سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونههندي چارواکي؛ له پاکستان سره به د اندوس اوبو تړون بیا فعال...

هندي چارواکي؛ له پاکستان سره به د اندوس اوبو تړون بیا فعال نه کړو

تاند「شنبه د چنګاښ ـ سرطان لومړۍ」د هند د کورنیو چارو وزیر، امت شاه له ټایمز اف انډیا ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې هند به هېڅکله له پاکستان سره د اندوس اوبو تړون بېرته فعال نه کړي.

نوموړي زیاته کړې، هغه اوبه چې پاکستان ته بهېدې، د یو کانال په جوړولو سره به راجستان ته واړوو او زیاتوي، پاکستان به له هغو اوبو بې ‌برخې شي چې په ناحقه یې تر اوسه اخیستې دي.

د امت شاه دا څرګندونې، چې د نریندرا مودي د کابینې تر ټولو ځواکمن وزیر بلل کېږي، د دې لامل شوس چې د اسلام‌ آباد هیلې د تړون پر سر خبرو لپاره لا کمزورې شي.

پاکستان د امت شاه تازه څرګندونو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا تړون په تېر اپرېل کې د پهلګام پېښې وروسته چې ۲۶ هنديان پکې ووژل شول او هند یې پړه پر پاکستان واچوله، په متقابلو اقداماتو کې هند لغوه کړ.

پاکستان له دې وړاندې د دې تړون یو طرفه لغوه کول د تړون مادې خلاف او د جګړې عامل بللی و، خو وروسته یې وویل چې حاضر دي څو هند سره په دې تړاو درېیم ځای کې خبرې وکړي.

خو د هند لومړي وزیر نریندرا مودي یې په ځواب کې وویل، چې اوبه او وینه یوځای نشي بهېدای او پاکستان ته به یو څاڅکی اوبه هم ور نکړي.

د سند اوبو تړون له مخې پاکستان ته د سند، چهلم او چناب سیندونو اوبه دغه هېواد ته ورځي چې ۸۰ سلنه کرنیزه ځمکه یې خړوب کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...