یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد افغانستان بانک رئیس هم څارنوالۍ ته معرفي شو

د افغانستان بانک رئیس هم څارنوالۍ ته معرفي شو

تاند (دوشنبه، د سرطان ۳۰) د مشرانو جرګې د افغانستان بانک رئیس اجمل احمدي څارنوالۍ ته معرفي کړ.

مشرانو جرګې د ولسمشر محمد اشرف غني یو بل نږدې کس او د افغانستان بانک رئیس لویې څارنوالۍ ته ور وپېژانده.

د راپورونو له مخې د مشرانو جرګې د شکایتونو کمیسیون د افغانستان بانک رئیس اجمل احمدي لویې څارنوالۍ ته ور معرفي کړی دی.

د یاد کمیسیون غړی زلمی زابلی وايي، چې احمدي شاوخوا له یوې نیمې میاشتې راهیسې په مرکزي بانک کې په ادلون بدلون او د ځینو کسان په لرې کولو لاس پورې کړی دی.

زابلي زیاته کړې نوموړي له خپلې دندې د قانون خلاف ګټه پورته کول.

په ورته وخت کې د مرکزي بانک یو شمېر غړو هم ویلي چې نوموړی ټوله ورځ په خپلسرو کارونو او پرېکړو بوخت وي.

له دې وړاندې هم د یاد بانک ډیری کارکوونکو په احمدي نیوکې کړې وې او له کارکوونکو سره یې په ناوړه چلند تورن کړی و.

د کارکوونکو له ډلې یو یې د دغه بانک مرستیال وحیدالله نوشېر و چې له احمدي یې شکایت کړی و او ویلي یې و چې دی یې د بانک له دروازې شړلی دی.

1 COMMENT

  1. له لدی مخکی هم د افغان سفارت د دیوال رغولو فساد کی ښکیل څلور چارواکی څارنوالی معرفی شوی وو مګر لا تر اوسه څارنوالی قیصاری او علی پور او نورو جګپوړو چارواکو قضیه نده رسانیز کړی چی په اړه یی کومه فیصله وشوه تاسی ولیدل چی دوستم له ایشچی سره څه وکړل آیا دوستم محاکمه شو که مډال ورکړل شو تاسی ولیدل چی علی پور او هغه بل هزاره بدمعاش څه وشول له قیصاری سره څه وشو

    لدی ښکاری چی په اصل کی ټوله لوبه د ی امریکا ده مګر ناحقه دا بیچاره ولسمشر بدنام کیږی عبدالله چی ټول ولس یی مجاهد ګڼی د یو قاتل دوستم لپاره چی خپل شمالیوال یی ده مارشالی پیشنهاد وکړ چی اشرف غنی بله لاره نه درلوده ځکه همدی پمپیو وویل کچیری اشرف غنی له عبدالله سره په حکومت جوړولو کی جوړ نه راځی نو امریکا ترینه یو نیم میلیارد ډالر مرسته بیرته اخلی چی بیا امریکا د سولی لپاره همدا امتیازات پاکستان ته ورکړل

    امریکا دلته په زیاترو وسلو افغان وژنی مګر چی کله غواړی تسلیم یی کړی بیا یی پاکستان ته ورکوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب