Homeخبرونهایران امریکا ته د سلیماني په تړاو د معلوماتو ورکوونکی اعدام کړ

ایران امریکا ته د سلیماني په تړاو د معلوماتو ورکوونکی اعدام کړ

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۳۰) د ایران عدلي چارواکو ویلي، چې ایران هغه کس اعدام کړ کوم، چې د سپاه پاسداران پخواني مشر، قاسم سلیماني په تړاو یې امریکا او اسراییلو ته معلومات ورکول.

د ایران عدلي چارواکو زیاته کړې، چې یاد کس محمود موسوي مجد نومیږي او په دې تورن و، چې د سپاه پاسداران په تړاو یې د امریکا او اسراییلو استخباراتي څانګو ته مالومات ورکول.

د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونود قدس د څانګې عمومي قومندان  قاسم سلیمانې څه موده وړاندې په بغداد کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شو.

د سلیماني په وژل کیدو زیات غبرګونونه هم راپورته شول.

د نوموړي وژل کیدو سره د امریکا متحده ایالت او ایران ترمنځ هم اړیکې ډيرې ترینګلې شوې، چې تراوسه دواړه هیوادونه روغې اړیکې نه لري.

امریکا ویلي وو، چې قاسم سلیماني د سلګونو تنو عراقي او امریکايي  وګړو د مرګ ژوبلې  او د تیرو څو میاشتو راهیسې په عراق کې  د ترسره شوو بریدونو  امر ورکوونکی دی نو ځکه یې ووژاه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...