جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهسعودي عربستان د حج مراسمو ته تیاری پيل کړی

سعودي عربستان د حج مراسمو ته تیاری پيل کړی

تاند ( دوشنبه، دسرطان ۳۰) د سعودي عربستان حکومت وایي،چې د هغو کسانو اووه ورځنی قرنتین پیل شوی دی، چې د حج په مراسمو کې د برخه اخیستو لپاره ورغلي دي.

عرب رسنیو د راپورونو له مخې له ۱۶۰بیلابیلو ملتونو خلک دغه مراسمو ته ورغلي دي، خو شمېر یې محدود دی.

سرچینې زیاتوي، چې ورغلي کسان به ټول اووه ورځې قرنتین وي، ټولنیز واټن به مراعات کوي او د کورونا د پراختیا د مخنیوي په اقداماتو کې به مرسته کوي.

سعودي رسنۍ وایي دوی به همدا راز د حج د مراسمو تر پای ته رسېدو وروسته بیا هم د اوو ورځو لپاره قرنتین کېږي.

سعودي عربستان دا اقدام داسې مهال پورته کوي، چې څو میاشتې د کورونا د ناروغۍ له کبله د حج ټول مراسم ځنډیدلې وه.

سعودي عربستان اعلان کړی و، چې سږ کال به د کورونا ویروس د خپریدو له کبله یوازې محدود شمیر سعودي میشته اتباع کولی شي د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

تیر کال د سعودي او بهرنیو هیوادونو شاوخوا ۲،۵ میلیونه کسانو په دغو مراسمو کې ګډون کړی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...