یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهملټري ټایمز: طالبان غواړي د جګړې او سولې د ډګر ګټونکي شي

ملټري ټایمز: طالبان غواړي د جګړې او سولې د ډګر ګټونکي شي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۳۰) یوې امریکايي نشریې خبر ورکړی چې طالبان هڅه کوي د جګړې او سولې دواړو ډګر وساتي.

د امریکا ملټري ټایمز نشریه وايي طالبان هم د جګړې او هم د سولې لپاره جدي دي او د دوی په لیکو کې وروستي بدلونونه دا مانا لري چې دغه ډله غواړي څو د سولې او جګړې دواړو په ډګر کې ګټونکي شي.

نشریه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو په حواله لیکي چې د افغانستان په ډیری چارو کې د طالبانو تر څنګ روسیه هم لاس لري.

ملټري ټایمز د پمپیو له خولې لیکلي طالبان چې د افغان حکومت پر وړاندې جګړه کې کومې وسلې او جنګي مهمات کاروي ټول د روسیې دي.

په مطلب کې زیاته شوې روسیه په افغانستان کې د طالبانو هر راز ملاتړ کوي او د افغان حکومت په وړاندې یې په جګړو کې کاروي.

پمپیو دا هم ویلي چې روسان له طالبانو سره همکاري کوي او دی پرې سترګې نشي پټولی.

دغه نشریه بیا وايي په اوسني وخت کې امریکا ته پکار ده چې د وضیعیت په ارزلو سره د سرتېرو په ایستلو تمرکز ونه کړي او په ډېر دقت ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې په خپلو جنګي لیکو کې ځیني بدلونونه راوستي دي.

طالبانو ملایعقوب د پوځي چارو مشر ګومارلی، په مرکچي پلاوي کې یې هم بدلون راوستی

تر دې وړاندې د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو د ټرمپ د هغې پرېکړې ملاتړ کړی و، چې ټول سرتيري به له افغانستان څخه وباسي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب