شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا هیله ښودلې

پاکستان له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پياوړتیا هیله ښودلې

تاند( دوشنبه، د سرطان ۳۰) پاکستان هیله ښودلې، چې له افغانستان سره یې سوداګري بیاځلې ډیره وده وکړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په یوه تازه ټوېټ پیغام کې ویلي، چې د کورونا ویروس پراختیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري او په بندرونو کې تګ راتګ زیانمن کړی دی. صادق زیاته کړې،هیله لري چې د کورونا ویروس دویمه څپه خپره نشي او په دې توګه دغه بندرونه بیا ځلې زیان ونه ویني.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وایي، تمه لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري بېرته وده وکړي او اړیکې یې هم ښې او پیاوړې شي.

د کورونا ویروس له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ډیره زیانمنه شوه او سوداګرو سخت زیانونه ولیدل.

باور دا دی، چې ډیرکله پاکستان له سوداګرۍ نه هم په سیاسي برخوکې ګټه پورته کوي او له دې لارې غواړي پر افغانستان فشار وارد کړي.

خو د اقتصادي چارو پوهان بیا وایي،چې یاده چاره بیا د دواړو هېوادونو په زیان ده.

افغان سوداګر وایي اوس هم له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ګڼې ستونزې لري او د تورخم دروازې اخوا یې زرګونه بار موټرې ولاړې دي.

دوی له دواړو هیوادونو غواړي څو سوداګریزې اړیکې ښې کړي او ولسونو ته خدمات وړاندې کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې وخت ناوخته د سیاسي کړکېچونو له امله هم د پاکستان له لوري تړل کیږي خو سوداګر هیله من دي، چې پاکستان بیاځلې سوداګري زیانمنه نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب