سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهطالبانو د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور رد او ناسم بللی

طالبانو د ملګرو ملتونو درې میاشتنی راپور رد او ناسم بللی

تاند「شنبه د چنګاښ ـ سرطان لومړۍ」د طالبانو حکومت په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي درې میاشتنی راپور رد کړ او هغه یې د ناسمو معلوماتو او پروپاګند پر موخه بللی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې، ملګري ملتونه او نور ورته نړیوال سازمانونه هڅه کوي، افغانستان کې پر ادعا شوي امنیت، پرمختګونو او لاسته راوړنو سترګې پټې کړي او هغه واړه وښيي.

طالبانو په خبرپاڼه کې د مخالفو وسله والو جبهو او ډلو فعالیتونه جنايي پېښې یادې کړې دي او ویلي یې دي، چې هغه په هر هېواد کې شونې دي.

‏د ملګرو ملتونو راپور چې د جون په ۱۹ مه د یوناما له لوري خپور شوی، پکې د افغانستان د امنیتي، سیاسي، اقتصادي، بشري او د ښځو وضعیت په اړه جدي اندېښنې ښودل شوې دي.

راپور کې راغلي، چې د طالبانو مخالفو وسله والو جبهو دغلته بریدونه زیات کړي او د ټولګډونه حکومت نه موجودیت سربېره د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه تشویش څرګند شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، د تېر ۲۰۲۴ کال وروستیو درې میاشتو په پرتله د سږ کال افغانستان کې امنیتي پېښې درې سلنه زیاتې شوې دي.

د افغان نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کار او نور پراخ وضع شوي محدودیتونه ‏چې د طالبانو د حکومت د سختو تګلارو له مخې لګېدلي دي، لا هم د نړیوالو د اندېښنې په توګه یاد شوي دي.

په ورته وخت کې د نظر خاوندان افغانستان کې د امنیتي پېښو زیاتوالي، د ناوړه بشري وضعیت او د افغان نجونو او ښځو د حقونو په نه ورکړې اندېښنه ښيي.

ملګرو ملتونو له دې وړاندې راپور ورکړی، ‏چې افغانستان کې د بهرنیو مرستو بندښت سره له ۴۰۰ زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي؛ سلګونه زره نجونې له زده کړو محرومې دي او د ناوړه بشري وضعیت له امله د خلکو اقتصاد رکود کړی دی.

1 COMMENT

  1. مخالفو حملې زیاتې کړي خو بیخي ناسمه خبره ده او نه هغه غله خلک بیا غواړي. هغوی دومره جرات نلري چې د افغانستان په جغرافیه کې قدم کیږدي مګر د خارج نه د خولې ډوزې ولې لکه دوستم.

    بلخوا دا خبره حقیقت لري چې د خلکو اقتصادي حالت د حده زیات خراب دی، کارونه نشته او یواځې طالبان او پلویان یې په ګیډو ماړه دي. عام خلک ددې حالت نه په تنګ راغلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

کوبیزم په انځورګرۍ کې| ژباړه: اسدالله بلهارجلالزی

کوبیزم مخکې له دې چې ادبیاتو ته دننه شي، په انځورګرۍ کې را څرګند شو. هغه مهال چې لا هم د شلمې پېړۍ په...