Homeخبرونهبلوچ بېلتون غوښتونکی وايي په قلات کې یې د پاکستان ۱۵ سرتېري...

بلوچ بېلتون غوښتونکی وايي په قلات کې یې د پاکستان ۱۵ سرتېري وژلي  

یکشنبه، د چنګاښ/ سرېان لومړۍ) د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بلوچ لبریشن آرمي – BLA) په نوم د بلوچستان بېلتون غوښتونکې ډلې تېره شپه ادعا وکړه چې د قلات په سیمه کې یې په شپږو پرله‌پسې بریدونو کې «د پاکستان قابض پوځ» ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې او ۱۵ سرتېري یې وژلي دي.

د دې ډلې په وینا، په یادو بریدونو کې له IED (د ماین چاودنې) او مستقیمو وسله‌والو بریدونو څخه کار اخیستل شوی دی.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جنګیالیو یې پرون (شنبه) د قلات د منګچر په سیمه کې یوه بند (ډیم) ته نژدې، د پاکستان د پوځ هغه سرتېري په ریموټ کنټرول IED (چادېدونکي وسیله) برید کې په نښه کړل، چې د پوځي کاروان د امنیت لپاره یې موقتي مورچل ته ځان رسولی و.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي:«جنګیالیو له وړاندې هلته چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو. په دې چاودنه کې د دښمن دوه سرتېري پر ځای وژل شوي دي.»

په همدې ځای کې، جنګیالیو د پوځ هغه سرتېري په دوهم IED برید کې هم وویشتل، چې په یوه ځای راټول شوي وو. د چاودنې په پایله کې له شپږو سرتېرو څخه دوه وژل شوي او څلور نور سخت ژوبل شوي دي.

همداراز، د بلوچستان د ازادۍ پوځ جنګیالیو د قلات په موړګند سیمه کې، د مکۍ په ځای کې، د پوځ پر هغو سرتېرو باندې هم IED برید کړی، چې د پوځ د کاروان د امنیت لپاره موقتي مورچل ته رسېدلي وو. په دې برید کې هم دوه سرتېري وژل شوي دي.

وروسته بیا، جنګیالیو د بم شنډولو (بم‌ډسپوزل) دوه سرتېري چې په سیمه کې بوخت وو، د IED په برید کې ووژل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...