینوا صاحب شعراو پخوانی ملی سرود دبیرته راپورته شي ، .
مجید قرار صاحب دخدای ژوندی لري ، له دی غړکې لکه چي ده ګونډې ورته وهلی څه نه راوزي ، زه دومره وایم چي تردغې واکمني چي تش په نامه پشتون یی په سرکې دی او ته دفاع ترې کوې ، زه غیرپښتون ته ترجیح ورکوم .
زرین ګل له ډیلی
شپون صاحب وام د سری دولی خاوند شی. قرار گل خو د سپینو غلو نه قرار ورک کری.وام خدای جل جلاله د راته ژوندی لری.وایی د زمری کور به هدوکی نه وی .دا خاوره بی زمرو کیدای نسی خیر که نن پکی یو سو لنده غرو غوبل جور کری. دا هغه د کابل بچه گا نو خبره مود روز دی. روز یی تیریژی خو سوری به یی پاته وی
سلام پر شپون لالا حقیقت یي بیان کړی هم د ملی سرود مسلی ته یی اشاره کړي او هم يي د کرزی دریځ ښوودلی چي دوه مخه لری
شپون صاحب
تا دې کرزي ديارلس کلنې کرغېړنې، خړې پړې بې کفايته او له شرم او وير ډکې دورې ته اشاره کړي ده خو د پښتنو دابې وخته منډې ترړې، بې بنياده له احساستو ډک کارونه،لافې شافې او ګواښونه خو زموږ د فرهنګ هغه ناوړه برخه ده چې په يوويشتمې پېړۍ کې مو هم نه پريږدي. نو راشي د کرزي دې اخرني کار ته چې خپله چپنه د لندن جاسوس خانې ته ليږي هغو انګريزانو ته چې پښتانه ېې په ډاګه په دې نوم اوهغه نوم له مينځه يوړل او د مردارخور مکناټن عچ ېې د کرزي په ډيره بې غيرتي کې واخيست.دهغه ښايسته هلمند چې قلعه بست د تمدن خبرې کوي او هر…….. دکرزي دارلس کلن خيري نه پاکيږي ځکه چې دکرزي کړواووړو د پښتنو فرهنګ ته توهين کړي شل ځله ېې همدى پاکستان ته دخپلې بقا لپاره منډي ووهلي د همدې پاکستان په زور راغي له احمد رشيد پاکستاني خبر نګار کتاب وږوري خو په شل ځله ېې شل نه کړه “کوږ بار تر مزل نه رسيږي
کله چې کرزي د محا فظه کار اپورتونيست زاخيلوال او يو شمير بې خولې او ژبې کسان چې په دې ډله کې له ده سره ملګري د شعله يانو مشر سپانتا دادفر هم ترڅنګ وه ده په خپله وينا کې ا با لا عالم اسباب او په عالم اسباب کې ډير وويلې د هرې جملې په سر کې ده داخبره کوله چې بالا ېې له ياده ووت . موږ د پوهنتون په دهليز کې ناست وه نو يو استاد وويل چې ياېې په مانا نه پوهيږي او ياد داچي دغه کلمه ده ته له نورو خبرو لږ جګه بريښي په دې وخت ماته د ايوب سالنګي خبره راپه ياد شوه چې هغه څا رنوال ته سارنوال وايي راشه اوس ېې پوره کړه چې د ننګرهار د حضرت علي شاړي سياست راپيل شو
شپون صیب د پښتو نستان آزادیدل او د پښتنو هویت هیڅکله نه ردوي. وا يي دا اوسني دعوه ګیران ثې نشي شل کولی، ، کرزي قصدا نه شل کاوه. ځکه چې د ډالرو بوجیا نو یې مخه نیوله.. د ډیورند نه بلې غاړې ته پښتا نه په پا کستان کې دننه او د پنجاب لاس لاندې پښتو نخوا غواړي. ما زې یو ولایت. کرزي په لوی لاس او کوزنو مشرلانو په بې کفایتۍ پښتو نخوا حر څه کړه. با چا خان او صمد خان ته دې سلام وي دا نور مازې کدوان دي مازې یو انجړا ، پښتني مو جودړیت غواړی. پنجاب کې اندر اندر اندر یو ښځه نو کي پشتون لینډ شپون صیب هم شفشف د صمد خان با با په قرینه کې کارولې ده
پورته چا د ډاکټر اکبر نظم یاد کړی چې د ملي سرود لپاره یې لیکلی و، او کمیسون غوره کړی و، خو بیا ارګ کې څه پېښه وشوه او ونه منل شو، زه هم په هغه کمیسون کې وم، او څو بیتونه یې ماته زده دي
سوله کې یو ښاد ــــ پایو به ازاد
سترزموږ مراد ــــ خدای ، ولس ، هېواد
شرقه ستا اسمان
دا افغانستان
نور راڅخه هېر دی، خو د اورېدو د قراره چې ارګ ته پکې یوه ستونزه داوه چې د قومونو په لړ کې یې پښتون اول لمبر راغلی و، او ارګ ویل، دا وروسته کړه، او ډاکټر اکبر ورته ویل چې دا نه کوم، خدای ښه پوهېږي چې دا خبره څومره سمه ده، خو هغه وخت ما اورېدلې وه
البته هغه تر ټولو غوره شعر و، د ډاکټر اکبر په یو کتاب لمر، شپه او ګل کې په وروستي مخ دغه نظم ما لیدلی دی
ښایسته ښکلې پرتله مو کړې په قلم مو برکت شه، کرزي صیب ته دې مشوره تر ټولو په زړه پورې وه
شپون صاحبه، ستاسو خو یادیژش چه په هغی مرکی کی می، ګوندی چه ۲۳ کاله پخوا وویل چه تر هغه چه افغانان د خپل ملی ارزشتونو په چاپیر یو ځای نشی، دی وطن نه هیڅ شی نه جوړیژی. ګوندونو ټول ارزشتونه له افغانانو واخیسته او هر یو یی ځان ته ډانګوی. رشتیا یی دا ده چه ګوندی لاره ورکه ده ځکه چه په ترکمنی کشی وایی؛ بر کله و بر خیال.مرحوم داکتر کیمور به د چا خبره یی کوله چه خدای به خیر کړی.
ځما پاس لیک پوری، یو تحقیق ټاسو ته په دی لیک کشی اچوم چه دری کاله پخوا زما یو امریکایی دوست را ته یی استولی وو.دا یو واقیت دی چه دغه ملی ارزشتونه زموژ د ټولنه وو چه هیڅ یو قدرت ونشو کولای چه په دی خوره کی پاتی شی، تشریحاتو ته حاجت نشته ، تاسی ټول په دی We have a history in the United States that is very interesting. From the end of the Civil War (1864) to the 1900‘s, Harlem County in West Virginia, had 1000 killings. This is impressive because the county only had 15,000 people. An analysis of the killings suggested that the people who settled in the county were from countries that had a strong “culture of honor”. They were willing to fight and kill whenever there was the slightest challenge to their reputation and feeling of self worth.
What is the relevance to Afghanistan?
Recently, in a number of incidents, Afghans troops imbedded with US and NATO forces have turned on them and killed them. I believe that NATO forces are looking at these situations as possible Taliban or Al Queda related. The investigators of these incidents may be overlooking the cultural element. I believe the NATO troops come up against the Afghan “culture of honor”, a culture that believes that stains on a man’s reputation ,on his beliefs, can only be erased with blood. How can we train US and NATO troops to be more sensitive to Afghan troops? How can we get the NATO forces to understand the behavior they exhibit such as consider “horse play” hazing, boastfulness or teasing, may have fatal consequences? How can we desensitize Afghan troops who may insulted by this behavior and other cultural differences?
پوهیزی، او دا لاندی قصه دا وقعیت ثابتوی.