شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکالمونهقانعد پنجاب تښتېدلې عورته/عصمت قانع

د پنجاب تښتېدلې عورته/عصمت قانع

د ملا شمس العارفین اخندزاده قواره، کرکټر، ناسته پاسته او حرکات بیخي افغانانو ته نه پاتې کېدل. د وچ کلک او اوږده قد په وجه کنداریانو د ډینګ اخندزاده په نامه یاداوه.

د کندهار د ملایانو، اخندزاده ګانو او صاحبزاده ګانو برخلاف د شمس العارفین اخندزاده اوږده څوکړه ږیره په مټ کې دېرش څلویښت تاره وه، چې ده به ویل، په هر تار پورې یې ملایکې زنګېږي او ټالۍ پکې وهي.

دده په اصل او نسب پورې په ښار کې مشهوره وه، چې اصلاً بخارایي مهاجر دی، کله چې یې وطن سرو غجرو لاندې کړ، نو د عارفین اخندزاده کورنۍ لومړی د افغانستان شمال ته راغله او بیا وروسته د صدر اعظم شا محمود خان په زمانه کې کندهار ته راغله.

پلار یې د خرقې مبارکې په مخ کې د تاویزونو او څاښتونو کاروبار کاوه او هم د فارسي خط میرزا وو، چې قرار میدارم یې نوشته کولای شوای او هم یې کله کله د قوالو او جایدادونو د خرڅلاوو د اسنادو د لیکلو او جوړولو مهارت درلود.

عارفین اخندزاده هم کټ مټ د خپل پلار په څېر وو، چې سهار وختي به یې د خرقې شریفې مخ ته خپل خړ ټاټ هوار کړ، نو له فلزي بکس څخه به یې څو زاړه کتابونه چې د اکترو دفتنې او پښتۍ به څېرې وې او پاڼې به یې هم د وخت په تېرېدو سره تکې زیړې شوې وې راوکښل او بیا به یې د کتابونو دپاسه دوې درې مشواڼۍ چې ده به ویل د مشکو او زعفرانو رنګونه په کې دي کېښودلې او په خپل هندي قلم به یې په لیکلو پیل وکړ.

د عارفین اخندزاده صاحب کاروبار هغه وخت ډېر زیات پرمختګ وکړ، چې دده د تاویز په وجه د ښار څړه سما وارچي لال دین مامک ته د توپ خانې بازار یوه دوکاندار پخۍ ګل ماد خپله لور مفته جفته ور وبخښله.

په ښار کې اوزه شوه چې د عارفین اخندزاده تاویز ټیک او پتری لګېږي. هر سهار به د خرقې شریفې مخ ته د عارفین اخندزاده د تاویزونو او څاښتونو د حاصلولو لپاره نامراده ښځې، نارینه او د توهماتو او خرافاتو په جال کې بند بنیادمان کتار کتار ولاړ وو او اخندزاده صاحب به ماښام له ګڼلو پیسو سره پرخپل امبر بایسکل باندې کور ته روان وو.

د اخندزاده د تاویزانو ګټه دومره زیاته وه، چې په یوه کال کې یې د ښار په ګران بیه سیمه کې یو ښه کور په نغدو چغدو روپو رانیوه او د بادامو په سرای کې یې یو سپک تجارت هم شروع کړ.

هر سهار به عارفین اخندزاده د ملا عالم اخند له کلي څخه ښار ته پر امبر بایسکل راتللو او ماښام ته به یې د بایسکل کنجغه له سودا څخه ډکه کورته وړه او پنځه سره ګوني یې په غوړو کې ډوبې وې. یوه ورځ یو ارزګانی ځوان ورته راغی او د خپل نامراده عشق د کامیابۍ لپاره یې ترې تاویز وغوښت، اخندزاده هم په پوره اشتیاق د مشکو او زعفرانو په اوبو تاویز ورته وکیښ او پوره پنځوس افغانۍ یې ترې جیب ته کړې.

بله ورځ بیا ارزګانی ځوان ورته راغی او د خپل عشق د نامراده مراد د حاصلولو لپاره یې بل تاویز ترې وغوښت، اخندزاده صاحب دا ځل هم تاویز ورکړ او په نویو جامو کې یې د ګنډلو لپاره هدایات او فرمایشات ورته صادر کړل.

یوه اونۍ وروسته بیا هماغه ارزګانی ځوان چې قوي اندامونه، لوړه ونه او ښکلې څېره یې درلوده د اخندزاده صاحب په حضور کې ودرېد او ورته ویې ویل، چې اخندزاده صاحب تر تامې قربان کړې، تر تا مې ځار کړې، دا لاس دې راکړه، چې در مچو یې کړم، معشوقه مې رامنې کړه، هغه اوس له ماسره نکاح ته حاضره ده، چمتو ده چې واده راسره وکړي، خو بدبختي داده چې مور او پلار یې نه راضي کېږي، مور او پلار یې نه راکوي، هغوی بالکل انکار کوي او وایي، چې خدای یو مالکې تروي که یې راڅخه ماینه (ارتینه) کړي.

اخندزاده صاحب د عاشق د مور او پلار د رضایت لپاره هم کوشش وکړ او د تاویزونو زور یې بشپړ خرڅ کړ، خو د نجلۍ مور او پلار راضي نه شول.

بله ورځ ارزګاني ځوان ورته وویل، چې نجلۍ راسره تښتي، اخندزاده صاحب یو داسې تاویز راته وکاږه، چې د نجلۍ د تېښتې عمل په بشپړ ډول کامیاب او موفقانه ترسره شي.

اخندزاده صاحب هم د ارزګاني ځوان له غوښتنې سره سم تاویز وکیښ او ځوان ته یې توصیه وکړه، چې نن سه شنبه ده، دغه ورځ ستا د قسمت د ستورو د عروج او لوړتابه ورځ ده، معشوقه دې همدا نن وتښتوه که دې تر نن ورځې تېره کړه بیا به د تېښتې عمل دومره بریالی نه وي.

د سې شنبې په ورځ چې عارفین اخندزاده پر خپل امبرسایکل باندې کورته ورسېد، نو په کور کې یې میرمن په چیغو او فریاد وه.

اخندزاده ته یې وویل، چې پېغله لور دې وتښتېده، لور دې په خپل عاشق پسې ولاړه، د اخندزاده د تاویزونو او څاښتونو منترونه د پېغلې لور د بېرته راګرزېدو په کوښښونو کې نامراده او ناکامه وو.

کیسه مې اسلام آباد ته د جمهور رییس حامد کرزي د تازه سفر په باره کې درته وکړه. اسلام آباد هڅه وکړه چې د دین په نامه، د جهاد په نامه، د شریعت په نامه او بالاخره د ښه ګاونډیتوب په نامه د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمېنځ حایل جغرافیایي موقعیت د خپل ستراتیژیک عمق د حاصلولو لپاره د ځان کړي.

ددې کار لپاره یې عربي خره، انګریزي کچر، ایراني آسونه او هندي اوښان وځغلول افراطیت او مسلح بغاوت ته یې لمن ووهله.

خپله خاوره یې د یوې ناروا نیابتي جګړې د تمریناتو په ګارنیزیون بدله کړه، خو ددې ټولو منترولو او شعبده بازیو په نتیجه کې د پنجاب خپله عورته تښتېدلې ده.

بلوڅان د پاکستان له وجود څخه منکر دي، سندیان د خپلو دوو رهبرانو د قتل داغونه د پنجاب په لمن لټوي، پښتانه د پښتون وطن اوبه د کالاباغ په پنجابۍ کاسه کې نه پرېږدي او اسلام آباد د خپلې تښتېدلې عورتې په غم اخته دی.

د کنړ پر اوبو به ډېم جوړ شي، خو دغه ډېم به د افغان وطن ملکیت وي او پنجاب به ددې وس او توان نه لري، چې په دې هلکه خپل فرمایشونه وړاندې کړي.

څو کاله وړاندې اختر عبدالرحمن ویلي وو، چې کابل تر هغو پورې وسوځوئ، تر څو مو وس رسېږي. اوس د پنجاب د سوځېدلو وار راغلی دی او ماته د حفیظ الله امین هغه وینا را یادېږي: اسلام آباد تر هغو وټکوئ ترڅو د جنوبي آسیا د محکومو قومونو د ادارې او استثمار توان وبایلي.

له محور ورځپاڼې په منننې.

8 COMMENTS

  1. ښاغلی قانع اسلام علیکم ورحمت اله وبرکاته
    ستا دی مقالی خوبیخی زما زړه رڼا کرو دلا بریالیتوب په حیله ځوک چی دا داولیا خاوری ته په سپکه ګوری خدای به یی خپله اورته تښتوی
    وسلام په درنښت

  2. ياره قا نع صاحب خوند خو به هلته وکړي چي د پنجاب تښتېدلې عورته حنا رباني زما په افغان کور را ننوځي

  3. قانع صاحب په قلم دی برکت شه ډیر په زړه پوری لیکنه دی کړیده خدای پاک دی وکړی چه دپاکستان اوایران اونوروخارجی هیوادونواوددوی دداخلی غلامانودضررڅخه مونږه اوزمونږه هیوادوال دتل لپاره په امن کی پا تی شی.
    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب