Homeداسې هم شتهساینسمتحده عربي اماراتو مریخ ته خپله پلټونکې بېړۍ ولېږله

متحده عربي اماراتو مریخ ته خپله پلټونکې بېړۍ ولېږله

تاند( دوشنبه، د سرطان ۳۰) متحده عربي اماراتو د هیلې په نوم خپله بیړۍ مریخ ته ولیږله.

چارواکي وایي دا بېړۍ یې د جاپان له تانګاشیما ټاپو وتوغوله او زیاته یې کړه، چې۵۰۰ میلیونه کیلومتره به سفرکوي.

د متحده اماراتو دا بیړۍ تیره اونۍ د خرابې هوا له امله دوه ځلې وځنډول شوه او له همدې امله سفر نه پاتې شوه.

د یاد پروګرام مشرې سارة الأمیري هیله ښودلې، چې مریخ ته به د دې پلټونکي بېړۍ د توغولو اغېز پر ولس هومره وي څومره، چې دوی هیله لري.

سایسنپوهان وایي که دا پلټونکې بېړۍ خپلې موخې ته ورسېږي، نو یو مریخي کال کې به- چې له ۶۸۷ ورځو سره برابر دی- پر دې سیاري وګرځي او مالومات به یې ځمکې ته واستوي.

اماراتي انجینرانو تېرو شپږو کلونو کې د دې د هیلې بېړۍ د ډیزاین، جوړولو او توغولو لپاره د امریکا له پوهنتونونو مرسته ترلاسه کړه.

ویل کیږي، چې دا بېړۍ به د مریخ د اتموسفیر په هکله پلټنې کوي او د دې سیارې د اب و هوا د ډېرې برخې د له منځه تلو لامل به ارزوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...